جمعه, فبروري 6, 2026
Home+د انسان په بدن کې د یوه نوي قشر کشف

د انسان په بدن کې د یوه نوي قشر کشف

تاند- څېړونکو د انسان په بدن کې یوه نوې برخه کشف کړه چې تراوسه پورې یې هغې ته نه و پام شوي.

دا په ژدوونکې «ماضعغه» یا « masseter» عضله کې یو ژور قشر دی چې لاندینۍ ژامه پورته کوي او د ژدوولو لپاره ضروري دی.

د لایف ساینس د راپور له مخې، پخوا هم د دغه قشر د احتمال په اړه شکونه څرګند شوي وو خو په دې اړه د نظر یووالی نه و او ټولو پرې باوري نه درلود.

یو شمېر سویسي څېړونکو پرېکړه وکړه چې پر دې څېړنه وکړي چې ایا هماغسي چې په ځینو پخوانیو متنونو کې ورته اشاره کېده، د ژامې مهمه عضله په رښتیا هم یو پټ لا ژور قشر هم لري او که نه.

دوی د خپلې څېړنې پایلې د اناتومۍ په کالني ژورنال کې خپرې کړي دي.

دوی دا کشف پر ۱۲ جسدونو د څېړنې په ترڅ کې وکړ. دوی همداراز د ۱۲ نورو جسدونو سي سکن وکړ او د یوه ژوندي انسان ایم آی آر یې هم په غور وکوت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...