جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېاقتصادخپل لګښتونه څنګه را کم کړو

خپل لګښتونه څنګه را کم کړو

درېیمه برخه
د پیسو د مدیریت او بیمې کارپوهه (Anna Barker)  وایي ، دا خورا سخته ده، چې هغه خلک خپل لګښتونه راکم کړي ، چې تر دې مخکې یې زیات لګښتونه کول خو دا چاره ممکنه ده او چاپیریالي اغیز ددې سبب ګرځي چې پدې برخه کې موږ فکر وکړو ، بارکر زیاتوي د مالي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره موږ ته پکارده ، چې لګښتونه کم کړو ، په خپل ځان کنترول ولرو او سپما وکړو او تر ټولو غوره خبره داده چې موږ د خپلو پیسو کنټرول په خپل لاس کې ولرو او بې ځایه لګښتونه ونه کړو؛ دې خبرو ته په کتنه دا سخته نه ده چې موږ دې د لګښتونو د کم والي لپاره دومره بې وسه شو چې خپله ووایو چې دا چاره زموږ د وس خبره نه ده ، د چاپیریال اغیز تر هر څه مهم دی او موږ پوهیږو چې شرایط تر پخوا سخت شویدي نو په همدې اساس د خپل ځان د کنترول لپاره همدا دلیل یاده کړو او لګښتونه راکم کړو یانې کله چې غواړو ډیر لګښتونه وکړو نو د خپل عاید ، دندې او کورنۍ اړتیاوې په نظر کې ونیسواو بیا لګښت وکړو .
یوولسم : عضویتونه مو ختم کړئ.
که چیرته تاسې ورزشي کلپ کې یاست یا هم د کومې ادارې او ګوند سره  عضویت لرئ او مکلف یاست چې هره میاشت یا هم په کلني ډول خپل حق العضویت ورکړئ دا چاره د یوه وخت لپاره ودروئ تر څو مو لګښتونه کنترول شوي وي .
پدې کې د لیني تیلیفون ، انټرنیټ کیبل ، تلویزیوني کیبل ، د چاپي برخې  لکه اخبارونو ، مجلو او نورو خپرونو کې میاشتنی او کلنی ګډون او داسې نور عضویت اداینه هم شامله ده پدې باید فکر وکړو چې زموږ ګډون کول او عضویت اخیستل موږ ته څومره مهم دي او تر کومه وخته باید زه همداسې ګډون وکړم او پیسې تحویل کړم ؟ زما په ژوند کې دا چاره څومره مهمه ده ؟ همدا مهمه پوښتنه ده چې باید ځواب شي او خپل لومړیتوبونه درک کړو او بیا د همدې له مخې لګښتونه وکړو او حق العضویت ادا کړو .
که چیرته د ورځنیو خبرونو څخه د ځان خبرونې لپاره اخبار، ورځپاڼې او جریدې پلورئ ددې په ځای د خپل د موبایل له راډیو استفاده وکړئ او پدې سره خپل لګښت راکم کړئ.
که چیرته په داسې یوه کلپ کې میاشتني فیسونه ورکوئ ، چې یوازې په اونۍ یا میاشت کې یو ځل ورځئ نو دا چاره مو مدیریت کړئ ځکه تاسې د ټولې میاشتې فیس ورکوئ خو یوازې څو ځل ورځئ یا مو خپل ورتګ نورمال کړئ او یا بیخي خپل عضویت ورسره ختم کړئ البته که د وزن کمولو شدیده اړتیا وي بیا سمه ده چې عضویت وساتل شي.
دولسم: خپل فامیل او ملګرو سره دا خبره شریکه کړئ چې تاسې غواړئ لګښتونه راکم کړئ.
د لګښتونو د راکمولو یوه غوره روش دا هم دی ، چې خپل فامیل او ملګرو ته ووایاست چې زه غواړم خپل لګښتونه مې را کم کړم او له بې ځایه خرچو ځان وساتم لږ تر لږه به هغوی په هغه مواردو کې چې مخکې به تاسې لګښتونه کول او دوی به درسره وه ستاسې په اړه د احتیاط فکر ولري.
په تیره برخه کې مو یادونه کړې وه چې د لګښتونو د راکمولو په برخه کې د کورنۍ رول بیخي زیات مهم او د اغیز وړ دی نو په همدې اساس که چیرته مو ملګري خبر کړئ چې تر دې وروسته غواړئ لګښتونه راکم کړئ نو کله چې کوم مناسبت وي او مخکې به تاسې پکې ګډون کاوه نو ملګرې به مو ستاسې له حالته خبر وي تاسې به د ګډون بلنه نه درکوي.
دولسم : شته پیسې غنیمت وګڼئ د پیسو مدیریت وکړئ.
کله چې موږ سره د شته امکاناتو او پیسو قدر وي نو هیڅکله به زیات لګښتونه ونه کړو د همدې لپاره په لاس کې د شته امکاناتو قدر په کار دی او په سمه توګه ددغه پیسو لګول د ژوند یو له مهمو مسایلو وګڼئ او خپل ځان لپاره د ځانګړو شرایطو له مخې د پیسو لګښت وضع کړئ چې پدې سره د ډیرو لګښتونو مخنیوی کیږي او کولای شو چې کافي اندازه سپما مو کړې وي.
تر ټولو مهمه خبره داده ، چې موږ د خپلو پیسو کنټرول په لاس کې ولرو او د توکو رانیولو په وخت کې په ځیرکتیا خریداري وکړو په ځان کنترول زموږ لپاره مهمه خبره ده او پدې سره ډیر لګښتونه کنترولی شو.
د پیسو د خوندې کولو لپاره ډیرې لارې چارې شته په همدې خاطر اقتصاد پوهان د لګښتونو په کموالي کې د پیسو مدیریت خورا مهم ګڼي ځکه د پیسو په مدیریت کې د عایداتو ، مصارفو او سپما چارې د یوه منظم پلان له مخې کنټرولیږي او نه پریږدي ، چې پیسې بې ځایه ولګیږي.
انسان فطرتا هغه څه ډیر مهم ګڼي ،چې ارزښت ورته لري او پدې خو موږ ټول پوهیږو،چې پیسې زموږ په ژوند کې څومره ارزښت لري نو د همدې ارزښت له مخې د پیسو ساتنه ، مدیریت او سپما زده کړو او لګښتونه راکم کړو .
دریالسم : پورونه مه اخلئ او مه چاته پورونه ورکوئ.
بارکر وایي ، موږ ته دا خبره اسانه ښکاره کیږي ، چې پورونه واخلو خو ددې ډیر بد عواقب دي ځکه چې د پورونو په اخیستلو سره موږ یو ډول د مالي فشار لاندې راځو او تر لاسه شوی پور مو په سمه توګه د مصرف کیدو پر ځای په بې ځایه لګښتونو لګیدلی شي پدې مانا چې پور مخکې له دې چې موږ پلان ولرو اخلو یې او پیسې یې هم په بې پلانه او بې ترتیبه توګه مصرفیږي چې همدا غټه ستونزه ده موږ د لګښتونو د کنترول لپاره وړاندیز لرو ، چې بې پلانه او بې ترتیبه لګښتونه دې بند شي په همدې توګه د پورونو ورکول هم زموږ د لګښتونو سپما نه شي رامنځته کولی ځکه که موږ په داسې شرایطو کې چې خپله مو لاس بند دی او ډیره لږه سپما لرو ، پورونه ورکړو نو پدې سره زموږ د لګښتونو کنترول او پیسو مدیریت ورسره زیانمنیږي او بیرته د ګډ وډۍ خواته ځو د پورونو یوه بل زیان دا هم دی کله چې یې بیرته ترلاسه کړو هماغه تر لاسه شوی پور موږ په اصطلاح هوایي روپۍ ګڼو یانې چې په لګښت کولو کې یې فکر نه کوو لکه مفته چې زموږ لاسونو ته راغلي وي او همدا چاره د ډیر لګښت کولو فکر موږ کې را ژوندی کوي.
څوارلسم: د کاریدونکو وسایلو ساتنه وکړئ.
د خپلو ټولو کاریدونکو وسایلو ساتنه ددې سبب ګرځي، چې زموږ لګښتونه راکم شي یانې پدې مانا چې که کاریدونکي وسایل سم وساتو او په سمه توګه یې وکاروو نو اړتیا نه پیدا کیږي، چې د خرابیدو له امله یې بیرته ترمیم کړو او یا هم بل را ونیسو که چیرته په کور کې د کاریدونکو وسایلو د سم استعمال لپاره فکر موجود وي ، نو دا برخه زموږ د لګښتونو په کموالي ډیر تاثیر لري د مالي او پیسو مدیریت ځینې پوهان وایي، چې زموږ د عایداتو تر 38٪ سلنه برخه د کور د وسایلو او توکو باندې مصرفیږي نو د همدې له مخې ویلی شو ، چې په کور کې د کاریدونکو وسایلو ساتنه موږ د عاید د یوې لویې برخې د ساتنې لپاره عملي ګام اوچت کړیدی.
د وسایلو ساتنه کې د موټر، موبایل ، کمپیوټر ، د کور د اړتیا توکي ، د پوښاک څیزونه ، د بریښنا وسایل ، او داسې نور څیزونه شامل دي.
پنځلسم: هغه توکي مه رانیسئ چې وخت یې کم وي
مشهور متل دی ، چې ارزان بې علت نه دی او قیمت بې حکمت نه دی همدې ته په کتنه موږ کوښښ کوو، چې ارزانه توکي را ونیسو او خپل ورځنی ژوند پرې روان کړو خو دا چاره زموږ لګښتونه نه شي را کم کولی بلکې ددې ناسم پوهاوي له مخې بیا مجبوره کیږو چې همدا توکي را ونیسو .
د توکو د نرخونو ټیټ والی یو علت دا هم وي چې د له منځه تلو موده یې کمه پاتې وي نو پلورونکی یې د یوه تکتیک له مخې بیې را کمې کړي او ډول ، ډول اعلانات ورته وکړي.
موږ تاسې په بازار کې ګورو، چې یو ځانګړی توکی په کمه بیه پلورل کیږي او پلورونکي چغې وهي، چې د کمپنۍ د مشهورتیا لپاره یې بیه را کمه کړیده دا په اصل کې یو ډول فریب دی، چې موږ د ځان په لورې جذبوي او باالاخره مجبوره کیږو، چې همدا توکي را ونیسو دلته یو احساس دا هم رامنځته کیږي، انسان طبعا حریص دی کله چې نرخونه کم وګوري نو که یې هغه توکي ته اړتیا هم نه وي بیا یې هم اخلي د همدې لالچ له مخې بې کیفیته توکي رانیسي.
پدې کې هغه توکې هم شامل دي ، چې موږ یې یو ځل استفاده کوو که چیرته یې په بدیل فکر وکړو هم کولای شو چې ډیر لګښت به مو را کم کړی وي .

نور بیا … my Samsung Galaxy smartphone.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب