جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهډاکټر عبدالله: ۲۰۲۱ افغانستان ته د استثنایي فرصت کال و، خو ضايع...

ډاکټر عبدالله: ۲۰۲۱ افغانستان ته د استثنایي فرصت کال و، خو ضايع شو

تاند: ( چار شنبه، د جدي اتمه) د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام نېمایي شريکوال او د مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د ۲۰۲۱ کال په اړه خپله ارزونه وړاندې کړې.

هغه په يوه ټويټ کې ويلي، چې پای ته رسیدونکی دغه کال افغانستان ته د ننګونو د ختمولو استثنایي فرصت درلود، خو ضايع شو.

 هغه په خپل دغه ټویټ کې له هېواده بهر د خپلو دوستانو لپاره د روغتیا هیله کړې او د نړیوالې سولې په تېره بیا د خلکو د همغږۍ، سوکالۍ او د وضعیت د ښه کېدو لپاره یې دعا کړې ده.

عبدالله مخکې د سولې خبرو د ناکامیو پړه پر ولسمشر غني اچولې او ويلي و، چې له هېواده د هغه وتو د سولې خبرې ناکامه کړې.

د ډاکټر عبدالله منتقدین بيا هغه تورنوي، چې د جمهوري نظام د سقوط یو عمده دليل ښاغلی عبدالله و.

د دوی په وینا، هغه د نظام د پنځوس سلنه څوکيو او امتيازاتو د لرلو باوجود د نظام پښې وهلې.

ډاکټر عبدالله بيا په دې اړه تورونه ردکړي او ويلي، چې ولسمشر غني د واک له انحصار او سیاسي اجماع له پاشلو سره د حکومت پښې کمزورې کړې.

3 COMMENTS

  1. عبدالله ملی خاین احمق، پوک انسانه! ستا له لاسه ۴۴کلونه، په تیره دغه اخری شل کلاه طلایی فرصتونه ضایع شول.
    د قدرت، پیسو او فیشن شوقی ! ټوله اخلالګری، جاسوسی او کار شکنی ستا له لاسه وه . یوا ځې ۲۰۲۱کال مه یادوه د اسنادو او دلایلو په موجویت او د شواهدو له مخی اوس ټول افغنان او حتا د پنجشیر شریف خلک ستا په نجاست او رذالت بد وایی . واقعیتونه بالاخره یو یو را څرګندیږی
    که تا کی دوطن یو ذره احساس وای، که تا کی لږ وجدان وای که د افغانیت وینه دی وجود کی وای، نن به طالبانو او پاکستانی جواسیسونه نازولی، امریکا به در باندی فخر نه کاو لکه له لوشینکا، اردوغان، ډاکتر غنی، حافظ الاسد او نور و ملی اندیشو خلکو په شان به یی د امریکی ضد او د امپریالیزیم مزاحمو په لست کی راوستی وای.

  2. چی دا فرصتونه به کوم بدبخته او خاین ضایع کړی وی؟
    ستا او ستا د انډیوالانو هغه د ګلونو کر چی د افغانستان په غرونو رغونو مو په تیرو شلو کلونونو کی کړی و په ۲۰۲۱ کال کی يی رنګارنګ ګلونه رازرغون کړل او ښايی چی ویاړی به پری هم. نور لا د کومو فرصتونو خوبونه وینی

    دا خو ستاسو زیار او نه ستړیکیدونکی هلی ځلی وی چی افغان ولس مو نن د مرګ او ناهیلۍ په پوله ودروه.

    ایا تالب ته اوس ویلی شی چی یو فیصد سهم درته درکړی؟
    بلکه اوس چی له کوره راوځی نو هم به د تالبجان سترګو ته ګوری چی له کوره راووځی.

    په دی خوار ملت مو کومی لوبی وی چی تاسو ونه کړی او اوس لا د نورو فرصتونو خوبونه هم وینی .

    خو له بده مرغه دوچو له کبله لا نده سوځی ګنی ستا په شان خلکو لپاره چی افغانستان يی د شخصی ګټو لپاره سور اورته واچوه ستا د لا علاجه مرض علاج یوازی تالب کولی شی.

  3. ډاکتر عبدالله چې د تخصص او مسلک له مخې د سترګو ډاکتر دی ، په سیاست ، وطندوستي او افغانیت هېڅ نه پوهیږي . دی یو ابن الوقت انسان او د پردیو د لاس آله ده . سیاسي او فکري ثبات نه لري . یو وخت به یې ویل چې تکه تکه شوم ، حق رایي شما را بدست می آورم . بله ورځ چې د مصالحې ملي شورا جوړه شوه ، د « تش په نوم جمهوري ریاست » له څوکۍ پټه خوله تېر شو.
    د دوکتور محمد اشرف غني د دواړو دورو واکمني په وخت کې نیم دولت له دغه جناب سره وو. پاته 50 سلنه بیا د اشرف غني او د هغو د متحدینو ترمنځ تقسیم وو.
    داکتر عبدالله په واک ، صلاحیت ، تصمیم نیونې او امتیازاتو کې شریک او په مسوولیت ، وجایبو او د ولس پر وړاندې د مکلفیت او ځواب ویلو وخت کې غیر مسوول او واجب الاحترام وو.
    هغه لویه بودجه چې د سولې عالي شورا او شورای عالي مصالحه ملي ته بېله شوې وه ، د دې مظلوم ملت ، کونډو او یتیمانو سهم وو ، دوی به هند ، ترکېې او دوبۍ ته د چکر وهلو لپاره مصرفوله .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب