جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمنتقدین: ط د ښځو زده کړې او فعاليتونه منع کړي، خو په...

منتقدین: ط د ښځو زده کړې او فعاليتونه منع کړي، خو په خپله ننګه مظاهرې پرې کوي

تاند: ( چار شنبه، د جدي اتمه) په کابل کې لسګونه مظاهره چیانو، چې د ګذر وکيلانو يې مشري کوله، له امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خلاصون او نورو هېوادونو څخه د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندلو غوښتنه وکړه.

په دې لاريون کې يو شمېر ښځينه وو هم برخه لرله او ټینګار یې کاوه، چې د افغانستان د اوسنيو اقتصادي ستونزو د حل لپاره باید د طالبانو حکومت سره مرسته وشي.

‌د ننني لاريون د امنيت لپاره طالبانو پر دارالامان سړک کلک تدابير نيولي وو.

د پروني لاريون پر مهال، چې ښځينه وو د خپلو سلب شویو حقونو د ترلاسه کولو لپاره تر سره کړی و، طالبانو ورته ورغلي يو شمېر خبریالان بندیان او د مظاهره چیانو پر لور ډزې وکړې.

طالبان تورن دي، چې د خپلو پلويانو او مخالفانو پر وړاندې دوه ګونی چلند کوي.

د طالبانو وياندويانو په خپلو خواله رسنيو کې د دغه لاريون عکسونه او ویډیوګانې خپرې او لیکلي، چې ښځو د دوی او غوښتنو په پلوۍ یې لاریون کړی.

منتقدین یې بیا وايي، چې طالبان ښځو ته د زده کړو، دندو او حتا ډاکترانو ته له نارینه محرم پرته د ورتلو اجازه نه ورکوي، خو په خپله پلوۍ یې مظاهرو ته، هغه هم په ډېر ګومان په جبري ډول را باسي.

طالبانو بيا دغو نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب