جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخليل حقاني زرو بېوزلو کورنيو ته د چین مرستې ووېشلې

خليل حقاني زرو بېوزلو کورنيو ته د چین مرستې ووېشلې

تاند: ( چار شنبه، د جدي اتمه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چې نن يې په کابل ښار کې زرو اړمنو کورنیو ته خوراکي تو کي او ګرم ژمني لباسونه وېشلي.

د طالبانو د دغه وزارت وزير خلیل الرحمن حقاني ویلي، چې یادې مرستندويه کڅوړې د چین هېواد له لورې برابرې شوې وې.

هغه د ګذر له وکیلانو او مسؤلینو غوښتنه وکړه ،چې د اړمنو کورنیو په سروې او پېژندلو کې همکاري ورسره وکړي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، پر دې سربېره لس زره نورو کورنیو دمرستو دترلاسه کولو په موخه خپلې عریضې دمهاجرینووزارت ته راوړي چې په نږدې راتلونکي کې به ورسره بشري مرستې ترسره شي.

دا مرستې په داسې مهال شوي، چې په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورين تر ټولو بېساري لوړ حد ته رسیدلی.

په کندهار کې ځايي خبريالانو نن له ډېرې لوږې د يوه ښوونکي د مړینې خبر ورکړی.

څو مياشتې مخکې د بدخشان د يوه ښوونځي ملازم هم له ډېرې لوږې مړ شوی و.

د ملګرو ملتونو په حواله، د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې تر ۲۴ ميليونه پورې خلک سخت فقر سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال سازمان ویلي، چې د روان ميلادي کال تر پايه پورې به د افغانستان ۹۷ سلنه خلک د فقر له سخت وضعيت سره مخ شي.

طالبان بيا په دې اړه له پاکستاني چارواکو پرته د نورو ټولو نړیوالو بنسټونو راپورونه رد کړي.

د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي څه موده مخکې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د فقر د وضعیت په اړه د نړیوالو بنسټونو ارقام ناسم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب