جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدلته یې وپېژنئ، امريکا يوه افغانه د افغان ښځو لپاره خپله ځانګړې...

دلته یې وپېژنئ، امريکا يوه افغانه د افغان ښځو لپاره خپله ځانګړې استازې وټاکله

تاند: ( چار شنبه، د جدي اتمه) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست اعلان وکړ چې هېواد يې يوه افغانه مېرمنه رینا امیري یې د افغان مېرمنو لپاره ځانګړې استازې نومولې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دوو سرچینو وویل چې اغلې امیري به د افغان ښځو او نجونو او د هغو د بشري حقونو په برخه کې ځانګړې استازې وي.

رینا امیري پنځه کلنه وه چې کورنۍ یې امریکا ته لاړه او همالته یې زده کړې وکړې.

رینا امیري د نیویارک پوهنتون د نړیوالې همکارۍ د مرکز د پالیسۍ او منځګړتوب د چارو سلاکاره او همداراز د همدغه پوهنتون د نړیوالو چارو غړې ده.

دا د افغانستان او سیمې پالیسۍ طرحه کوي او د افغانستان او سیمې د سولې، امنیت او پراختیايي چارو د ننګونو په اړه د پوهاوي په زیاتولو کې ونډه لري.

نوموړې له دوو لسیزو راهیسې له حکومتونو، ملګروملتو او تینک ټانکونو سره د سیاسي چارو د متخصصې او سلاکارې په توګه کار کوي.

دا لومړی ځل دی، چې امريکا د افغان ښځو لپاره ځانګړې استازې ټاکي.

د اګسټ په پینځلسمه د طالبانو له واکمنیدو سره، د افغان ښځو د حقونو د پراخ نقض خبرونه او د دوی د شل کلنو لاسته راوړنو د نابودۍ انديښنې جدي شوي.

طالبانو د ښوونځي له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې او په ګڼو دولتي ادارو کې د دوی د حضور له منع کولو سربېره یې د اسلامي شريعت او حجاب په پلمه پر افغان ښځو سخت قیودات وضع کړي.

افغان ښځو بيا د طالبانو د ټول تشدد او ګواښونو باوجود په کابل او ولایتونو کې په مختلفو بڼو د خپلو زده کړو، کار او نورو حقونو د تامين لپاره د عدالت غوښتنې اعتراضونه کړي، چې ستاینه او هرکلی یې شوی.

1 COMMENT

  1. زه نو نور څه ولیکم خو زه تیره میاشت په مزار کې وم ، په ټولو شمالي ولایاتو کې تر دولسم ټولکي پورې ښونځي خلاص او ټولې ښځې ښوونځویو ته تلې ، زما د پوښتني په ځواب کې چې ولي په کابل کې ښوونځي تړلي دي دوی اقتصادي ستونځې وګڼلې او وېیل یې چې که مونږ ته د معلمینو معاش څوک راکړي مکتبونه سمدیستي خلا صه وو ! که طالبانو د ښځو مکتبونه بندولی نو باید ټول یې بند کړي وی خو نه داسې نده !
    يوه د پښتو یوه ټیکۍ ده وایې : له دې خروړي سپي راتیر شه ــــــ تر د ی ملالې خولې به زه در تیره شمه ! کله چې طالبان یو شمیر ښوونځي د اقتصاد له امله بند بولي نو ولې نړۍ یې نه امتحانه وي او پیسې نه ورکوي !!
    د نجونو د مکتبونو تړل نه زه غوام او نه د افغان اولس په ښځو مو ډیر ظلم کړی دی نور نو بس دی !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب