Homeخبرونهروسیه: ط د حکومتولۍ له بد مدیریت سره بیا هم د رسميت...

روسیه: ط د حکومتولۍ له بد مدیریت سره بیا هم د رسميت پېژندلو په درشل کې دي

تاند: ( چار شنبه، د جدي اتمه) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف په يوه تازه مرکه کې د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه غږيدلی.

نوموړي د طالبانو د حکومت په اړه ويلي، چې په تدريجي ډول د رسميت پېژندلو په درشل کې دی.

ډ هغه په وينا، د روسیې په ګډون نیږدې لسو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي ساتلي او طالبانو سره دیپلوماتیکې اړیکې لري.

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي دغه راز ویلي، چې د طالبانو د حکومت مدیریت مناسب نه، بلکې بد دی خو په وینا یې سمدستي داسې کومه بالقوه ډله نشته، چې د دوی واکمني وننګوي.

د کابلوف په خبره، داعش ډله سره له دې چې طالبان یې د ځپلو لپاره کافي هڅې کوي او په دې برخه کې لاسته راوړنې هم لري، طالبانو ته سمدستي لوی ګواښ دی.

ضمير کابلوف د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو پر ضد د پنجشېر د مقاومت جبهه د يوه واقعي لوري په نسبت تر ډېره مجازي ډله ګڼي.

د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی خبرداری ورکوي، چې که طالبان په روان ژمي کې د اقتصادي او بشري ناورين په مهارولو ونه توانیږي، له دوی څخه د خلکو مخ اړول به د پنجشېر مقاومت ډلې د پیاوړتیا او د کورنۍ جګړې پر لور د افغانستان د بيولو سبب شي.

د ولادیمیر پوتین استازی د ټول شموله حکومت په اړه وايي، چې سمدستي یې طالبانو نه تمه هم نه کيږي، چې خپل پروني دښمنان د ننني واک شریکان کړي، خو ټینګار کوي چې روسیه په واک کې د ټولو افغان سیاسي او قومي لوړیو شاملول غواړي.

ضمير کابلوف په دې مرکه کې ولسمشر غني او ټیم یې د افغانستان د سیاسي معادلو څخه د باندې وتي خلک ګڼلي او دا هم وايي، چې دوی په ټول شموله حکومت کې د سیاسي او قومي لوریو د شاملولو په اړه مشخص کسان نه وړاندیزوي.

د‌ روسیې په باور، ضرور نه ده چې د قومي او سیاسي لوریو استازيتوب به بيا هم پخواني سياستوال کوي، بلکې ښه به وي چې ځوان استازي یې میدان ته راوستل شي.

هغه په ورته وخت کې ويلي، چې د نوي میلادي کال د لومړۍ مياشتې د پای او بلې د پیل په درشل کې به د ترویکا ډلې غونډه په کابل کې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...