شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملا هیبت الله خپلو پلويانو ته، لوی امتحان کې يو، ظلم مه...

ملا هیبت الله خپلو پلويانو ته، لوی امتحان کې يو، ظلم مه کوئ چې پايله يې بده ده

تاند: ( چار شنبه، د جدي اتمه) د طالبانو عمومي مشر شېخ هیبت الله اخندزاده( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) ته يوه منسوبه وينا پاڼه رسنیزه شوې، چې طالبانو ته پکې يو لړ سپارښتنې شوي دي.

 د طالبانو وياندويانو وايي، چې اخند زاده نن په کندهار ولایت مقام کي د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو، ولسوالانو او ټولو رئیسانو سره لیدلي.

طالب وياندويانو يو ځل بيا د ملا هیبت الله کوم عکس يا غږيز پيغام نه دی خپور کړی، چې له دې سره د هغه د مړينې ادعاوې د پخوا په شان دوام لري.

د دوی په وینا، نوموړي خپلو دغو چارواکو ته دا سپارښتنې کړي:

۱ـ زما د عفوي احترام وکړئ، د تېر نظام کارکوونکو ته د تېرو جُرمونو سزا مه ورکوئ.

۲ـ ددې هیواد هر وګړی موږ ته قدرمن دئ،د افغانانو قدر اوعزت په بل هیواد کي نشته،نو هیڅ افغان دي له هیواد نه وزي،همدلته دي پاته شي،مسئولین،علماء،قومي مشران،والیان او ولسوالان دې دوی ته قناعت ورکړي،چې همدلته هیواد کې پاته شي، دلته یې عزت او قدر کیږي.

‎‏

۳ـ ټول افغانان اوس موږ ته ګوري او تمه یې موږ ته ده، نو تاسې د دوی د امن وسیله وګرځئ، د دوی د عزت ساتنه وکړئ

۴ـ په خپله مسئولیت مه غواړئ او مه یې طلب کوئ، که مشر درته مسئولیت وسپاره، نو د امر اطاعت یې وکړئ او هغه مسئولیت سرته ورسوئ.

۵ـ د مشرتابه له لوري د مسئولیت ترسره کېدو په موخه درکول سوي اُصول، طرزالعملونه او لایحې په کلکه عملي کوئ او هیڅ خودسرانه کړنې مه ترسره کوئ.

۶ـ داسي مسئولیت وکړئ، چي سبا په روڼو سترګو ولس ته وکتلای شئ.

۷ـ د ښه مسئولیت ترسره کېدو په برخه کي تل له علماوو څخه مشورې اخلئ.

۸ـ ټول افغانان داسي وبولئ، لکه خپل وروڼه.

۹ـ زما په ولس ډېره خوا بدیږي، هیڅکله ظلم مه ورسره کوئ، مه یې وهئ، د ظلم پایله بده ده.

۱۰ـ ټول اسباب خدای ج په لاس کي درکړي دي، د ظلم او لويۍ لپاره ورڅخه ګټه مه اخلئ؛ بلکي په هر ډول مسئولیت کي عاجزي وکړئ.

۱۱ـ د عدالت لپاره په ګډه مبارزه وکړئ او هرچاته خپل حق ورسوئ.

۱۲ـ په مسئولیت کي زورواکق مه کوئ، د انډیوالۍ دار او مدار مه ساتئ، د ژبي او قوم په اساس چاته دنده مه ورکوئ؛ بلکي د استعداد مطابق دنده ورکوئ.

‎‏

۱۳ـ د مشرانو احترام کوئ، شکایت ورڅخه مه کوئ، عزت یې کوئ او هیڅ کار د مشرانو بې‌له اجازې مه کوئ.

۱۴ـ په خپلو منځونو کي پوره همږغي ساتئ، خو د یو بل په کارونو کي مداخلې مه کوئ.

۱۵ـ د خلګو امنیت ته شپه او ورځ متوجه اوسئ، ګزمې او تلاښۍ چي کوی خلګو ته مشکل مه جوړئ.

۱۶ـ څوک چي مو تلاښۍ ته درولی وي، ښه په اخلاقو یې سمبال کړئ، علماوو ته یې کښېنوئ، ترڅو د عامو خلګو سره د تلاښۍ پرمهال ښه سلوک وکړي.

۱۷ـ ددې نظام سره کلک ودرېږئ او ټول په یوه اتفاق سره د امارت ځنځیر همداسي ټینګ وساتئ.

۱۸ـ لوی امتحان کي شتون لرو، راځئ دې امتحان کي په ښه ډول بریالي سو، راسئ ښه تاریخ جوړ کړو.

2 COMMENTS

  1. امير يا اميرالمومنين داسي توصيه سي ظلم مه کوۍ هيڅ کله نه کوي . اميرالمومنين دخداي ج امر په قاطع ډول تطبيقوي او داسي امر خپلو طالبانو او حکومتي چارواکوته کوي : ظلم کول مطلق منع ده. داولس خدمت په تاسي واجب ده. قاتل علني شرعاً محاکمه کړۍ اوپه جزايي ورسوۍ………او همداسي نور تول شرعي احکام مطابق دشريعت احکام صادر شي ، نه دا سي چي عذر او زارۍ ورته وکړي عذر اوزارۍ دشر يعت په تدبيق کي لويه گناه ده ؟

  2. ملا حسن د حاکمیت په لومړنیو کی په یوه مجلس کی وویل:
    ” زما څخه امیرالمؤمنین ۶ ځلی وغوښت چی د وزیرانو ریاست پر غاړه واخلم خو ما هر ځل ددې مسئولیت او مقام د اختیار څخه ډډه کوله او پر ۷ ځل مجبور سوم چی خبره ئې ومنم “.
    دا مانا
    دې ملا حسن صریحاً د هغه قرآنی دستور څخه سرغړَوَنه کړېده کوم چی دوی ور ته عقیده! لری.
    په کښته کچه دا ډول سرغړونی ډیری لیدل کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب