جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کندهار يو ښوونکی له لوږې ومړ

د کندهار يو ښوونکی له لوږې ومړ

تاند: ( چار شنبه، د جدي اتمه) په کندهار کې ځايي خبريالانو له ډېرې لوږې د يوه ښوونکي د مړینې خبر ورکړی.

د سرچينو په حواله، دغه ښوونکی الله نظر نومیده او په ظاهر شاهي لېسه کې یې دنده لرله.

د رسنيو په حواله، ياد شوی ښوونکی اوړمه شپه مر شوی.

په کندهار کې د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څو مياشتې مخکې د بدخشان د يوه ښوونځي ملازم هم له ډېرې لوږې مړ شوی و.

د ملګرو ملتونو په حواله، د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې تر ۲۴ ميليونه پورې خلک سخت فقر سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال سازمان ویلي، چې د روان ميلادي کال تر پايه پورې به د افغانستان ۹۷ سلنه خلک د فقر له سخت وضعيت سره مخ شي.

طالبان بيا په دې اړه له پاکستاني چارواکو پرته د نورو ټولو نړیوالو بنسټونو راپورونه رد کړي.

د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي څه موده مخکې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د فقر د وضعیت په اړه د نړیوالو بنسټونو ارقام ناسم دي.

پاکستاني چارواکي، ان د پنجاب ايالت والي يې بيا هره ورځ په غونډو او ديپلوماتيکو ناستو کې د افغانستان د فقر د شدت او بشري ناورين يادونه کوي، خو طالب چارواکي یې څرګندونې نه ردوي.

د طالبانو د حقاني شبکې یوه مشر انس حقاني بيا مخکې رد کړې، چې له لوږې به څوک ومري.

هغه ټينګار کړی، چې د رزق ذمه خدای تعالی کړې او انسانان حتا د واښو په خوړلو هم ژوندي ساتي.

3 COMMENTS

  1. په یوه ولایت کې د یوه کس له لوږي مړینه یوازی د حکومت ناکامي نده بلکه د انسانیت مړینه ده.
    خپلوان، کلیوال، جومات وال، د کلی مشر د جومات ملا او لسګونه نور کسان شته چی حد اقل دومره څه ورکړي چې له مرګه پرې بچ شي.
    یا خو دروغ ده او یا دا ده چې په مونږ کې بالکل انسانیت مړ شوی.

  2. څو لاری وې چی دا ښوونکی نباید مړ شوی وی. اول: ولی یی بغاری ونکړی؟ دویم: ولی یی واښه و نه خوړل؟ دریم: د ښوونکی شاګردان ډیر بی غیرته کونیان ول. هغوی کولی شول چی خپل ښوونکی ته هر یو لس، لس افغانی چنډه ټوله کړی په هر میاشت کی خو دغو کندهاری بی غیرته چی ټولو یی کونی ورکړی دا غیرت ونکړ بناآ ښوونکی بیچاره بغاری هم ونکړی او مړ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب