دوشنبه, مې 6, 2024
Homeټولنیزتاریخد بشر د راتلونکې تاریخ (۳۰) |لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۳۰) |لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

دیرشمه برخه

۱۱

د معلوماتو مذهب یا دیټا یزم

ډیتایزم Dataism  وايي چې نړۍ د معلوماتو د  یا دیټا له بهیرونو جوړه ده او د هرې ښکارندې یا مخلوق ارزښت په محاسباتو او ارزونه کې د هغه د ونډې په اساس معلومیږي.۱ ښايي دغه خبره درته عجیبه او یا کلیشه ای معلومه شي خو په حقیقت کې همدا اوس ېې علمي او ساینسي نړۍ کابو ټوله نیولې ده. کله به مو لیدلي وي چې د سمندر څپې د مد او جزر په وخت د سیندونو په لوري درومي ډیتایزم هم همدغسې په پوره ځواک د علمي نړۍ په لوري روان دی. د چازلزډاروین د تکامل د تیورۍ په اساس د ژویو د سرچینې د کتاب له خپرولو کابو یوسلو پنځوس کاله وروسته اوس بیوساینس ژویو ته د بیوکیمیکل الګوریتمونو په سترګه ګوري. دغه راز اتیا کاله مخکې الان تیورینګ د تیورینګ ماشین اختراع کړ له هغه وروسته په دې اتیا کلونو کې د معلوماتي ټیکنالوجۍ انجنیرانو خپل ټول پام پرمختللیو الکټرونیکي الګوریتمونو ته اړولی دی. دیټایزم دغه دوه برخې څنګ تر څنګ ږدي او ټینګار کوي چې دغه دواړه بیوټیکنالوجي او الکټرونیکي الګوریتمونو د ریاضۍ د یو شان فورمولونو پيروي کوي. په دې ډول ډیتایزم د حیواناتو او ماشین تر منځ کرښه له منځه وړي او تمه لري چې ورو ورو به الکټرونکي الګوریتمونه د بیوکمیاوي الګوریتمونو رازونه رابرسېره کړي «کودونه به ېې مات کړي» او الکټرونیکي الګورتمونه به تر بیوکیمیاوي الګوریتمونو به مخکې شي.

ډیتایزم سیاستوالانو، سوداګرو او عامو مشتریانو ته پرمختللې ټیکنالوجي وړاندې کوي او په دې ډول په نوې بڼه یو ډول بې حده توان او قدرت وربخښي. دغه چاره څیړاندو او روڼ اندو ته زیری ورکوي چې د دوي په واک کې به  سپېڅلی علمي جام ورکوي چې سلګونو کاله ورته په تمه وو. دا به یو ډول هر اړخیزه نظریه رامنځته کړي چې ټولې علمي څانګې که هغه د موسیقۍ پيژندل وي، اقتصاد او بیولوژي ټول به سره متحد او یو لاس کړي. د ډیتایزم له نظره د بتهوون د موسیقۍ پنځم نمبر سمفوني، د ونډو د بازار د بيېې لوړې او ژورې او دغه راز د انفلوانزا ویرس یوازې د کمپیوټري بهیرونو له څپو پرته بل شی نه دي چې ټول په ورته وسایلو، الګوریتمونو او تخنیکونو تجزیه اوتحیلل کیداي شي. دا ډیر په زړه پورې فکر او نظر دی چې ټولو څیړاندو ته یوه ګډه ژبه ورکولی شي او د بېلابېلو پوهنتونونو تر منځ د تړاو یو پل جوړولی شي او د بېلابېلو سایسني او علمي څانګو تر منځ تفاهم زیاتولی شي. داسې وخت به وي چې د موسیقۍ پيژندنې ماهرین، سیاسي څیړونکي او د بیولوژۍ څیړاند یو بل ښه درک کولی شي.

ډیتایزم په دې برخه کې د زده کړې دودیز مثلث او یا هرم سرپه څیړۍ کولی شي. تر اوس پورې معلوماتو یا ډیټا ته د ذهني او روڼ اندیو د فعالیت د یو اوږد زنځیر د لومړنۍ کړۍ په سترګه کتل کیدل خلکو ته ورښودل کیدل چې ډیټا په معلوماتو، معلومات په علم او علم په پوهې او ذکاوت کې ولټوي. د ډیتایزم پلویان باوري دی چې انسان نور د ډیټا دومره لوېې څپې نه شي څیړلی او دغه ډیټا په معلوماتو نه شي تجزیه کولی دا خو لا پریږده چې هغه دې په علم او بیا په پوهې بدل کړي. له همدې امله غوره ده چې د ډیتا څېړل او شننه الکټرونیکي الګوریتمونو ته وسپارل شي چې د انسان تر ماغزو پراخ او زیات ظرفیت او وړتیا لري. په عملي ډګر کې دا په دې مانا دی چې د ډیتایزم لارویان پر انساني پوهې او علم شکمن دي او له همدې امله غوره بولي په لوې ډیتا Big data او الګوریتمیکې ډیټا باور ولري.

تر هرڅه وړاندې ډیټا په دو علمي برخو کې منل شوی بنسټ دی: د کمپیوټر په علم او بیولوژۍ کې. په دې برخه کې بیولوژي ډیر اهمیت لري. له ډیتایزم څخه  د بیولوژۍ د ګټې اخیستنې له امله د کمپیوټر په علم کې لږ پرمختګ ېې د نړۍ په سترې ښکارندې بدل کړ چې ښايي له بنسټه د ژوند او حیات ماهیت بدل کړي.

ښايي تاسو اوس دغه خبره ونه منئ چې ژوندي مخلوقات الګوریتمونه دي او یا دا چې زرافه، سره بانجان او انسان د ډیتا د بڼلو او یو ځاي کولو بیلابیلې طرېقې دي. خو په دې خبرې باید سر خلاص کړو چې  دا د نني علم عیني واقعیتونه یا ډګمونه دي چې انکار ترې نه شي کیداي اوهمدغه پرمختګ نړۍ بیخی بدلولی شي.

 نن سبا نه یوازې یو واحد مخلوق او یا ژوی د کمپیوټري معلوماتو ټولګه بلل کیږي بلکه د مچیو د کندو، د باکتریاوو د ټولي، ځنګلونو،  او انساني ښارونو په شان ټولنې هم په دغو کمپیوټري سیسټمونو کې راځي. اقتصاد پوهان هم اوس په پراخه پيمانه اقتصاد ته د یوه کمپیوټري سیسټم او یا ډیټا سیستم په سترګه ګوري.

عام ولس اوس هم فکر کوي چې اقتصاد له کروندګرو چې کښت کوي او کارګرو چې جامې ګنډي او مشتریانو چې ډوډۍ او جامې اخلي جوړ دی. صادرونکي برعکس اقتصاد ته د غوښتنو او وړتیاوو د ډیټا د ترلاسه کولو او د هغو په اساس پرېکړې کولو ته وايي. دوي معلومات راغونډوي او بیا ېې شنني او د هغه په اساس پرېکړې کوي.

د دې تیورۍ په اساس د پانګوال نظام ازاد بازار او حکومتي کمونیزم له دې وروسته په بېلابېلو اخلاقي قوانینو او سیالو سیاسي بنسټونو سره دوه رقیبي ایډیولوژۍ نه دي. دغه دوه په حقیقت کې دوه سیال سیسټمونه دي چې ډیټا ارزوي او څېړنه ېې کوي. پانګوال نظام له مرکزه د تیښتې او یا د ویش د سیسټم په اساس ډیټا ارزوي  په داسې حال کې چې کمونیزم مرکزي او یا راټوله معلوماتي ارزونه یا څېړنه ترسره کوي. پانګوال نظام تولیدونکي او مصروفونکي له یو بل سره یو ځاي کوي، دیټا ارزیابي کوي او پریږدي چې معلومات سره بدل رابدل کړي او خپلواکه پریکړې وکړي. د مثال په توګه په ازاد بازار کې د ډوډۍ بیه څنګه ټاکل کیږي؟ هو هر ډوډۍ پخوونکی څومره ډوډۍ چې زړه ېې غواړي تولیدولی شي او د څومره کسانو لپاره چې دی غواړي ډوډۍ تولیدولی شي. مشتریان په خپل وار ازاد دي چې څومره ډوډۍ غواړي اخیستلی شي او کولی شي له سیالو نانوایانو ډوډۍ ارزانه واخلي. که څوک یوه ساندویچي ډوډۍ په زر ډالرو خرڅوي دا غیر قانوني کار نه دی خو څوک به ېې کله هم ونه پيري. په لویه کچه هغه پانګوال چې د ډوډۍ د غوښتنې او یا تقاضا اټکل کولی شي د ونډو په بازار کې د هغو جنټیکي ټیکنالوجۍ او بیولوژیکي شرکتونو ونډې اخلي چې غواړي له غني شویو غنمو ډوډۍ تولیدوي. کله چې د دغو کمپنیو ونډې واخیستل شي او پانګونه پکې ډیره وشي نو دغه کمپنۍ به خپلې څېړنې نورې هم پراخې کړي چې د کر بهیر نور هم ګړندی کړي او د ډوډۍ تولید زیات کړي. حتي که د بیوټیکنالوژۍ یوه لویه کمپني یوه ناسمه نظرېه تعقیب کړي او بندون ته ور سیږي نو سیالې کمپنۍ به د تمې وړ پرمختګ ته ورسیږي. په ازاد پانګوال بازار کې په دې ډول د دیټا شننه او د پریکړو کول د بېلابېلو ازادو خو سره تړلو معلوماتي شنونکو تر منځ ویشل کیږي. همغه ډول چې وتلی اتریشی اقتصاد پوه فردریک هایک وايي: په هغه سیسټم کې چې پوهه په ډېرو خلکو کې ویشل شوي وي د بیې عامل د بېلابېلو کسانو ترمنځ د تیت او پرک فعالیتونو د غږمله کوونکي په توګه کار کوي.۲

د همدې نظریې په اساس د وندو بازار د معلوماتو د شننلو او تحلیل تر ټولو چټکه او اغیزمنه لاره ده چې تر اوسه پورې بشریت رامنځته کړې ده. ټول دا واک لري او ازاد دي چې د ونډو په بازار کې په مستقیمه توګه په خپله او یا د بانکونو او د بیمې د کمپنۍ په وسیل پانګونه وکړي. د ونډو بازار نړیوال بازار او اقتصاد پر مخ بیايي او پر ځمکه او یا له ځمکې ورهاخوا چې هرڅه کیږي ورته پام لري او اغیز پرې لري. بیې د بریالیو علمي ازميښتونو اغېز مني او دغه راز په جاپان کې د سیاسي رسوايۍ، په ایسلنډ کې د اورشیندې د فعاله کیدا او حتي په لمر کې د نامنظمو فعالیتونو تر اغیز لاندې وي. د دې لپاره چې سیسټم تر وسه وسه اسانه او اغیزمن عمل وکړي نو په ازاده توګه تر ټولو زیاتو معلوماتو ته اړتیا لري. کله چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه کسان مناسبو معلوماتو ته لاسری ولري همدوي د تیلو په پیر او پلور کې، د هیونډاي په ونډو او د سویس د حکومت په ونډو کې په پانګونې سره بیې ټاکي. داسې اټکل کیږي د ونډو بازار یوې پنځلس دقیقه ای معاملې ته اړتیا لري چې څنګه د نیویارک ټایمز پر سرلیک  د زیاترو شرکتونو پر ونډواغیز ولري.۳

د معلوماتو یا دیټا څېړنې دغه راز ښيي چې ولې د پانګې مالکین د کمې مالېې پلویتوب کوي. لوړه مالیه په دې مانا ده چې د پانګې یوه لویه برخه په یوه ځاي یانې د حکومت په خزانه کې راغونډیږي له همدې امله باید زیاتره فیصلې د دیټا د یوه شنونکي یانې حکومت له لوري ونیول شي چې دغه چاره د دې سبب کیږي چې د دیټا د شننلو سیستم مرکزي شي. تر دې هم په بد حالت کې  کله چې مالیه بیخي زیاته شي نو کابو ټوله پانګه د حکومت لاس ته ورځي نو بیا یوازې همدوي پرېکړې کوي. دوي یانې حکومت د ډوډۍ بیه هم ټاکي، دغه راز دا چې نانوایۍ باید چېرته جوړې شي، او څومره پیسې باید د څېړنو او پرمختګ لپاره بیلې شي په ټولو برخو کې به حکومت د هر څه واک لري. که په ازاد بازار کې د ډیټا یا معلوماتو شنونکو یوه ناسمه پرېکړه وکړه نو نور کسان هم شته چې دغه تېروتنه جبران کړي خو که یوه کس او یا ډیټا یو شننونکی ناسمه پرېکړه وکړي نو دغه ناسمه پرېکړه به غمیزې رامنځته کړي.

۴۹ تصویر: په ۱۹۶۳ کال کې د مسکو مشرانو د دیټا څیړل او ارزیابي کول مرکزي کړل

دا چې ټول معلومات او ټولې پریکړې د معلوماتو له یوه مرکزه کیږي دې ناوړه حالت ته کمونیزم وايي. په کمونیستي اقتصاد کې خلک باید د خپلو وړتیاوو په اساس کار وکړي او د خپلو اړتیاو په اساس ترلاسه کړي. حکومتونه په بله وینا ټول هغه څه ترلاسه کوي چې ته ېې ګټې او بیا پرېکړه کوي چې ته څه شي ته اړتیا لرې او ستا دغه اړتیاوې در پوره کوي. هیڅ یوه هیواد دغه شرایط ټول پوره نه کړاي شول. خو پخواني شوروي او اقمار ېې ورته نیژدې شوي وو. دوي د معلوماتو د شننلو او پرېکړو ازاد او غیرمتمرکز سیسټم له منځه یوړ او د معلوماتو د شننلو مرکزي سیسټم ېې رامنځته کړ. له ټول شوروي اتحاد څخه معلومات په مسکو کې یو ځاص ځاي ته استول کیدل او همدغلته ټولې مهمې پرېکړې کیدلې. تولیدونکو او مشتریانو له یو بل سره مستقیمه اړیکه نه درلوده او باید د حکومت حکمونو ته ېې غاړه ایښې واي. د شوروي د اقتصاد وزارت د مثال په توګه پرېکړه کوله چې په ټولو مغازو کې دې د ډوډۍ بیه دوه روبله او څلور کوپیکه وي او په اودیسې کې دې د مثال په توګه باید  دغه ځانګړی کلخوز یا کوپراتیفي کرونده د غنمو د کرلو په ځاي چرګان وپالي او یا دا چې په مسکو کې دې د سره اکتوبر په نامه نانوايي یا سیلو دې په ورځ کې درې نیم میلیونه ډوډۍ تولیدوي تر دې باید یوه هم زیاته نه وي. دغه راز د شوروي د ساینسي څېړنو ادارې د هیواد ټول بیوټیکنالوجیکي لابراتوارونه مجبوره کړل چې د تروفیم  لیسنکو د نظريې په اساس فعالیت وکړي. لیسنکو د لینین د کرهڼې په اکاډمۍ کې یو ناڅرګند مشر ؤ. لیسنکو به د خپل وخت ټول واکمن نظریات ردول. هغه ټینګار کاوه چې که یو ژوی په خپل ټول ژوند کې یوه نوې ځآنګړتیا زده کړي دغه ځانګړیتیا نیغ په نیغه بل نسل ته هم رسیږي. دا د داروین د کلاسیکې نظرې په خلاف وه خو د کمونیستي له روزنیزو اصولو سره برابره وه. د هغه د نظریې مانا دا وه چې که تاسو غنم وروزئ چې د سړو په وړاندې مقاومت وکړي نو دانې به ېې په سړو کې مقاومت کوي او دغه دانې بیا بې جنجاله ټول عمر او په هرځاي په سړو کې کړلی شئ. لیسنکو وروسته د میلیاردونو ټنه د غنمو وږي سایبریا ته واستول او له همدې امله شوروي له کاختۍ سره مخامخ شو او چارواکي مجبوره شول له امریکا غنم وارد کړي.۴

۵۰: ژوند او شورماشور د شیکاګو د سوداګرۍ په خونه کې: د معلوماتو  غیرمتمرکزه محاسبه یا شننه.

کپیټالیزم له دې کبله پر سوسیالیزم برلاسه نه شو چې کپیټالیزم د اخلاقو او مورال له پلوه ښه ،او یا دا چې وګړنیزه ازادي پکې سپېڅلې وه او یا خداي بت پرستو کمونیستانو ته په قهر شوی ؤ. کپیټالیزم سړه جګړه ځکه وګټله چې د معلوماتو د سپړلو غیرمتمرکزه  معلوماتي سیسټم له متمرکز معلوماتي سیسټم څخه ښه ؤ،  په تیره بیا د ټیکنالوجۍ په ګړندي پړاو کې. د کمونیست ګوند مرکزي کمیټې دا وس نه درلود چې د شلمې پيړۍ د ګړندي پرمختګ تحلیل وکړاي شي. کله چې ټول معلومات یوه مرکزي سیسټم ته راټول شي او کله چې ټولې مهمې پرېکړې د ګوند د مرکزي کمیټې د څو تنو زړو او ورستو غړیو له لوري وشي ممکن څو اتومي بمونه جوړ کړاي شي خو د اپل او ویکې پیډیا په برخه کې نتیجه نه شي ورکولی. یوه افسانه جوړه شوې وه او ښايي د قیامت د ورځې د نورو کیسو په شان ه دا هم  جعلي وي. ویل کیږي میخایل ګورباچوف هڅه کوله چې د شوروي په ټپه  ولاړ اقتصاد  بېرته وخوځوي نو خپل یو مشاور ېې لندن ته استولی ؤ چې پوه شي تاچریزم څه شی دی او په حقیقت کې کپیټالیستي سیسټم څنګه فعالیت کوي. میلمه پالانو خپل میلمه د لندن د ونډو بازار او د لندن د اقتصاد ښوونځي London School Of Economics ته بوته. هلته مشاور د بانک له مشرانو ، کارکوونکو او پروفیسرانو سره اوږدې خبرې وکړې. له څو ساعتونو وروسته شوروي مشاور نارې کړې: لږ صبر وکړئ لطفن دغه پیچلي اقتصادي تیورۍ هیرې کړئ. موږ د لندن په ښار کې ټوله ورځ وګرځیدو خو زه په یو شي پوه نه شوم. زموږ په مسکو کې زموږ تکړه استادان د ډوډۍ د برابرولو په سیسټمونو کې کار کوي خو له دې سره سره په ټولو نانوایانو او هټیو کې اوږده کتارونه جوړ وي خو دلته په لندن کې څو میلیونه کسان ژوند کوي او موږ نن له سلګونو هټیو او دوکانونو تیر شو خو د ډوډۍ د پیرلو لپاره مې هیڅوک هم په کتار کې ونه لیدل. اجازه راکړئ له هغه کس سره وګورم چې د لندن لپاره د ډوډۍ د برابرلو مسولیت لري. زه باید پوه شوم د هغه د کار راز په څه کې دی. میلمه پالانو سر وګراوه او له لږ فکر کولو وروسته ېې وویل: هیڅوک هم دغسې مسولیت نه لري چې لندن ته دې ډوډۍ برابره کړي.

دا د کپیټالیزم د بریالیتوب پټه نسخه وه. په لندن کې هیڅ داسې مرکزي سیسټم نه شته چې معلومات پکې په یوه ځاي وارزول شي او بیا د لندن د ډوډۍ د بیې او اندازې لپاره پرېکړه وکړي. معلومات د میلیونونو مشتریانو، تولیدونکو، کروندګرو، کارګرانو او څیړاندو ترمنځ ازاد الوت کوي. کپیټالیستان باوري دي چې د بازارځواک د ډوډۍ بیه ټاکي د پخولو لپاره د ډوډۍ اندازه او د نورو څېړنو اړتیا ټاکي. که د بازار ځواک ناسمه پرېکړه وکړي نو ډیر ژر اصلاح کیږي. زموږ د استفادې لپاره دا مهمه نه ده چې تیوري څومره سمه ده خو مهمه خبره دا ده چې تیوري اقتصاد ته د معلوماتو د څیړلو په سترګه ګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب