یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپه ولايتونو کې د بهرنيو اسعارو د مخنيوي لپاره ځانګړي ګروپونه ګومارل...

په ولايتونو کې د بهرنيو اسعارو د مخنيوي لپاره ځانګړي ګروپونه ګومارل کیږي

تاند:( سې شنبه، د جدي اوومه) د طالبانو کابینې پریکړه کړې، چې د بهرنیو اسعارو د مخنیوي لپاره دې په ولایتونو او ولسوالیو کې ځانګړي ګروپونه مؤظف شي.

ويل شوي، چې کابینې دا پریکړه په خپله پرونۍ غونډه کې کړې ده.

د طالبانو د چارو ادارې مطبوعاتي ریاست وايي، چې کابینې کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې په ټولو ولایتي مراکزو او ولسوالیو کې ځانګړي ګروپونه مؤظف کړي څو په خارجي اسعارو د معاملاتو مخنیوی وکړي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په هېواد کې د بهرنيو اسعارو، په خاص ډول د کلدارو او تومان د چلښت زياتيدو راپورونه ورکړل شوي.

د طالبانو مشرانو څو ځلې په دې اړه د جدي اقداماتو امر کړی، خو منتقدین یې وايي چې دوی خپله په دې برخه کې تجربه او مسلکي خلک نه لري او له ډېرو ادارو څخه د متخصصينو له ويستو سره يې د حکومتولۍ ډېرې چارې له خنډونو سره مخامخ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب