جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد‌ امر بالمعروف ګواښ، د موبایلونو، کورونو او دوکانونو پلټونکي جنګیالي مجازاتوو

د‌ امر بالمعروف ګواښ، د موبایلونو، کورونو او دوکانونو پلټونکي جنګیالي مجازاتوو

تاند:( سې شنبه، د جدي اوومه) د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت طالب ځواکونو ته د خلکو د خصوصي حريم د نه نقضولو په اړه خبرداری ورکړی.

دغه وزارت په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې ‏‏‏‏ټولو طالبانو ته امر شوی څو د هېچا خصوصي حریم نقض نه کړي.

د سرچينې د خبرداري له مخې، د دغه امر د نقض تکرار په صورت کې به ناقضين مجازات او د طالبانو د امارت له صف څخه اخراج شي.

امر بالمعروف وزارت ويلي، چې که د چا موبایل، کور، دوکان بې ځایه پلټل شوی وي، یا یې شخصي حریم نقض شوی وي تر ټولو نږدې امنیتي حوزې یا ولسوالۍ ته دې شکایت وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه په کابل کې د آريانا خصوصي ټلویزیون یوه خبریال فرهمند په خپله ټويټر پاڼه لیکلي، چې طالبانو دوه ساعته بندي کړی او د موبايل له پلټلو وروسته بيرته خوشې کړی.

هغه زیاته کړې، چې طالبانو يې کورنۍ ته زنګ وهلی او ورته ويلي، چې دغه خبريال ترافيکي پېښه کړې او وضعيت يې ښه نه دی.

طالبانو د هغه دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

يو شمير شنونکي د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د تازه خبرداري له هرکلي سره ويلي، چې خلکو ته د داسې پيغامونو پر ځای باید عملي ګامونه وښودل شي او د خصوصي حريم نقضونکي طالبان په علني ډول مجازات شي.

د دوی په وینا دې ته په پام سره، چې ډېر عام خلک او طالبان ټويټر نه کاروي، غوره ده چې داسې پيغامونه د طالبانو د مشرانو د غږيزو او ويډيويي پيغامونو په بڼه له ملي ټلويزيون نه خپاره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب