یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبدخشان او پنجشير کې د ط خپلمنځي نښتې او ګواښونه په زياتيدو...

بدخشان او پنجشير کې د ط خپلمنځي نښتې او ګواښونه په زياتيدو دي

تاند:( سې شنبه، د جدي اوومه) د افغانستان له شمالي ولايتونو بدخشان او پنجشير څخه د طالبانو د خپلمنځیو اختلافونو او وسله والو نښتو خبرونه ورکړل شوي دي.

د‌ بدخشان د مرکز په فیض آباد ښار کې پرون مازيګر د لومړۍ امنيتي حوزې د آمر او د لېوا د قومندان د وسله والو تر منځ يوه نښته شوې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ طالب رييس مولوي معزالدين احمدي ويلي، چې په نښته کې هوايي ډزې شوي، خو کوم ځاني زيان نه لري.

ځينو رسنيو بيا د خپلو سرچينو په حواله په دې نښته کې د حوزې د آمر د ټپي کیدو تر څنګ د څو نورو طالب جنګياليو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.

بل لور ته: د بدخشان په ګاونډ پنجشېر ولايت کې د عنابې ولسوالۍ د يوه بې غرضه ځوان له وژل کيدو وروسته د طالبانو چارواکو سره د پنجشېر د امنيت د آمر عبدالحمید خراساني اړيکې خورا ترينګلې شوي دي.

خراساني د اوړمې ورځې د دغې پېښې د رامنځته کيدو په هماغه ورځ ومنله، چې د عنابې ولسوالۍ له منسوبینو سره یې وسله واله نښته شوې.

هغه پرون په یوه ویډیويي پیغام کې د طالبانو د کورنيو چارو او دفاع وزيرانو ته وويل، چې د « بې غیرتۍ» ژوند نه شي کولای او که د خلکو د « سپکولو» او وژلو دا پېښې يې جدي تعقیب نه شي، د حقونو دفاع ته به یې خلکو سره یو ځای ودریږي.

طالب مشرانو د پنجشېر د قضيې په اړه څه نه دي ويلي.

په ورته مهال په ټولنیزو رسنیو کې د مشهور افغان هنرمن فرهاد دریا په ګډون ګڼو مطرحو څېرو د یادې پېښې خلاف د پنجشېر ولايت د ښځو پرونی لاریون ستایلی او د ښځو د عدالت غوښتنې دا هڅه یې د قدر وړ ګڼلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب