یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+کورنی کتابتون | عبیدالله سهاک

کورنی کتابتون | عبیدالله سهاک

په کور کې د کتابتون جوړول د یوې ښې راتلونکې علمي کورنۍ تضمین کوي.
دا چې باید په کور کې یو کتابتون ولرو؛ ضرور ده، چې له مخکې یو منظم پلان باید ولرو.
په خپل کور کې د هر ډول کتابونو لکه اسلامي، تاریخي، فلسفي، کلتوري، اقتصادي، اروایي، زراعتي، جغرافیاوي، طبي… ته د لاسرسي لپاره باید له همدې اوسه کار وکړو.
له همدې نن ورځې باید پرېکړه وکړؤ، چې د بل چا کتابونه به نه لولؤ.
د لنډ وخت لپاره له نورو کتابونه غوښتل او بیا یې لوستل ډېر ګټور نشی تمامېدی.
نو ضرور ده، چې د کتابونو د پېرلو لپاره باید د خپلو عایداتو یوه برخه ځانګړې کړو.
د کورني کتابتون ډېرې ګټې دي، موږ به یې یو څو ګټو ته په لاندې ډول اشاره وکړو:
۱- کتاب به د تل لپاره له موږ سره پاتې وي، چې په دې سره به په راتلونکي کې زموږ او ستاسو د کورنۍ نور غړي له یادو کتابونه ګټه اخلي.
۲- هر ډول تصرف پکې کولی شو، مثلاً کولی شو، چې د کتاب په منځ کې له مهمو موضوعاتو او کلمو د پنسل یا هایلایټر خطونه تاو کړو، چې دغه کار موږ په امانت اخیستو کتابونو کې نه شو کولی.
۳- دا چې د مطالعې لپاره باید زموږ کتاب خپل وي؛ نو په دې سره کولی شو، چې خپلو راتلونکو اولادونو، ملګرو او د کورنۍ نورو غړو ته وصیتونه او نصیحتونه پرېږدو. ما یوه کوره کې د چا شخصي کتابتون کې کتابونه لټول، د هغه کور مالک چې زما خپلوان او ملګری و؛ هم را سره و. څو زاړه کتابونه یې راته وښودل، د کتاب په منځ کې په قلم زاړه خطونه لیکل شوي و، تر هر خط لاندې لاسلیک او نېټه وهل شوې وه. ملګري مې ویل، چې دا خطونه زما د نیکه دي، هغه چې دا کتابونه لوستي، بیایې زما پلار، زما ترونو او موږ ته نصیحتونه هم پکې لیکلي. اوس موږ دغه کتابونه لکه تعویذونه داسې ساتو، ځکه زموږ د نیکه نصحیتونه او لاسنښې پکې دي.
دا چې زموږ یادګارونه د تل لپاره زموږ راتلونکو وارثینو ته په میراث پاتې شي؛ نو باید په کتابونو لګښت وکړو، ویې پېرو، ویې لولو او بیا پکې خپلې تجربې او نصیحتونه خپل راتلونکي نسل ته په خپل قلم پرېږدو.
۴- د لوستل شویو کتابونو ساتل زموږ د پوهې یوه زېرمه شوې خزانه ده، د اړتیا پر وخت کولی شو، چې د یوې مسئلې یا موضوع په اړه په کم وخت کې څېړنه وکړو. اړتیا به نه وي، چې له نورو لومړی د معلوماتي سرچینو ادرس واخلو، بیا یې د اخیستو لپاره کتاب پلورنځیو ته لاړ شو او بیا پکې د اړوندې موضوع په اړه څېړنه وکړو. د لوستل شویو کتابونو د شتون په صورت کې موږ په آسانۍ کولی شو، چې هر وخت مو زړه وغواړي ترې ګټه واخلو.
۵- موږ افغانان په عامیانه اصطلاح کې یو متل لرو، وایي چې د زرو قدر له زرګر سره وي!
که موږ او تاسو د کوم هنرمند یا په اصطلاح د کوم سندرغاړی لیدو ته ورځو؛ نو د هغه په خونه کې به حتمن د موسیقۍ سامان آلات تر سترګو کېږي. په همدې ډول د پوهانو، عالمانو، زده کونکو، زده کړیالانو، لیکوالانو، شاعرانو او ادیبانو د خونو المارۍ هم باید له کتابونو ډکې وي.
له کتاب پلورنځیو کتابونه پېرل او بیا یې تر مطالعې وروسته په کور کې ساتل زموږ د پوهې او علم د قدر او عزت په معنا ده.
ټولو اهل مطالعه ورونو ته توصیه ده، چې له همدې اوسه په کور کې د کتابتون لرلو فکر وکړئ. په کور کې د کتابتون شتون د یاد کور د ښایست، پوهې، عزت او عصریتوب تر ټولو مهمه بېلګه ده.
عبیدالله سهاک
د پوهنتون استاد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب