یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندهار: د ۲ کانالونو د جوړېدو او يوه بل د پاک‌کارۍ چارې...

کندهار: د ۲ کانالونو د جوړېدو او يوه بل د پاک‌کارۍ چارې پيل شوې

تاند:( سې شنبه، د جدي اوومه) ‏‏په کندهار کې د طالبانو چارواکي وايي، چې د دوو نوو کانالونو د جوړيدو ترڅنګ یې د احمد شاهي کانال د پاکولو چارې پيل کړي.

د کندهار لپاره د طالبانو ښاروال حاجي نعمت‌الله حسن ویلي: لومړۍ پروژه د کندهار ۱۲مي ناحیې په عمومي جاده کې د ۱۳۰۰ متره په اوږدوالي سره د یوه کانال جوړېدل دي.

د هغه په وينا، دويمه پروژه د ۱۲مي ناحیې په لومړي ګذر کي د ۹۵۰ متره په اوږدوالي سره د بل کانال جوړېدل او درېیمه پروژه د احمدشاهي کانال د پاکول دي.

په کندهار کې د طالبانو د ښاروال په وينا، دا درې واړه پروژې په شپږو میاشتو کې عملي کيږي او ۹۶۰ غیر مسلکي کسانو ته د کار زمینه برابروي.

ويل شوي، چې د دغو پروژو مالي تمویل د خوړو نړیواله اداره «WFP» کوي او د ښه تطبیق په موخه یې بیا کندهار کي د مهاجرینو «KRO» موسسه د کندهار ښاروالۍ سره همکاره ده.

چارواکو ويلي، چې د دغو کانالونو له جوړېدو سره به د په کندهار کې د سیلابونو خطر تر يوې اندازې کم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب