یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا حسن ته منسوب پيغام ، د محمد (ص) د خوب کې...

ملا حسن ته منسوب پيغام ، د محمد (ص) د خوب کې لیدو او ملا برادر سره د ناندريو کيسې کوي

تاند:( سې شنبه، د جدي اوومه) په ټولنیزو رسنیو کې يو خپور شوی غږيز پيغام، چې ادعا کېږي د طالبانو د رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخند اړوند دی، په ژړغوني غږ وايي چې د مسلمانانو پیغمبر حضرت محمد (ص) یې خوب کې لیدلی.

حسن اخند په دې پیغام کې وايي، چې د اسلام ستر پيغمبر د امت له بې تقوا کیدو څخه پریشانه او ناراضه دی.

د هغه په خبره، د پیغمبر اکرم پريشانۍ دا ۲۰ شپې خوب ته نه دی پریښی.

په دې پیغام کې ملا حسن اخند طالبان له سخت امتحان او د کفري نړۍ دښمنۍ سره مخ ګڼي.

هغه طالب مشران او په خاص ډول خپل مرستيال ملابرادر اخند مخاطبوي، چې «تقوا وکړي او شخصي خواهشاتو نه کار وانخلي».

د طالبانو رییس الوزرا ته په دغه منسوب غږ کې ټینګار شوی چې طالبان دې خپلو لیکو ته « بې تقوا» خلک نه پریږدي، ځکه لیکې یې خرابې کړي.

حسن اخند طالب مشرانو ته وايي: د خدای او قرآن په لحاظ سم شئ، تر دې بدتره حال درباندې راځي.

حسن اخند خپلو طالبانو ته وايي، چې خپل هېواد ته وګوري، چې په څه حال باندې دی؟

له دې سره هغه طالبانو او په خاصه توګه ملا برادر اخند ته وايي، چې کفارو سره« غلطې فيصلې» ونه کړي.

نورو طالب مشرانو او علماوو ته د حسن اخند پیغام دا دی، چې خلکو سره ظلم ونه کړي او حقونه یې ورکړي.

د طالبانو وياندويانو د دې غږ د تاييد او رد په اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب