جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهستانکزی: تېرو ۴ مياشتو کې ۱۳ سوه مخکیني افغان ځواکونه وژل شوي

ستانکزی: تېرو ۴ مياشتو کې ۱۳ سوه مخکیني افغان ځواکونه وژل شوي

تاند:( سې شنبه، د جدي اوومه) د افغانستان په جمهوري نظام کې د کورنيو چارو وزارت سلاکار ادریس ستانکزی چې له دندې وړاندې هم د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو له مخکښو ملاتړو څخه و، وايي ‏یواځې په تیرو څلورو میاشتو کې له ۱۳۰۰ کسانو نه زیات امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو له خوا په ټول هیواد کې وژل شوې دي.

نوموړي د خپلو دغو ارقامو د سرچينو او نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي.

ادريس ستانکزی، چې مخکې د سرتېرو د ملاتړ بنسټ له فعالانو څخه و، له دې کبله پر طالبانو سختې نیوکې کړي.

د هغه څرګندونې په داسې مهال دي، چې پرون په ختیځ کې د پخواني سېلاب د يوه رحمت الله قادري د شکنجې ويډيو رسنيزه شوې.

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې دغه ويډيو څرګندوي، چې طالب وسله وال د افغانستان د ړنګ کړي ملي پوځ دغه قوماندان شکنجه او توهينوي.

طالبانو د يادې ويډيو په اړه د څېړنو ژمنه کړې، خو د ۱۴ سوو افغان ملي پوځيانو او امنیتي ځواکونو د وژلو تور ته غبرګون نه دی ښودلی.

پرون د طالبانو يوه مخکښ مشر انس حقاني لوګر کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د ملي ځواکونو د شکنجې او وژلو موضوع په ضمني توګه تاييد او له خپلو جنګیالیو وغوښتل، چې نور دا کار تر سره نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب