د جومات له لاسپيکره د حی علی اصلاح غږ په اوريدلو ټول د جومات په خوا په منډو دي، د حی علی فلاح غږ ته هيڅوک هم غوږ نه نيسي او يا نه غواړي چې ځان پرې پوه کړي. خلک اودس کوي خو اوبه نه پيدا کېږي، تيمم وهي خو پاکه خاوره نه وي، اوبه که پيدا هم شي، دومره ناولې وي چې اودس نه پرې سيي کېږي، دا اوبه او خاوره همدې مسلمانانو ناولي کړي او بې لماز کړي دي. هو دلته هر کس پينځه وخته جومات ته راځي او پنځه وخته اودوس کوي، مګر ځانونه درې وخته پر ډوډۍ نه شي مړولی. دې خلکو د ځان پاکوالي ته پام دی، خو د هغو نباتاتو تنده نه شي ليدلی چې دوی ته روزي او خواړه ورکوي.
خلک کتار کتار په صفونو کې ځانونه سموي او شونډې يې خوځي، په لومړنيو صفونو کې او له ملاامام سره نږدې ټول هغه کسان دي چې څيرې او لباس يې د ملا په شان دي، ځانونه ورته تر نورو کسانو دينداره او پرهيزګارن ښکاري، اوږدې ږيرې، پګړۍ پر سر او پايڅې يې دومره پورته چې ببر لينګي يې ښکاري. د دوی جامې په ظاهره سپينې دي، مګر په حقيقت کې دومره ګنده دي چې لمونځ پرې نه کېږي، آن خدای ته درېدل پرې کفر ښکاري. ځکه دا لباس داسې ترلاسه شوی دی چې په سلګونو نور خواران ورسره بربنډ شوي دي.
په وروستيو صفونو کې هر ډول خلک ولاړ دي، لباسونه يې يو ډول نه دي، خو ښکاري داسې چې کاريګران، کسبکاره او ځيني له لباس او څيرې ښکاري چې تعليم يافته کسان به وي، دوی ته له لومړني کتار خلک داسې راګوري لکه دا خلک چي ټول ګنهګاران وي، په لومړني صف کې که د يو کس ځای پيدا شي، نو د شا له کتاره داسې کس راغواړي چې څيره او لباس يې د دوی په شان وي.
امام چې کومه سوره وايي په هغه کې د قيامت د ورځې بيان او د جهنم خبرې دي، مګر مقتديان هيڅ غوږ ورته نه ږدي او يا پرې نه پوهېږي. دوی ټول په خپلو خيالونو کې ډوب دي، د جهنم بيان نه اوري، دوی د خپل ژوند په اړه په فکر او خيال کې ورک دي او ځينې له جهنمي ژوند څخه د جنتي خيال پلو په دروازه د ځان ايستلو هڅه کوي. ځينې داسې هم پکې دي چې په نويو بوټونو او څپليو کې تر جوماته راغلي دي، ولاړ په امام پسې دي، خو زړه او فکر يې يې په بوټونو کې بند دی، که ورک شي، بيا به څنګه پښې تورې له جوماته وځي او لوڅو پښو ته به بيا څنګه شی پيدا کوي.
جومات يو دی، امام يو او معبود يې يو. مګر د دې جومات خلک په بېلابېلو مذهبونو. مقتديان نه له ملا سره جوړ دي او نه هم په خپلو کې سره جوړ دي، خو د جومات په دروازه او د جومات د صفونو په هر سر کې يو يو وسلوال ولاړ دی، خلک په امام پسې له مجبوريته اقتدا کوي او يوازې پر حرکاتو يې عمل کوي، له زړه يې يوازې يو خدای خبر دی.
په دې جومات کې ښځې نشته، علت يې دا ښودل کېږي، چې بيا فساد خپرېږي، آن لار او ځای هم نه دی ورته ځانګړی شوی، خو د جومات په دروازه کې ډله ښځې ناستې دي د جومات له سړيو پيسې غواړي تر څو خپل وږي ماشومان پرې ماړه کړي. مګر دلته يې هيڅوک هم ممناعت نه کوي او نه د فساد ويره ورته ښکاري.
د امام سورتونه او رکاتونه بيخي اوږده دي، خلک پښې ټکوي، کله په يوه پښه شي او کله په بله پښه، امام هم په دې پوهېږي که سلام يې وګرځاوه، په جومات کې به د لومړي صف ته پرته هيڅوک هم پاتې نشي او ټول به په منډه له جومات نه ووځي. نه به د ملا خبرو ته غوږ ونيسي او نه هم د هغه دعاګانو او ښېرو ته.
ملاامام او د لومړني کتار مقتديان د کفارو د بربادۍ خبرې کوي او تر ټولو لوی دښمنان يې بولي. مګر د دوی لباس، د سر پټکی، د امام جامه او چپنه، د جومات ټول کاريدلي وسايل، په الماريو کې قرآن شريفونه… ټول د هغه چا په زيار رامنځته شوي دي چې دوی يې کفار بولي، لکه دا خلک چې ځانونو ته ښيرا کوي، دوی وايي ټول علوم له قرآنه راوتلي دي، مګر عمل پرې هغه چا تر ټولو ښه کړی دی، چې دوی يې کفار او د دين او جومات دښمنان ګڼي….
چيرته چې د ملا واکمني شي، وطن جومات ته ورته شي، دوی وايي د دنيا تر ټولو ښه او پاک ځای جومات دی. خبره يې سمه ده، خو چې ناپاک خلک ور دننه نه شي.
تر عالی هم عالیترین
ان شاالله اوس ځوانانو د اسلام حقیقت وپیژاند