Homeخبرونهخوست: پاکستان ته د وسلو دوه قاچاقبر نيول شوي

خوست: پاکستان ته د وسلو دوه قاچاقبر نيول شوي

تاند:( يکشنبه، د جدي پینځمه) ‏په خوست کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ چارواکو ويلي، چې د دغه ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې یې دوه تنه پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور نیولي دي.

د دوی په خبره، له نیول شویو کسانو څخه ۷ ام ۱۶، ۱ ام۴، ۷ د ام ۱۶ کونداغونه او ۴۰ د تومانچې شاژرونه ترلاسه شوي دي.

طالبانو د دغو کسانو د نیول کیدو هویت او نور جزییات نه دي روښانه کړي.

د طالبانو منتقدین دوی تورنوي، چې دا ډول خبرونه پر دوی د پاکستان د اغېز د پټولو لپاره خپروي.

څه موده مخکې د پاکستان ایکسپریس ټريبيون ورځپاڼې د ځينو پوځي سرچينو په حواله وويل، چې د پاکستان حکومت به طالبانو نه په افغانستان کې د امريکا او ناټو څخه پاتې پریمانه وسلې او پوځي تجهيزات وپیري.

طالب چارواکو وروسته د يادې ورځپاڼې راپور رد کړ، خو په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې داسې ویډیوګانې خپرې شوې، چې افغان پوځي تجهيزات یې پاکستان ته د قاچاق په حال کې ښودل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...