شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهحقاني: په بهرنيو تعليمي بورسونو ورغلي افغانان « نا اهله» وو، افغانستان...

حقاني: په بهرنيو تعليمي بورسونو ورغلي افغانان « نا اهله» وو، افغانستان یې بدنام کړ

تاند:( يکشنبه، د جدي پینځمه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزير مولانا عبدالباقي حقاني پاکستان ته له اوږده سفر وروسته نن په کابل کې د خپل سفر پایلې او لاسته راوړنې په يوه خبري غونډه کې له خبريالانو سره شریکې کړې.

مولانا حقاني پاکستان ته خپل سفر مثبت وارزوه او ویې ویل، چې په دې سفر کې پاکستاني چارواکو افغان محصلینو ته د کال ۱۵۰۰ تحصيلي بورسونه ومنل.

د لوړو زده کړو طالب وزير دغه راز وويل، چې افغانستان له پاکستان سره پر ګاونډيتوب سربېره مذهبي او کلتوري اړيکې لري.

د ده په خبره، افغان محصلین که په رسمي بورسونو يا خپلو پیسو غواړي زده کړې وکړي، همدغه هېواد ته دی لومړیتوب ورکړي.

عبدالباقي حقاني په تېرو شلو کلونو کې بهرنيو هېوادونو ته په بورسونو ورغلي افغانان« نا اهله» وګڼل او تور يې پرې پورې کړ، چې په بهرنيو هېوادونو کې يې زده کړې ونه کړای شوې او افغانستان يې له دې کار سره « بدنامه» کړ.

له دې سره، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ټينګار کوي، چې بهرني هېوادونه نور په ازاده توګه افغان محصلینو ته تعلیمي بورسونه نه شي اعلانولای او ټول تعاملات به یې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري ترسره کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت حتا د تر ټولو ستر متحد او ملاتړي پاکستان په ګډون یې د نړۍ هیڅ کوم هیواد په رسميت نه دی پېژندلی.

له دې سره نا ممکنه ښکاري، چې بهرني هېوادونه به د طالبانو د حکومت له لارې افغانستان ته تعلیمي بورسونه ورکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغان ځوانانو د مولانا عبدالباقي حقاني څرګندونو ته توند غبرګونونه ښودلي دي.

ځينو منتقدینو له طالبانو غوښتي، چې خپل دا وزیر په عاجل ډول له دندې ګوښه کړي.

5 COMMENTS

  1. هو رښتيا مول وهلی ملا خنزير خبرې په ځای دي بايد د خپلې اورتې د ميړه پنجاب کې به لوطي مدرسو کې زده کړي وکړي. د زده کړو اساسنامه يې اول لواطت ده. تف لعنت په دغو موزيانو

  2. دا جاھل دخدای پہ خاطر لہ دندی لری کڑی نور پہ دی مظلوم ملت دا اللہ پاک لپارہ رحم وکڑی
    دا وزارت ھم مصلکی انسان تہ وسپارہ افغانستان خو شہ مدرسہ ندہ چہ ھر وزیر باید ملا وی مونگ ڈیر پوہ قدرونہ لرو
    نور باید کار احل کار تہ وسپارلی شی او درست نظارت ئی وشی ۔
    دا بار پہ دی سڑی درند دا بی حقانی باید پہ کم جماعت کی دی ملا امام دندہ تر سرہ کڑی ۔۔۔۔ پہ منننی سرہ وسلام

  3. THIS STUPID MINISTER DO NOT HAVE CAPACITY OF ONE ADMINISTRATOR.
    HE BECOME ONE MINISTER..
    TO DAY IN WORLD DIFFERENT ACADEMIC BRANCHES..SCIENCE/TECHNOLOGY/PHYSIC/BIOLOGY/SYNTHETIC CHEMISTRY/COMEPUTER.
    DO YOU LISTEN TO NEWS.TODAY N A S A SENT TELESCOPE TO SPACE..
    DOCTOR ASHRAF GHANI WAS STANDARD OF INTERNATIONAL SOCIETY.
    THIS HAQANI CAN STAY IN ONE SMALL VILLAGE MUSQUE AND TEACH ALEF&BEE SEPAHRAH FOR TOO YOUNG CHILDREN.
    THANK YOU

  4. دا ملا باقي خو له ملا فضلو ډیزلي سره لوڅ مخ ناست وو ، دلته په افغانستان کې ولې له خلکو مخ پټوي ؟
    په دري ژبه کې یو متل دی چې وایی : در حوضی که ماهی نيست، قورباغه سپهسالار است!
    په ټالبانو کې دازنچو دعالي تحصیلاتو پرضد وزیر مقرر شویدی او تحصیلي بورسونه یې هم له پنجاب نه په تحفه راوړي دي .
    که مونږ وپوښتو تا په پنجاب کې څه زده کړل چې زمونږ راتلونکو نسلونو ته به یې ورزده کړې ؟
    اول خو د دغه مخ پټي لهجه د افغانانو نه ده ،
    دوهم دا سړی د منورو ، وطندوستو ، تحصیل کړو افغانانو پر ضد دی .
    که دا وزیر وو ، زمونږ د راتلونکو نسلونو آینده او سرنوشت به په تورتم کې وي .

  5. د خائین خلیلزاد په همکاری پخوانی د قاتلو تنظیمونو او تربیه شوو دیموکراتانو په عوض ئی دا زیاتره بی سواده وحشی قاتلان ئی د هولیؤډ ډرامی سره دوباره ارګ ته داخل کړل او ددی قدیانانو په مینځ کښی قاتل قدیانی حقانیان باالخصوص زیاتره وحشیان دی او د خائین خلیلزاد له برکته اوس دا خائنین د پنجابی پاکستان رسمی بورسونو په وسیله به نور په زرهاو افغانی ځوانان د پنجابی پاکستان د SIS تر کنترول به تربیه کړۍ شی، ددی له لاری به پنجابی پاکستان په افغانستان تام حاکمیت تر لاسه کړی ، ټول ملی افغانان د خپلو اوازو پورته کولو سره ددی ملی خیانت باید ژرتر ژره مخه ونیسی !!!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب