شنبه, مې 18, 2024
Home+له کابله تر کرکې، تر مینې

له کابله تر کرکې، تر مینې

فرشته جلالزۍ

خوب می لید چې په کابل کې انتحاري شوې وي.

خوب مې لید چې په انتحاري کې ته وژل شوی یې.

ژاړم.

څنګه دې پیدا کړم؟

چېرته دي‌ پیدا کړم ؟

لکه سږي چې مې له هوا ډک شوي وي.

لکه زړه چې مې پړسېدلی وي.‌

لکه سینه چې مې تنګه شوې وي.

چيغی وهم – چیغي وهم.

خو ولې ږغ نه لرم؟

فکر کوم چې په خوب کې یم که بیداره یم؟

که بیداره یم نو ته چېرې یې؟

که په خوب کې یم نو د انتحاري بوی ولې راځي؟

زه چېرې یم؟

زه هم لګېدلې یم؟

زه هم مړه شوې یم؟

شاوخوا هغسې کابل دی، مازدیګر دی.

یخ دی.

د موټرو بیرو بار دی.

زه په اسمايي واټ کې ولاړه یم.

لکه مخکې چې راغلې وم، هغسې نیمګړی مازدیګر دی.

هغسې سوړ باد دی.

بادهغسې ساړه لاسونه لري.

د باد لاسونه کلک دي، وچ دي.‌

د باد لاسونو په مخ – مخ څپېړې راکوي.

مال څه له قهره ډک باد دی!

خلک لکه میږي تیز – تیز تېرېدل.

له یوه او له بله لګېدل.

بد-بد یې را کتل .

تر ژبې لاندې غومېدل ، تېرېدل.

مال څه له کرکې ډک خلک دي !

په هوا کې تېز بوی و.

پوزه یې را تخنوله .

پوړنی مې پر مخ وپیچل .

د ممپلیو کراچۍ ته ودرېدم .

یو هلک ورته ولاړ و.

لاسونه یې سره موښل.

پوزه یې تکه سره وه، لکه پړسېدلې داسې وه .

مال، د کوم ځاي یې ؟

خواږه  – خواږه یې  راته وکتل.

وايي، د همدې کابل.

مال دا بوی د چیشی دی؟

وايي، انتحاري شوې ده.

وايي، د وینې بوی دی، د سوځېدلې غوښې بوی دی…

وايي ته د کوم ځاي یې؟

مال د همدې کابل.

خواږه -خواږه یې را ته وکتل.

مال ، پښتو دي زده ده؟

وايي،  هو، زده مې ده.

وايي: (سترګې په لار).

ورته ومې خندل.

حیران – حیران یې راته وکتل.

ژر – ژر یې مومپلي په پاکټ کې را  واچول.

مال، ولې پیسې نه اخلې؟

وايي، ته مې  وطنداره  یې!

برګه ګامچه یې پر مخ تاو کړه.

کراچۍ یې سوکه -سوکه روانه کړه.

تر ډېرو مې پسې را وکتل.

سره بوټونه یې سوکه – سوکه پر سرک سولول.

لکه پر اسمايي واټ چې زما زړه فرش و.

لکه زما په زړه چې روان و.

سوکه – سوکه یې زما زړه سولاوه .

عجیب د غم احساس یې را کاوه .

لکه سترګې مې چې غټې شوې وي.

لکه د سر کاسه چې مې کوچنۍ شوې وه.

لکه سترګو چې مې غوښتل  چې تر تندي‌ را ووزي.‌

 کټ – مټ لکه دا نن سهار !

زړه مې هغسې له غمه ډک دی.

ږغ مې هغسې ورک دی.

لکه ستونی چې مې کوچنی شوی دی.

لکه ژبه چې مې غټه شوې ده.

خو، شکر چې دا خوب دی!

شکر چې ته ژوندی یې!

شکر چې نور انتحاري نسته!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب