شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهنیمروز کې ۱۵۰ زده کوونکي له بندي توب او ټکول کیدو وروسته...

نیمروز کې ۱۵۰ زده کوونکي له بندي توب او ټکول کیدو وروسته خوشې شول

تاند:( يکشنبه، د جدي پینځمه) په نیمروز کې د طالبانو چارواکي وايي، چې د شهید ګل محمد په نوم د هلکانو د يوې لېسې بندي کړي زده کوونکي یې بیرته خوشې کړي.

په نيمروز کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند بهرام حقمل ویلي، چې دغه بندي زده کوونکي يې له دوه ساعته بند وروسته بیرته خوشې کړي دي.

ځايي سرچینې وايي، چې د زده کوونکو د بندي کيدو دليل د لېسې د مدير په توګه د ګوښه شوي مدیر د بيرته ګومارلو غوښتنه او په دې اړه اعتراض کول و.

 ‏‏د سرچينو په حواله، طالبانو دغه معترض زده کوونکي له وهلو ټکولو وروسته د نېمروز ولایت محبس ته بیولي وو.

د دغو زده کوونکو شمېر یو نیم سل تنه ښودل شوی.

سرچينې وايي، چې طالبانو له دې کبله معترضینو سره تشدد کړی، چې نوی ټاکل شوی مدير هم طالب دی.

د نيمروز د پوهنې رياست سرپرست مولوي حقيار بيا د زده کوونکو وهل ټکول رد کړي او ويلی، چې د ګوښه شوي مدیر په لمسه یې د نوي مدیر خلاف اعتراض کړی و.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې ټول واکمن قوانين لغوه شوي.

د پښتونخوا ملتپال سياستوال افراسياب خټک څه موده مخکې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد وباله، چې اساسي او نور قوانين پکې حاکم نه دي.

د قوانينو د نه حاکميت له کبله تر اوسه، په افغانستان کې د افرادو اساسي حقونه تعريف شوي او تضمين شوي نه دي.

طالبان بيا ټينګار کوي، چې د اسلامي شريعت مطابق ټولو خلکو ته حقه حقوق تامینوي او په دې برخه کې يې حکومت ښې لاسته راوړنې لري.

1 COMMENT

  1. تالبان د وحشت، کرکی او نفرت هغه ډله ده چی یوازینی هدف يی په افغانستان کی تحصیل او تعلیم کنګل کول دی او د افغانستان شتمنۍ چی زمونږ ځوان او راتلونکی نسلونه دی له منځه وړل دی

    په نیمروز کی دا ډول وحشت د زده کونکو سره دتالب د اصلی کرغیړنی ځیری څخه پرده پورته کوی.
    د تالب د زده کونکو سره دا ډول ناوړه او وحشی چلند به نور هم افغانانو ته ددوۍ کرغیړنه او مزدوره څیره وروپیژنی.

    افغانان باید خپل غږ پورته کړی او ددې وحشی ډلی د ناروا کړنو مخه ونیسی

    نړیوال او ملګری ملتونه باید د تالبانو دداسی وحشی او ناروا کړنو غندنه وکړی
    او تالب د یوی وحشی ځناوری ډلی په څیر په رسمېت وپیژنی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب