هومیودیوس
د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)
لیکوال: یوال نوح هیراری
ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی
نهه ویشتمه برخه
د ویرې بوي احساسوم
تر هغه وخت چې ډاکټرانو، انجنیرانو او مشتریانو د ناروغیو په ختمولو، او په لودیځو یا WEIRD ټولنې کې له ژونده په خوند اخیستلو او د رواني ناروغیو پر درملنې تمرکز درلود ښايي د WEIRD د ولسونو د ذهنونو د قابلیت مطالعې بسنه کوله. حتي که یو نورماتیف «د نورمال ذهن څیړونکی» ارواپوه زیاتره وخت تورن کیږي چې له عمومي نورمونو هر ډول غړیدل یوه ستونزه او یا ناروغي بولي چې باید معالجه ېې وشي خو په وروستیو سلو کلونو کې ېې د ډېرو انسانانو ژوند سم او ناروغۍ ېې ختمې کړي او د میلیونونو انسانانو ذهني کړاونه ېې معالجه کړل.
د درېمې زریزې په پيل کې موږ بیخي له یو بل ډول چلینج سره مخامخ یو. همغه ډول چې اوس ګورو لیبرال هیومانیزم خپل ځاي ټیکنوهیومانیزم ته پریږدي او درملنې د ناروغیو د معالجې په ځاي ډیر ځله د روغو کسانو د روغتیا پر لاښه کیدا تمرکز کړی دی. نن سبا ډاکټران، انجنیران او په خپله مشتریان یوازې د ذهني ناروغیو د معالجې فکر او هیله نه کوي بلکه دوي غواړي ذهن او ذکاوت لوړ کړي. موږ داسې ټیکنالوجیکي وړتیاو ته نیژدې شوی یو چې په مرسته ېې ذکاوت او شعور لوړ کيداي شي خو یوازې د نوېو ظرفیتونو د موقیعت او جغرافيې لپاره نوې نقشې ته اړتیا لرو. موږ اوس د لویدیځ انسان د ذهن د نورماتیف او سب نورماتیف یا روغ او ناروغ ذهن په خصوصیاتو پوهیږو خو په دې نه پوهیږو چې په کوم لوري روان یو ځکه چې د ټول انسان دغه خصوصیات ښه نه پيژنو او د لارې نقشه هم نه لرو. نو دا د حیرانۍ خبره هم نه ده چې مثبته ارواپوهنه«positive psychology هغه ارواپوهنه ده چې د انسان د ژوند ښه او مثبت اړخون څیړي چې ژوند ته مانا وربخشي او رزښت ېې زیاتوي. ژباړن» په ارواپوهنې کې تر ټولو کمزورې او ټیټه څانګه ده. په نولسوه نویمو کلونو کې د مارټین سلیګمن، ایډ ډینر او میهالي شیکزینټ میهاالي په شان وتليو متخصصینو استدلال کاوه چې ارواپوهنه باید د رواني ناروغیو ترڅنګ رواني وړتیاوو ته هم پام وکړي. څه ډول ممکنه ده چې له ناروغ ذهن او رواني ناروغه یوه مفصله نقشه ولرو خو د روغ په ټول ذهن او روان پوه نه شو او نقشه ترې ونه لرو؟ مثبتې اروا پوهنې په وروستیو دو لسیزو کې د برلاسه ذهن یا سوپرنورماتیف ذهن د قابلیتونو د ارزونې په برخه کې لومړني ګامونه پورته کړي دي خو په ۲۰۱۶ کال کې دغه سوپر نورماتیف ذهن په لویه پيمانه د ساینس لپاره نوی ډګر دی.
په دغسې شرایطو کې دا خطر شته چې موږ له نقشې پرته دغه لوي ډګر ته ودانګو او د اوسنیو اقتصادي او سیاسي اړتیاوو په اساس د ذهني وړتیاوو په لوړولو تمرکز وکړو او نورې وړتیاوې هیرې کړو او یا ېې بیخي کمې کړو. طبیعي خبره ده چې دا یوه نوې ښکارنده نه ده. د زرګونو کلونو په اوږدو کې زموږ ذهن زموږ اړتیاوو ته په پام سره بیا بیا جوړ شوی او بدل شوی دی. هومیوساپینس د یوې وړې او نیژدې ډلې او تنګو اړیکو څخه وده پيل کړه او د انسان ذهني وړتیا داسې نه وه لکه چې واړه ټیرونه په یوه لوي موټر پورې وتړل شي. ورو ورو کله چې ښارونو، باچاهیو او امپراتوریو وده وکړه ورسره سیسټم او د سیسټم علم او پوهې هم وده وکړه چې په لویه پيمانه د ګډ کار او ملګرتیا غوښتونکي وو او په لویه پيمانه له ملګرتیا او تمرکز پرته پر نورو وړتیاوو او استعدادونو لږ تمرکز وشو. د مثال په توګه موږ ګمان کوو چې پخواني انسان به د شامه یا بويولو له حسه ډیره استفاده کوله. ښکاري او د ریښو او بوټو راټلونکي انسان ښايي له ډیر لیرې د بېلابېلو حیواناتو، انسانانو او حتي احساساتو وږم او بوي احساساوه. د مثال په توګه ښايي د ویرې بوي د زړورتیا له بوي سره توپیر درلود. که به انسان ویریده نو یوډل کمیاوي مواد به ېې په بدن کې ترشح کیدل او که ېې زړورتیا ښودله ښايي بل ډول کیمیاوي مواد ېې په بدن کې ترشح کیدل. که تاسو د پخوانیو انسانانو د یوې ډلې په منځ کې ناست واي او د یوې ګاونډۍ قبیلې پر خلاف مو د یوه جنګ په اړه خبرې کولې نو په حقیقي مانا کې مو د ټولو نظر بویولی شواي. کله چې هومیوساپینس په لویو ډلو کې ځان منظم کړ نود بوي کولو او پوزې اهمیت کم شو، ځکه چې پوزه یوازې په محدودو وګړنیزو اړیکو کې کارول کیده. د مثال په توګه تاسو له چین څخه د امریکا د ویرې بوي نه شئ احساسولئ. نو ورو ورو چې انسان په لویو سیسټمونو کې راغونډ شو د انسان د بوي کولو ځواک ته هم پاملرنه کمه شوه. ښايي د ماغزو هغه برخې چې پخوا د بوي کولو په دندو بوختې وي د لوستلو، حساب کولو او پر کشالو د بحث کولو په شان تر هغه د نورو مهمو خبرو لپاره کارول کیږي. سیسټم غوره ګڼي د دې په ځاي چې زموږ نیورونونه یا عصبي حجرې زموږ ګاونډیان بوي کړي نو غوره به وي د ډیفرینشیل معادلې حل کړي.۵
همدغسې یو کار د انسان له نورو حواسو او د احساس د څرګندولو له بنسټیز درک سره هم شوی دی. پخواني ښکاریان او د بوټو او ریښو راټولوونکي ډیر تیز او چالاکه وو. کله چې به دوي په ځنګلونو کې پوڅکۍ راتولولې نو د ځمکې په لور په تمرکز او بویولو سره به ېې په اسانه پيدا کول. کله چې به دوي پوڅکۍ پيدا کړې نو ټول پام به ېې د څکلو حس ته راغونډ کړ او پوڅکۍ به ېې څکلې چې کومې زهرجنې او کومې د خوړلو دي. د ننۍ ټولنې انسان اړتیا نه لري دومره پام وکړي. موږ د خوړو دوکان ته ورځو او په زرګونو ډولونو خوراکونو کې چې د روغتیا ادارې کنټرول کړي دي د خپلې خوښې شی انتخابوو. خو له دې سره سره چې موږ کوم ډول خواړه غوره کوو که هغه ایټالیايي پيزا وي او که ټایلندي مګي په منډه منډه ېې د ټلویزیون په مخکې خورو له دې پرته چې مزې ته ېې خاص پام وکړو. له همدې امله د خوړو تولیدونکي هره ورځ هڅه کوي نوي، په زړه پورې او د بېلابېلو خوندونو خواړه تولیدوي. کله چې موږ په سفر کې یو له دې پرته چې د زرګونو ډولونو سفري خوراکونو څخه خوند واخلو په خپلو ځیرکو تیلفونونو کې بوخت یو او هیڅ پام نه کوو چېرته یو. تر پخوا موږ نن ډیر شیان انتخابولی شو خو دې ته له پام پرته چې کوم شی غوره کوو او کوم شی خوښوو. یوه ځانګړي شي ته د پام کولواو تمرکز کولو وړتیا په انسان کې له منځه تلونکې ده.۶
موږ یوازې د بویولو او د پام اړولو احساس له لاسه نه دی ورکړی بلکه د خوبونو د لیدلو وړتیا مو له لاسه ورکړې. زیاتره کلتورونو باور درلود هغه څه چې خلک په خوبونو کې ګوري او ترسره کوي ېې همدومره مهم دي چې دوي ېې په ویښه ګوري او ترسره کوي ېې. له همدې امله ډېرو کسانو هڅه کولو د خوبونو د لیدو وړتیا زیاته کړي، هڅه ېې کوله خوبونه په یاد وساتي، او غوښتل ېې پر هغو شیانو کنټرول ولري چې په خوبونو کې ېې ګوري چې دغه حالت ېې شعور خوب لیدل «lucid dreaming» ویل .
شعوري خوب لیدونکو د خوبونو په نړۍ کې په خپله خوښه حرکت کولی شواي او ادعا به ېې کوله چې بلې دنیا ته ورغلي وو. ننۍ نړۍ خوب یوازې لاشعوري زیګنالونه بولي ډیری تر دې هم ښکته راځي او د ماغزو کثافات ېې بولي. له همدې امله خوبونه په ننۍ نړۍ کې خاص اهمیت نه لري. ډیر محدود کسان شته چې د خپلو خوبونو د وړتیا د زیاتولو فکر کوي او زیاتره وايي چې دوي کله هم خوبونه نه ګوري او یا هیڅ ېې په زړه نه وي چې کوم خوب ېې کتلی دی.۷
خو ایا د بویولو د احساس کمیدل، د خوبونو په یاد ساتلو او نورو دغسې احساساتو کې د انسان کموزورتیا زموږ ژوند خراب او ستومانه کړی دی؟ ښايي همداسې وي او د ژوند کیفیت ېې راټیټ کړی وي خو که دغه کار شوی هم وي دا د اقتصادي او سیاسي نظام په ګټه کار دی. د اقتصاد لپاره د ګلانو له بویولو او د پرښتو په هکله د خوبونو له تعبیره ریاضي ډیر اهمیت لري. همدې ته په ورته دلیل ښايي د انسان د ذهن راتلونکي بدلونونه د سیاسي اړتیاوو او د بازار د ځواک انعکاس وي. د مثال په توګه د امریکا د پوځ «د تمرکز خولۍ» ښايي په مشخصو کارونو کې د انسان تمرکز زیات کړي او د پریکړو کول اسانه او ګړندۍ کړي. خو خطر پکې دا دی چې ممکنه ده د خواخوږۍ او زغم او دغه راز د باطني شک او تردید په زغملو کې د انسان وړتیا کمه کړی. هیومانیسټ ارواپوهان وايي چې په سختو شرایطو کې معمولن انسان اسانه او ژر حل نه غواړي، د دوي هیله دا وي چې یوڅوک ېې خبرو ته غوږ ونیسي او په هغه څه بوه شي چې دوي ورته اندیښنه لري او یا ناارامه وي. داسې تصور وکړه ته په کار کې ستونزه لرې او نوی مشر ستا نظر او فکر ته ډیر پام نه کوي او هر کار په خپله خوښه ترسره کوي. یوه ورځ تر ټولو خراب احساس لرې یوه ملګري ته زنګ وهې خو ملګری ستا لپاره لږ وخت او انرژي بیلوي نو هغه ستا خبرې غوڅوي او هڅه کوي ستونزه ژر حل کړي نو وايي: سمه ده زه پوه شوم ، خبره دا ده چې ته دوه لارې لرې. یوه دا چې باید استعفا ورکړې او یا خو به پاتې ېې او چې مشر دې څه وايي نو منې به ېې. خو که زه واي نو حتمن به مې استعفا ورکړې واي.
دا به کله هم ستا لپاره لویه مرسته نه وي. یو ښه ملګری باید ستا لپاره پراخه سینه ولري او دومره بې حوصلې نه واي چې په منډه ېې درته حل لاره پیدا کړې واي. یو ښه ملګري به ستا ټولې خبرې په سړه سینې اوریدلې واي او تا ته به ېې ډاډ درکړی واي. د تمرکز خولۍ بیخي د همدغسې یوه بې حوصلې ملګري په شان ده. په ځینو برخو کې د مثال په توګه د جنګ په ډګر کې انسان بیړنۍ او قاطع پرېکړې ته اړتیا لري خو ژوند تر دې ډیر پراخ دی. که موږ په ډېرو برخو کې د تمرکز له دې خولۍ ګټه واخلو نو ورو ورو د شک ، تردید او مقاومت په شان وړتیاوې به له لاسه ورکړو. همغه ډول چې موږ د بوي کولو، د خوبونو د تعبیر او تمرکز یا دقت وړتیا له لاسه ورکړې او یا مو محدوده کړې. سیستم به موږ همدې لوري ته ټیل وهي ځکه چې موږ د خپلو شکونو لپاره نه بلکه د پرېکړو لپاره انعام ترلاسه کوو. کله چې په ژوند کې پرېکړې پریکنده وي او ستونزې په منډه حل شي نو دغسې ژوند بې خونده او بې مانا شي. ژوند له شکونو او تناقضاتو سره ژور او له مانا ډک وي.
د ذهن د پراخوالي له څپو زموږ ناپوهۍ او د حکومتونو، پوځونو او کمپنیو بې پامۍ ته په پام سره د ذهن انجنیري به موږ له ستونزو سره مخامخ کړي. ښايي خپل جسم او مازغه بدل او اپدیټ کړی شو خو په دې لاره کې به خپل شعور او وجدان له لاسه ورکړو. ټیکنو هیومانیزم به د انسان د ځوړتیا سبب شي. سیسټم ښايي راټیټ شوي انسانان خوښ کړي، د دې لپاره نه چې دوي له انسانه د ورپورته وړتیا غوښتنه کوي بلکه د دې لپاره چې هغوي خنډ اچووونکي انساني وړتیاوې او ظرفیتونه نه لري. هغه وړتیاوې چې ممکن سیسټم ته ستونزې پيدا کړي. هر مالدار په دې پوهېږي چې په رمه کې هوښیاره بزه تر ټولو ډیرې ستونزې راپيدا کوي. له همدې امله د کرهڼیز انقلاب له امله د نورو شیانو ترڅنګ د حیواناتو ذهني وړتیا محدوده او له ځوړتیا سره مخامخ شوه. د ټیکنو هیومانیزم په لاس دغه دویم نمبر ذهني انقلاب به له موږ سره همدغسې لوبه وکړي او داسې انساني پرزې به جوړې کړي چې د معلوماتو او ډیټا په شننلو او ارزونه کې به تر هر وخته ښه اړیکه ټینګوي خو کله به هم زړه خوږی، دقت ، خوبونه او تناقضات او شکونه ونه لري.
هغه ستن چې ټول کاینات ېې تکیه کړي دي
ټیکنو هیومانیزم یا ټیکنالوجیکي انسانپالنه له یو بل ګواښ سره هم مخامخ ده. د نورو ټولو هیومانیستي څانګو په شان ټیکنو هیومانیزم هم د انسان ازادي او خوښه مهمه بولي ځکه چې دوي فکر کوي ټولو کایناتو ورپورې تکیه کړې ده. ټیکنالوجیکي انسانپالنه تمه لري چې زموږ هیلې او غوښتنې باید دا انتخاب وکړي چې موږ څه ډول ذهني وړتیا ته وده ورکړو له همدې امله د راتلونکي شعور او ذهن په بڼه خپلولو کې پرېکړه کوي. خو که ټیکنالوجیکي پرمختګ دا امکان پيدا کړي چې زموږهیلو او غوښتنو ته بڼه ورکړي او یا زموږ غرایز او ګروهنې بدلې کړي نو څه به پیښ شي؟ هیومانیزم تل ټینګار کړی دی چې د حقیقي ارادې او غوښتنې پيژندل سخت وي. کله چې هڅه کوو خپل ضمیر او وجدان ته غوږ ونیسو ډیر ځله د متناقضو غږونو په پيچلتیاوو کې ډوب شو. په حقیقت کې موږ کله هم نه غواړو خپل واقعي غږ واوروو ځکه چې ناغوښتي زموږ پټ رازونه برملا کوي او پر موږ ځینې شرطونه ږدي چې موږ ېې کله هم نه غواړو. ډیر کسان شته چې د خپل باطن له سپړلو ډډه کوي. یو بریالی وکیل چې تل په منډو او هڅو کې دی ممکنه ده د خپل باطن هغه غږ او هیله خاموشه کړي چې ورته وايي : لږ دمه وکړه او یو ماشوم پيدا کړه. یوه میرمن چې له یوه نارینه سره ژوند کولو ته مجبوره شوې ده له دې ویره لري چې خپل امنیت له لاسه ورنه کړي. یو عسکر تل له خپلو کړیو جنایتونو او ګناهونو کړیږي. یوځوان چې د خپل جنسیت په تړاو شک لري له دې سیاسته پيروي کوي چې: پوښتنه مه کوه او هیڅ هم مه وایه. انسانپالنه کله هم فکر نه کوي چې ټولې دغه ستونزې دې یوه حل لاره ولري خو تمه لري چې میړانه وکړو او خپل وجدان او ضمیر ته غوږ ونیسو حتي که زموږ رازونه افشا کوي او موږ ویروي. په دې ډول باید له ستونزو سره سره د باطن د غږونو له لارښوونو او حل لارو پيروي وکړو.
ټیکنالوجیکي پرمختګ بیخي بله اجنډا لري. دغه اجنډا باطني اوازونو او وجدان ته غوږ نه نیسي بلکه غواړي کنټرول ېې کړي. کله چې موږ پوهیږو دا ټول بیوکمیاوي سیستمونه دي چې دغه باطني اوازونه رامنځته کوي نو موږ هڅه کوو چې د بېلابېلو بټنو په کیکاږلو سره دغه غږونه خاموشه، کم او کله چې مو خوښه وي لوړ کړو او په دې ډول غواړو ژوند نور هم اسانه او خوندور کړو. موږ ناارامه او ستړي وکیل ته ریټالین ورکولی شو، کنهګار عسکر ته پروزیک درمل ورکولی شو او ناراضې او خپه میرمنې ته سیپرالیکس درمل ورکولی شو. دا یوازې پيل دی.
انسانپالان ډیر ځله له دې حالته ویریږي خو باید دومره ژر قضاوت ونه کړو. خپل باطن ته د غوږ نیولو له امله چیلنجونه راپیدا کیږي او دغو چیلنجونو د ډېرو ژوند خراب کړی دی خو د سمو کیمیاوي موادو او درملو په اندازه کارولو د میلیونونو انسانانو ژوند او اړیکې رغولي هم دي. کله چې انسانان په رښتیا غواړي خپل باطن او وجدان ته غوږ ونیسي نور تر هرڅه وړاندې باید دی د باطني نارو او کړیکو غږ کم کړي او پراخې نیوکې ختمې کړي. د مډرنې ارواپوهنې له نظره ډیری باطني اوازونه او حقیقي هیلې او غوښتنې د رواني ناروغیو نتیجه او د باطن په بیوکیمیاوي سیستم کې د انډولتیا له امله رامنځته کیږي. هغه کسان چې کلینیکي ډپرشن یا خپګان لري په دندو او اړیکو کې تل ستونزې لري. ځکه چې د هغوي په بیوکیمیکل سیسټم کې د نیمګړتیا یا ستونزې له امله دوي هرڅه تیاره او تت ګوري. د دې په ځاي چې سړی دغسې ورانوونکي باطن غږ او وجدان ته غوږ ونیسي غوره ده دغسې غږ خاموشه کړای شي. کله چې «سیلي اډې» د تمرکز خولۍ په سر کړه چې په ماغزو کې باطني غږونه او اوازونه خاموشه کړي نو پر دې سربیره چې هغه ښه نښه ویشتونکې شوه پر ځان د اعتماد او ښه احساس له پلوه هم پیاوړې شوه.
د دغو موضوعاتو په هکله ښايی تاسو متفاوت نظرونه ولرئ خو له تاریخي لرلید څخه ښکاري چې مهمه پيښه کیدونکې ده. د انسانپالنې لومړنی قانون یا شرط «خپل ضمیر او باطن ته غوږ ونیسه» له دې وروسته یوه پټه خبره نه ده. کله چې وروسته موږ زده کړو چې د دغه باطني غږ اواز کم او یا زیات کړو نو پر دغه باطني اواز مو باور هم ختمیږي ځکه چې هیڅ معلومه نه ده چې د دغه باطني غږ او زموږ د اصلي ذات کنټرول نور د چا په لاس کې دی . په خپل باطن یا په ماغزو کې د ناسمو او ځورونکو غږونو خاموشه کول ښه خبره ښکاري. د مثال په توګه که دغه اضافي او ناسم اوازونه کم کړاي شو نو د خپل وجدان اصلي اواز اوریدلی شو. خو که کوم باطني وجدان او حقیقي انساني ذات موجود نه وي څنګه به معلومه کړئ چې کوم غږ باید ټیټ او کوم لوړ کړئ؟
راځئ یو واضح او څرګند مثال ورکړو. تصور وکړئ په راتلونکو لسیزو کې د ماغزو څیړاند د ډیرو باطني احساساتو د کنټرول وړتیا راپه برخه کړي. فکر وکړه یو همجنس باز ځوان چې په یو ډیرې کلکې مذهبي کورنۍ کې لوي شوی دی، ډیر کلونه دغه ځوان خپل احساس پټ ساتلی دی خو له لږ کار کولو وروسته یوه اندازه پیسې ګټې او دا امکان پیدا کوي چې د جراحي په مرسته خپل جنسیت بدل کړي. هغه د یو لک ډالرو په بدل کې له یوه کلینیک سره خبرې کوي او بیخي هوډمن دی چې له کلینیکه به د جوزف سمیت په شان د یو نورمال انسان په توګه له کتنځي رابهر کیږي. هغه څه چې غواړي ډاکټر ته ېې ووايي په خپل ذهن کې تکراروي: مهرباني وکړئ دا هم یو لک ډالره او زما ستونزه اواره کړه.
ایا د دغه ځوان هلک باطني ذات او شخصیت په یوې مذهبي کورنۍ کې د هغه پر وینځل شویو ماغزو بریالی شوی؟ که نه دا یوازې یوه لنډه شیبه وه چې شیطان وسوسه ور واچوله او د باطني شخصیت په کمزوري کولو سره له لارې وغړید؟ او یا ښايي د باطنی ذات یا شخصیت په څیر شعوري او احساسي ښکارنده بیخي شتون ونه لري چې ته ترې پيروي وکړې او یا ېې کمزوری کړې؟ کله چې انسان دا وړتیا ولري چې خپله اراده جوړه ډیزاین کړاي شي او که ېې خوښه نه شوه بیا ېې له سره جوړه کړي په دغسې حالت کې نو دا یوه هیله او غوښتنه نه شوه او موږ دغه اراده او باطن د مانا او اقتدار د سرچینې په توګه نه پيژنو. ځکه چې بیا نو دا مهمه نه ده چې زموږ اراده موږ ته څه وايي بلکه برعکس دا موږ یو چې تل هغې ته هغسې بڼه ورکولی شو چې زړه مو غواړي.
هیومانیزم وايي یوازې انساني هیلې او غوښتنې دي چې دنیا ته مانا وربخښي خو که موږ د خپلو هیلو او غوښتنو کنټرول ولرو دغه انتخاب به په کوم بنسټ وي؟ د رومیو او ژولیټ تیاتر ته پام وکړئ. د تیاتر لومړۍ پرده له هغه ځایه پيلیږي چې رومیو غواړي ځانته معشوقه غوره کړي. کله چې رومیو د مینې له خنډونو او بیلتون سره مخامخ شي او بیا داسې تصور وکړئ چې رومیو غواړي خپله معشوقه یا مئینه بدله کړي او بل څوک غوره کړي اوس نو د دغو نورو غوراویو په نتیجه کې به دا کیسه او تیاتر څنګه شي؟ بیا نو رومیو نه د مینې درد ویني او نه د بیلتون کړاو. هو… کیسه به بیخي هغې نندارې ته ورته وي چې ټیکننالوجیکي پرمختګ ېې موږ ته رامنځته کوي. کله چې غرایز زموږ د خوشالۍ د مخنیوي سبب کیږی ټیکنالوجي زموږ د ژغورنې ژمنه کوي. کله چې دغه ستن یا تکیه ځاي چې ټولو کائيناتو پرې تکیه کړې ده ناسمه وي نو ټیکنالوجي به ېې له ځايه وباسي او په بل ځاي کې به ېې ولګوي. خو چېرته ېې باید ولګوي؟ کله چې زه دا توان لرم چې دغه تکیه او ستن په کایناتو کې په هرځاي کې لګولی شم نو کوم ځاي به ورته غوره کړم؟ او بیا نوې ولې باید زه دغه ځاي ورته غوره کړم؟
هیومانیستي ننداره هغه وخت پیلیږي چې انسانان ناارامه او ځورونکې غوښتنې او هیلې ولري؟ د مثال په توګه دا ډیره کړونکې ده چې د مونټګوې له کورنۍ څخه رومیو د کاپولیټ په کورنۍ کې په ژوليت مینه شي. ځکه چې دغو دوو کورنیو له یو بل سره دښمني درلوده. په دغسې ډرامو کې تخنیکي حل لاره دا ده چې باید پام وکړم چې کله هم ناارامه او ځورونکې هیلې او غوښتنې ونه کړم که په رومیو میندل ما کړوي نو په بل چا به مین شم. تصور وکړه چې په نړۍ کې به څومره دردونه او کړاونه کم شوي واي که چېرته رومیو او ژولیت د زهرو د خوړولو په ځآي داسې درمل خوړلي او یا داسې خولۍ په سر کړې واي چې پر نورو خلکو مینان شوي واي او دغه ناڅاپي مینه ېې بل لور ته اړولې واي.
همدغلته هومیو تیکنالوجي له یوې ناشونې معما او یا کشالې سره مخامخ کیږي. دغه انسانپالنه د انسان غوښتنه او ذات په کایناتو کې ترټولو سپیڅلی شی بولي خو په عین وخت کې پر انساني ذات او غوښتنو فشار راوړي چې داسې وسایل او ټیکنالوجي رامنځته کړي چې د خپل ارادې په بیا جوړلو او طراحي کولو سره پر خپلو هیلو او غوښتنو کنټرول ولري. په نړۍ کې پر دغه مهم شي کنټرول ډېر وسوسه پاروونکی کار دی. کله چې موږ دغه کنټرول ترلاسه کړ بیا نو ټیکنوهیومانیزم په دې نه پوهېږي چې څه باید پرې وکړي ځکه چې بیا دغه سپیڅلی انساني ذات په یو دیزاین شوي محصول بدلیږي. تر هغه چې موږ باور لرو چې انساني غوښتنه یا ذات او انساني تجربې د اقتدار او مانا مهمې سرچینې دي موږ له دغو ټیکنالوجیو کار نه شو اخیستلی. په نتیجه کې باید زړه ور تیکنالوجیکي دین یا techno-religion د انسانپالنې جرړه وباسي او د مور له رحم څخه د ماشوم «انسانپالنې »نوم پرې کړي. دغه دین د داسې یوې نړۍ تصور او وړاند وینه کوي چې د انساني تجربو او غوښتنو په چورلیز نه راچورلي. بیا نو د مانا او اقتدار د سرچینې په توګه به د غوښتنو او تجربو ځاي څه شی نیسي؟ تر دې دمه یانې تر ۲۰۱۶ کاله پورې د تاریخ د انتظار په خونه کې یوازې یو کاندید ناست دی او د دغې دندې د نیولو لپاره د مرکې په تمه دی او دغه کاندید معلومات یا انفارمیشن نومیږي. دغه ډیر په زړه پورې دین چې د برلاسه کیدا په حال کې دی ډیتایزم دی چې نه دانسان ستاینه کوي او نه د خداي عبادت بلکه یوازې د معلوماتو ستاینه او نمنځ کوي