Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کونړ شلتن کې په ۱۰ میليونه ډالرو يو پل جوړیږي

د کونړ شلتن کې په ۱۰ میليونه ډالرو يو پل جوړیږي

تاند:( يکشنبه، د جدي پینځمه) ‏‏د ټولګټو چارو وزارت په کونړ کې د يوه لوی پل د جوړېدو چارې پيل کړې.

د دغه وزارت چارواکو ویلي، چې ياد شوی پل په شلتن ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیونو ډالرو په لګښت جوړېږي او ۶۰ متره دی.

د معلوماتو له مخې، دا پل به د دوو مياشتو په موده کې جوړ شي.

وزارت د دغه پل د ډيزاين، بوديجې او جوړیدو د نورو سرچينو او ځانګړنو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د واکمنۍ له تازه پیل او د بودیجې نه تصويب او معلومیدو ته په پام سره ګومان کېږي، چې د‌ دې پل د جوړېدو بودیجه او منظوري به د پرځول شوي جمهوري نظام پر مهال شوې او بودیجه به یې لېږدول شوې وي.

د کونړ شلتن ولسوالي په وروستيو کې بيا د پاکستاني ځواکونو د توغنديزو بریدونو هدف ګرځیدلی، چې ځایي خلک‌ یې د کورونو پريښودو ته اړ ويستي او مالي زيانونه یې ور اړولي دي.

1 COMMENT

  1. دا خو پول نه دی سم د رویا رحماني دیوال دی هههه مخصد چې افغانستان پرې انصارو ته کباړ نه شي نور خیر

    ريښتیا د فضلولا واحدی په نوم د چرسي بابک یوه ګور دغاړې غله خایه مال والي چې دبوش عکس به یې هم دفتر کی ځړولی و د کونړ په سین یو دوه پساد وهلي نمایشي پلونه ودرول خو مغرور سین ته جعلي پلونه چېری د ټينګې دي، لکه جمبوریت غوندې یې یوړول…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...