شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهط : د اوبو د مدیریت او بهرنيو هېوادونو ته د بریښنا...

ط : د اوبو د مدیریت او بهرنيو هېوادونو ته د بریښنا صادرولو په هڅه کې یوو

تاند:( چار شنبه، د جدي لومړۍ)‏ ‏‏د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستيال انجنیر مجیب الرحمن عمر د یوې خبري غونډې پر مهال د اوبو کنټرول، مدیریت او مهارول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ګڼلی.

هغه تور پورې کړ، چې د هېواد د اوبو سرچینو د ناسم مدیرت له امله د افغانستان نږدې ۶۰ سلنه خلک پاکې اوبه ته لاسرسی نلري او د هېواد نیمايي ځمکې نه کرل کېږي.

د عمر په خبره؛ هڅې کوي چې افغانستان د برېښنا له پلوه په یو صادروونکي هېواد بدل شي.

عمر په راتلونکې کال کې د ځینو پروژو د کار د پیل یادونه وکړه او له هېوادوالو څخه یې وغوښتل چې د ملي پروژو په جوړولو او ساتنه کې ورسره

 مرسته او همکاري وکړي.

دغه طالب مقام خبرداری ورکړ چې که د افغانستان تر ځمکې لاندې اوبو څخه سالمه استفاده و نه شي، نو هېواد به له یو ستر ناورین او بحران سره مخ شي.

 د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مولوي اختر محمد نصرت بیا ویلي، چې په تېرو څلورو میاشتو کې د دغه وزارت په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی.

د نصرت په خبره؛ په تېر نظام کې د اوبو او انرژۍ وزارت عواید په یوه ورځ کې له ۲۰ څخه تر ۲۸ میلیونو افغانیو پورې وو، خو اوس دغه عواید په ورځ کې څه ناڅه ۵۹ میلیونو افغانیو ته رسېږي.

طالب مقام دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې مخکيني حکومت طالبان د ګاونډيو هېوادونو په اشاره د اوبو مدیریت د هڅو په ننګولو تورنول.

د طالبانو داسې څرګندونې، د‌ دوی منتقدین له عامه ذهنیت سره لوبه او تبلیغات ګڼي، چې په وينا يې خلک ورسره تېر باسي.

د عوايدو د زياتېدو پرله پسې خبرې په داسې وخت کیږي، چې خلک له دې عوايدو د مامورینو د معاشونو او عامه خدماتو د نه ترسره کیدو شکايت لري.

3 COMMENTS

  1. دومره عواید چی طالبان لری بیانو ولی عزر او زاری کوی کافرانو ته؟ ولی د ډاکټرانو او معلمانو معاشونه نه ورکوی؟

  2. TO TALIBAAN;
    IF YOU REALY WORKING FOR AFGHANISTAN
    BUILD ONE PROJECT OF ELECTRICITY ON KUNER&KAMA RIVER.
    ONE STRONG DAME TO CLOSE WATER FOR AGRECALTURE.
    ELECTRICITY PROJECT WILL PREPARE POWER FOR AFGHANISTAN
    WE WILL SEE HOW MUCH YOU HONEST FOR AFGHANISTAN.
    INDIAN//RUSSIAN/TURKISH COMPANY /TAJIK/UZBAK COMPANY CAN DO THIS CONTRUCT NOT PUNJABI
    ZENDAH BAAD. AFGHANS

  3. طالبانو دښو خبرو زیری د امریکایی نازدانو په توبیات (طبیعت) بدی لګیږی. شل کاله هغوی دغلا کولو په خاطر حقیقتونه پټول. اوس چی طالبان دزیات عوایدو خبری کوی امریکایی نازدانه دی نر سی د پژواک خبری اژانس په ډول دی دطالبانو خبری درواغ ثابتی کړی. کنه هسی بیفایدی هواکشی کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب