شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبلخي: د بانکي زېرمو د خلاصون په اړه د امریکايي وکیلانو د...

بلخي: د بانکي زېرمو د خلاصون په اړه د امریکايي وکیلانو د هڅو هرکلی کوو

تاند:( چار شنبه، د جدي لومړۍ)‏ ‏‏د طالبانو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي د افغانستان د بانکي زېرمو د کنګل نه ويستو په اړه د امریکا متحدو ایالاتو د کانګرس د يوه ډله غړو د هڅو هرکلی وکړ.

د امريکا د کانګرېس يا ولسي جرګې ۴۸ غړو، د دغه هېواد ولسمشر جوبایډن ته د يوه ليک له استولو سره سپارښتنه کړې چې پر افغانستان لګول شوي بنديزونه لرې او د مرکزي بانک رېزرف پیسې کنګله وباسي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن هم په تازه څرګندونو کې په دې اړه نرمښت ښودلی او ویلي، چې د افغانستان د بانکي زېرمو د کنګل څخه ويستو او د افغانستان د بشري ناورين په مقابله کې ورڅخه د استفادې په هڅه کې دي.

د نړیوالو چارو يو شمېر شنونکي هیله من شوي، چې د بانکي زېرمو د غیر کنګل کیدو لپاره به ځینې ګامونه واخيستل شي.

دوی په دې برخه کې د پردې تر شا د طالبانو او امریکایانو د ځينو توافقاتو امکان ويني او هيله من دي، چې طالبان به نړۍ سره د تعامل جوګه او په خپله حکومتولۍ کې نرمښت او اصلاحاتو ته غاړه کېږدي.

د طالبانو له واکمنیدو سره امريکا متحده ايالاتو د افغانستان شاوخوا ۱۰ ميليارده ډالره بانکي زېرمه کنګل کړې ده.

طالبان دغه بنديز د اقتصادي او بشري ناورين په شدت کې مهم لامل ګڼي، خو اقتصادي شنونکي بيا د طالبانو د واکمنۍ نامشروعيت، نړيوالو سره نه تعامل، له ښځينه او بشري حقونو سره څرګنده دښمني او د واک انحصار او نامسلکي ګومارنې د ۲۴ ميليونه افغانانو د سختې لوږې اصلي لاملونه ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب