شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد بریتانیا یوې محکمې د دوبۍ واکمن ۶۶۷ ملیون پونډه جریمه کړ

د بریتانیا یوې محکمې د دوبۍ واکمن ۶۶۷ ملیون پونډه جریمه کړ

تاند(چهارشنبه، د جدي ۱) د بریتانیا د سترې محکمې یوې څانګې د دوبۍ د واکمن محمدبن راشد ال مکتوم او د هغه د پخوانۍ مېرمنې شهزادګۍ هیا بنت الحسین د ماشومانو د ساتنې په اړه په یوه دعوه کې آل مکتوم د ۶۶۴ ملیون پونډه (چې ۷۳۳ ملیون ډالره کېږي) په ورکولو محکوم کړ.

د محکمې قاضي په خپل حکم کې ویلي، د دغو پیسو یوه لویه برخه د شهزادګۍ هیا او د هغې د دوو اولادونو د امنیت لپاره په پام کې نیول شوي دي ځکه چې هغوی د دوبۍ د واکمن له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

قاضي فلیپ زیاته کړه «شهزادګۍ هیا د خپل ځان د امنیت له لګښته او د خپلې شتمنۍ له یوې برخې پرته، چې له خپل خاونده له جلا کېدو وروسته یې د هغې غوښتنه کړې، د بل هیڅ شي تقاضا نه ده کړې.»

په دې حکم کې راغلي چې محمدبن راشد آل مکتوم باید په راتلونکو درو میاشتو کې د دغو پیسو لومړۍ برخه، چې ۲۵۱ ملیونه او ۵۰۰ زره پونډه کېږي، د لوکس کور، جواهراتو او د مسابقې د اسونو او همداراز د خپلو ماشومانو په خاطر شهزادګۍ هیا ته ورکړي.

د دوبۍ واکمن او د متحده عربي اماراتو مرستیال دولتمشر او صدراعظم محمد بن راشد ال مکتوم د محکمې له لوري مکلف شوی چې ۳ ملیون پونډه د خپلو دوو ماشومانو، ۱۴ کلنې جلیله او ۹ کلن زاید د زده کړو او ۹ ملیونه او ۶ لکه پونډه د مخکینیو پورونو لپاره ورکړي.

پر دې سربېره دی باید هر کال ۱۱ملیونه او ۲ لکه پونډه تر بلوغ ته رسېدو پورې د خپلو اولادونو د لګښت او د دوی د امنیت لپاره ورکړي.

که څه هم حقوقپوهان وايي چې د بریتانیا په تاریخ کې د ماشومانو د ساتنې پر سر په دعوه کې د دومره ډېرو پیسو په ورکړه د یو چا محکومیت بې سارې پرېکړه د ه، خو دا تر هغو پیسو خورا لږې دي چې شهزادګۍ هیا له محکمې څخه د هغو غوښتنه کړې وه.

دې له محکمې د ۱ ملیارد او ۴۰۰ ملیون پونډو غوښتنه کړې وه.

شهزادګۍ هیا، چې د اردن د پاچا ملک عبدالله خور ده، محکمې ته وویل «یوازې د ځان ازادي او د خپلو اولادونو امنیت غواړم.»

د دوبۍ د واکمن محمدبن راشد آل مکتوم ویندوی وویل چې د دوبۍ واکمن تل د خپلو ماشومانو لګښت ورکړی دی او له رسنیو غواړي چې د دوی خصوصي ژوند ته درناوی وکړي.

د شهزادګۍ هیا یوه مدافع وکیل وویل چې په دې دعوې یې، چې له دوو کلونو راهیسې دوام لري، تراوسه پورې ۷۰ ملیون پونډه لګولي دي.

ده همداراز وویل «پر دې دوسیې د دوبۍ د واکمن لګېدلې پیسې به هبڅکله څرګندې نه شي خو بې له شکه هغه به خورا ډېرې پیسې لګولې وي.»

شهزادګۍ هیا له محمدبن راشد آل مکتوم څخه د جلا کېدو غوښتنه نه ده کړې او نه یې په دې اړه څه ویلي دي خو مدافع وکیلان یې وايي، که چېرې دې د طلاق غوښتنه کړې وای، له پخواني مېړه څخه یې تر دې ډېرې زیاتې پیسې اخیستلی شوای.

محمدبن راشد آل مکتوم د نړۍ یو لوی ملیاردر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب