شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او ايران خصوصي سکتور ګډ سوداګريز مرکز او نندارتون جوړوي

د افغانستان او ايران خصوصي سکتور ګډ سوداګريز مرکز او نندارتون جوړوي

تاند:( چار شنبه، د جدي لومړۍ)‏ ‏د افغانستان او ایران تر منخ دخصوصي سکتور د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د “سودا ګریز مرکز او نندارتون جوړولو” هوکړه لیک لاسلیک شو.

ويل شوي، چې دغه تړون د صنعت او سوداګرۍ وزارت په موافقه د ایران د” بارکا تجارت” شرکت او افغانستان د معادنو او صنایعو خونې د پخوانیو ناستو پر بنسټ لاسلیک شو.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دغه هوکړه لیک د کار پیژندنې طرحه يې ارزولې او تایید کړې وه.

سرچينې زياته کړې، چې د هوکړه ليک د لاسليک په مراسمو کې د‌ وزارت استازي او افغانستان د نندارتونونو عمومي رییس احسان الله پذیر او دافغانستان د معادنو او صنایعو خونې عمومي رییس شیرباز کمین زاده ګډون کړی و.

د ایران له لوري دوی سره دغه تړون د” بارکا تجارت” دشرکت عمومي عامل مدیرې میرمن سمانه عبداللهی لاسلیک کړی دی.

ایران په سیمه کې تر بل هر هېواد ډېر ځان ډېر اسلامي ګڼي، خو ښځینه سوداګرو ته پکې د هېوادونو په کچه د تعامل زمینه برابره ده.

په داسې حال کې، چې افغانستان کې طالبان د نجونو د زده کړو خنډ شوي او د پرانيستلو په اړه يې د الازهر جومات د خطيب په ګډون د هیچا توصيو ته پاملرنه نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب