شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+حامدکرزی او عبدالله د سردار عثمان خان او نورالمشایخ په رول کې

حامدکرزی او عبدالله د سردار عثمان خان او نورالمشایخ په رول کې

یوه تاریخي پرتله او څو کیسې

  شسهسوار سنګروال
لومړۍ کیسه ،
— د سقاو زوی حبیب الله، امر وکړ چې یو داسې بکس راوړی، چې یو انسان پکې ځاې شي … د سترګو په رپ سره بکس راورسېد، بیا یې امر وکړ، چې سردار عثمان خان راولئ… هغه یې هم راووست او په لومړي سر کې هغه خوشحاله و ، چې ګنې کوم خدمت چې ده د سقاو زوی ته کړی هرومرو ده به ته کوم منصب ورکوي!؟
په داسې حال کې چې سردار صسب د سقاود زوی سترګې څارلې، امر یې وکړ «سردار» بکس کې تخته کړۍ… ده غوښتل وتښتي او د خپلې ګناه پوښتنه وکړي، بکس ته ور وغورځول شو او په داسې حال کې چې بکس یې ډبوواو چیغې وهلې، د خداې لپاره ومې ژغورۍ… ده همدا بغارې وهلې چې هدېرې ته ورسول سواوزوندی یې قبر ته ور ښکته کړ … که څه هم سقا ویانوبه ویل؛ چې د سردار عثمان خان،جاغوري نادري او میر خور احمد علي پر مټ شهزاده حیا ت الله خان غوښتل، د سقاو زوې له مینځه یوسي نو ځکه یې له محکمې پرته ووژل.
سردار عثمان خان ځوک و ؟
دا هغه څوک و،کله چې باچا اما ن الله خپل مشرورور معین السلطنه سردارعنا یت الله خان خپل ځایناستی وټا که … نو هغه د جنوري په ۱۴مه (۱۹۲۹) کال په ارګ کې د بیعت اخستودود پرځاې کړاوبیا یې مجد دي محمد صادق، عطا الحق او سردارمحمد عثمان خان د سقاو زوې ته واستول، چې هغه ته ووایی، تاسو له امان الله خان سره ستونزه درلوده اوهغه استعفا وکړه پر ځاې یې زه واک ته رسېدلي یم …اوس نو جګړې ته کومه پلمه نه ده پاتې ، ښه ده چې روغه وکړو.
کله چې پلاوی وخوځېد په لاره کې «ده کیپک» ته ورغلل چېرته چې د دولت ځوا کونه ځا ې پر ځای ول … لومړی یې ورته مبارکي ورکړه او بیا یې د جګړې په نه کولو ټینګار وکړ … حال دا چې پنځه زره کسیزه لېوا ،چې دیوکال اذوقه، خزانه ،جګړه یېز توکي او نور د اړتیا وړ موهمات یې په واک کې ول، هرچا خپله لاره خپله کړه اوخپاره شول.
هغه مهال چې پلا وی د سقاو زوې ته ورغی، لومړی یې بیعت وکړاو بیا یې د حکومت د ځواکونو د شاتګ زېری ورکړ او هغه خبره یې هم ور غبرګه کړه ،چې ځاې ځاې یې ځواکونو ته د جګړې دنه کولو سپارښتنه کړې وه … چې په دې سره یې د سقاو زوd جګړه ماران زړور کړل، چې بیا ملک محسن او سپه سالار پردل د کابل ښار لوټ او چور کړ.
له بده مرغه، چې په یوه کابل کې دوه پاچایان ودرېدل، یو نالوستی داړه ماراوبل یوبې زړه سر دار.
دویمه تا ریخي کیسه،
د شور بازار حضرتانو، سردارمحمد عثمان خان او یو شمېر نورو غوړه مالانو چار واکو، چې سردار عنایت الله خان ووېروه او ځان یې د پېښور له لارې کندهار ته ورسا و.
د دغو سردارانو په لړ کې يو هم علی احمد خان و، دی په کندهار کې د سقاو جګړه مارو د توپ خولې ته وتاړه او بیا یې والو ځوه.
د علی احمد خان لنډه پېژندنه،
سردارعلی احمد خان د سردار خوشدل خان (لوې ناېب) زوی د شاغاسي شېر دل خان بارکزي لمسی کېده او د امان الله خان د ماما زوی و.
 هغه مهال چې د سقاوزوې د غلاوو شکایتونه ارګ ته لاره وکړه ، نو بیا ده ته دنده وسپارل شوه چې پروان ته لاړ شي غله او لوټماران کابو کړي…سره د دې چې خلکو له غلو ډېره سر ټکونه وکړه ،خو ده د غلو ډله نوره هم پیا وړې کړه، چې په دې سره د امان الله خان واک وګواښي او ده فکر کاوو چې د سقاو زوی د حکومت کولو جوګه نه دی، نو دا هرڅه به ماته را پاتې شي …
د ده همدغه خام فکر و، کله چې دی شینواروپه تړاو د ننګرهار تنظیمه رییس وټا کل شو اوبیا د سقاو د زوی اړو دوړ پېښ شو… امان الله خان لا په کندهار کې و، چې ده په جلا اباد کې د پاچاهي اعلان وکړ ، نقیب صیب او د چار باغ حضرت صیب د باچاهي پګړۍ ور وتړله …
د بریتانوی هند چا رواکوله یوې خوا باچا امان الله قادیانی باله او له بلې خوا نورالمشایخ په اندړو، سلېمانخېلو  او نورو قومونو په مینځ کې د سقاو زوی حبیب الله يوښه مسلمان ګاڼه او په پاچا امان الله خان یې د کفر ټاپه لګوله.
له دې لنډې یادونې نه موغرض داوو، چې ولې زموږ چارواکي د هېواد له تېرو تاریخي غمېزو نه څه نه زده کوي، که خپل تاریخ یې نه دی لوستی او یا د تاریخ ترخه څپېړه بابېزه ګڼي؟
  دغه وروستۍ غمېزې له تېروغمېزو ډېر اوږد واټن نه لري… موږ د تاریخ دا نږدې پاڼې واړولې، چې سقاویانو په کابل کې سلطنت نیولو ته بډې را وهلې وې ، امان الله خان لا په کندهار کې و،چې نادر خان پېښور کې فعال واواعلی احمد خان ننګر هار کې پښې در بولې…
ښایی شاو خوا ۸۰ اتیا کاله وروسته د افغانستان غمیزوته راغبرګ شو او په ځانګړي ډول د شورویانو او امریکایانو برید نه را په دې خوا څومره موږ په پردیو وسلو او پیسو د افغانستان په برخلیک لوبې وکړې؟
ډېر لرې نه ځوخبره داشرف غني او عبدالله سیاسي ناندریو نه پېلوو، دوۍ څومره په پردیو پیسوبېبا که سېاسي لوبې وکړې، څومره د شرم خبره وه چې د ارګ د کلا په یوه څنډه کې اشرف غني او په بله څنډه کې عبدالله د ولسمشرۍ د لوړې مراسم پر ځاې کول او کله چې دواړو ته قسمونه ورکړ کېدل هم د سترې محکمې د ملا او هم د عبدالله د ملا «شهزاده » غږونه یوبل اورېدل…
عبد الله چې دا شل کاله افغانستان یرغمل کړی و،زړه یې یخ نه و،چې له ډېرې خوشحالې اعلان وکړ،چې اشرف غني وتښتېد اوکله چې دا غږما فیا واورېد، نیمروز، هرات او بادغیس کې په افغان وسلو چور ګډ شو او ایران ته قاچاق شوې.
همدا ډول هلمند، کندهار، زابل، ان تر لوی پکتېا او لوی ننګرهار پورې په لسګونو له وسلو ډک موټرو پاکستان ته وسله ولېږدوله … نه یوازې وسلې بلکې په میلو نو ډالر هم له افغانستانه پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان … خلیج او لویدیځ ته خو دا شل کاله ډالر قاچاق کېدل.
را به شو کرزي صیب ته، هغه هم لکه علی احمد خان غوندې فکر کړی وه، چې لویه جرګه به جوړېږي او زه به پکې د یوه ملي اتل په توګه را څرګند شم…ده هم خپله ډنډوره وغږوله، خو چایې په خوله تریخ پیاز ونه خوړ، دی لا اوس عمران خان ته نا رې وهي چې د افغانستان چارو کې لاسوهنه مه کوه …
کرزی صیب، که تاسوغوښتل چې افغانستان تېر ته ونه ګرځي، ملا عمر چې درنه وغوښتل چې تېر په هېر راځه د هیواد لپاره سره کینو او تاسو ووېل تا امریکایان نه غواړي… بله واوره
تاسو د طالبانو د یو بیرغ لپاره څومره سخت غبرګون وښود، یادېږي دې؟ او دادې هم یادیږي چې د قدرت جزیرې د جوړې کړې؟ هو دا څنګه چې یو شمېر کسان د میلونران کړل …قومي ټیکه داري ته د لاره اواره کړه اوان وسله وال پوځ دې جوړ نکړا و که وایې چې درې سوه زره پوځ مودر لود… څه سو؟
له یوې خوا د خیالي پوځ جوړ کړ،له بلې خوادې د قومي ټیکه دارانو کسان پکې راټول کړل او درېیمه دا چې روزي دې ورته د امریکایانو له خواو ټاکله…زما موخه یو قوم نه، بلکې ملي پوځ جوړول ضروري ول … ایا دادرنه هېر وه چې یوه ورځ به امریکا یان هم د شوروي ځواکونو په څېر اوځی…؟
کرزی صیب!
یو داخر لنډۍ دې دا وي:
چې یوه خبر یال ته دې ددې پوښتنې په ځواب کې ووېل: که چېرې امریکا په پاکستان برید وکړي تاسو به دچا ملاتړ وکړۍ؟ بیا تاسو پرته له کوم سوچ نه په ډېره بیړه په ځغر ده ووېل: د پاکستان !!!

6 COMMENTS

  1. واو !!! سنګروال صاحب منم دی – په قلم دې برکت شه – وروریې همدااوس ۲۷۰ میلیونه ډالره دکابل بانک له ده سره په شریکه لری ، دا مافیا سالار اوس هم دنړۍ له سترو فرعونانو نه شمیرل کیږی خو ستاسو داآخری لنډۍ ډیر خوند وکړ- خوبیا هم الحمدلله چې دطالب له برکته دوی دواړه په طلایی قفس کې طوطیان دی اودعمران خان په هکله به یې غږو که خدای کول

  2. د دوی دواړو ، خصوصا د کرزي عمر په جاسوسي او خیانت کې تېرشویدی. دوی لکه فاحشې په دغو کثیفو اعمالو داسې روږدي دي ، چې خپل هېواد ته خیانت او پردیو ته جاسوسي کول ورته افتخار او ویاړ ښکاري .
    دوی دواړو نژدې یو میلیون افغانۍ د دې مظلوم ملت له بیت المال نه معاش او نور امتیازات اخیستل .

  3. سلام
    تاریخ شاهد دی ،شرع حاضر ته ګوری .اسلام کې دې خاین ته یو فیصد اجازه او جواز هم نشته چې دهویت او فرهنګ په نوم جاهلانه نیوکه وکړی .کرزی چې دتعلیمی سیستم ، کلتور اوفرهنګ ،ښاری او په لېرې پرتو سیمو تعلیمی توپیر او ستونزو باندې یې سر نه خلاصیږی زاغ زنده باد…. عمرا خا ن د یونیسف دپروګرام دموګرافیک تعلیمی موقعیت پربنسټ ، تعلیمی سوسیولوژی، او عرفانی معیار ونو په کچه راپور کې دستونزو دپوهاوی په هکله مطرح کړ اوحتی دپېښور ښار یې هم له سرحدی سیمو سره ور ضمیمه کړ چې دکرزی له دانش،شخصیت، درایت ،لید لوری او پوهې څخه ډېر اوچت وه .
    کرزی یو جنایت کار دی چې دهلمند او کندهار دښوونو اوزده کړو بنسټ او سیستم یې ونړاوه عقل دا نه منی چې یو جاسوس دی را ولاړ شی او دهویت به نوم دې غبرګون وښیی.معلومیږی چې کرزی خپله منحوسه څېره لا تر اوسه شیشه کې نه وینی!
    دپاکستان او افغانستا ن دوه اړخیز اړیکی خو باید دجهاد له وخت څخه متناسب دریځ درلودی چې نه یې لری. پاکستان دافغانانو په واسطه سهوی او خطاوې کړی چې دا لوی بحث دی کرزی هم دلته وه او ۲۰ سفره یې دافغان ولس به استازیتوب کړی دی؟

  4. پختنو !
    وهیئ یو دبل پرسر. پالئ په زړونو کې شخې عقدې. زمونګ مشران دشخصی دوخمنیو ,کینو ،رخو له امله دزوانانو مینځ کې دنفاق اورته لمنه وهي .
    بل هم زمونګه قسم خوړلې دنسټوڼې ماران دې چې دخپل خوب د ریختیاکولو لپاره غواړي داعشیان شي .
    دغه دنیکټایي پوشو داعشیانو ویدیو خه ترپایه وګوری ، چې لګ را ویخ شی.
    «جمهوری پنجم | رزاق مامون | برنامه هفدهم |شعار افغانستان شمول، اشتباه بزرگ جبهۀ مقاومت است»
    https://www.youtube.com/watch
    او بل یوشکایت : که تاسو مشران ، لیکوال دافغانستان فاکولتیان داسي ګډ او وډ ګرامر اوپه غلطه املا پختو لیکی نو دزوانانو به سه حال وي ؟چې نه مو وطن کې سم ښوونځای لیدلي او نه له وطن سخه بیرون دسم لیک لوست وخت درلود. ټول عمر مزدوریو کې تیرشو .

  5. سنګروال صیب په قلم د برکت شه ، پښتو خبرې ، پښتو لیکل او او … ددې مانا نلري چې پښتون دی ! پښتون هغه دی چې دپښتون اخلاق ولري او پښتني وینه ولري …! تر اوسه پورې د پښتانه په نوم د پښتون له قامه سره ډیر ظلم شوی دی او هغه هم خپل پښتانه پکشې‌ شکیل وو !

  6. که کرزی هوښیار وی نو د بوسنیا کروشیایي پخواني جنرال سلوبودان پرالیاک، چه د 7000 انسانانو قاتل وه او د هاګ په محکمه کي یی زهر وڅښل او د ملامتی څخه یی د تل لپاره ځان خلاص کړو.
    نو کرزی ته ځما مشوره داده چه یو ګوټ زهر وچښه او یا د مږو د مرګ دوا وخوره چه د تل لپاره بیغمه شی، ځکه ستا په دوره کی ستا پوچو او ګډو وډو مشورو او مداریتوب 150000 ولسی خلک، حکومتی بیچاره عسکر او طالیبان قتل کړیدی.
    د سلوبودان غیرت ځان کی پیداکړه، ولسی خلک او ټول یتیمان ستا دغه غیرت ته په انتظار دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب