شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعمران خان: پاکستان د پيسو لپاره د امريکا ملګری او بې عزته...

عمران خان: پاکستان د پيسو لپاره د امريکا ملګری او بې عزته شو

تاند:( چار شنبه، د جدي لومړۍ)‏ ‏‏د پاکستان صدراعظم عمران خان منلې، چې هېواد یې « د ترهګرۍ ضد جګړې» سره د پيسو لپاره ملګری شوی و.

نوموړي دغه څرګندونې د خپل ګوند ( تحريک انصاف) په غونډه کې کړي.

هغه د پاکستان د هغه مهال پر چارواکو نیوکه کړې، چې بهرنی سیاست یې د پیسو په محور رامنځته کړی و.

د‌ عمران خان په خبره، له داسې سياستونو سره د پاکستان عزت له پيسو قربان شوی او دوی خپله نورو ته له خپلې خاورې د استفادې اجازه ورکړې وه.

عمران خان په ورته وخت کې ویلي، چې په سياست کې له خپل موقعيت څخه ناراضه دی او لاسونه او پښې یې ورته تړل شوې ښکاري.

پاکستاني صدراعظم دا خبرې په داسې مهال کړي، چې په وروستيو کې د پاکستان د اقتصادي وضعيت له خطرناک کیدو سره تر سختو فشارونو لاندې دی.

هغه د دغو فشارونو په غبرګون کې خپل سیاسي مخالفان تورنوي، چې همداسې کړکیچن او شړیدلی اقتصاد ېې په ميراث ور پريښی.

د یادونې وړ ده، چې له امريکا متحده ايالاتو سره پاکستان د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په نسکورولو کې، د پریمانه اقتصادي مرستو په بدل کې ملګری شو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب