شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاندرابي: ط د پاکستان په مشوره د القاعده غړو ته افغاني تذکرې...

اندرابي: ط د پاکستان په مشوره د القاعده غړو ته افغاني تذکرې او پاسپورټونه جوړوي

تاند:( چار شنبه، د جدي لومړۍ)‏ ‏‏د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزير مسعود اندرابي ويلي، چې طالبان له القاعده ډلې سره د خپلو اړیکو ډ پټولو په موخه، د دغه سازمان په ګډون د نورو نړيوالو ترهګرو ډلو غړو ته افغاني تذکرې او پاسپورټونه جوړوي.

د اندرابي په وينا، طالبان دا کار د پاکستان د پوځ د ځینو ډلو په مشوره او همکارۍ ترسره کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنيت شورا پخواني وياند مولانا رحمت الله اندړ هم ياده موضوع تایید کړې او په اړه یې لیکلي: طالبان د القاعده او د نورو تروريستي ډلو غړو ته تذکري او پاسپورټونه ورکوي او د پنجشنبې ورځ چې دوی ځانته ځانګړي کړي، يو لامل يې همدغه دی.

د اندړ په وینا، د تېري شل کلنې جګړې لامل هم طالبان و، اوس يو ځل بيا د بلې خونړۍ جګړې اسباب تياروي او افغانستان يوځل بيا د تروريزم پر ځاله بدلوي.

طالبانو دغو ادعاوو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د دوی حکومت مخکې رد کړې، چې ګواکې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړيکې لري.

د طالبانو وياندويانو په دې اړه د ادعاوو د ردولو باوجود، تر اوسه القاعده او نورې ډلې نه دي غندلي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، له جلال اباد څخه د القاعده ډلې د یوه مشهور افغان غړي امین الحق د تاوده هرکلي هغه ویډیو ګانې خپرې شوې، چې پاکستان نه تر راستنيدو وروسته یې د طالبانو لسګونه غړي په بدرګه ولاړ وو.

هغې ویډیو ته امریکايي چارواکو غبرګون ښودلی او ویلي و، چې د طالبانو او القاعده ډلو تر منځ اړيکې له منځه نه دي تللي.

2 COMMENTS

  1. دغه جنایت ۹۰ مه لسیزه کې ترهګر عبدالعرب رسول سیاف هم کړی وه. عرب سری وحشي پښتون عربي بنګو داسې خرمست کړی چې شنه شنه ټيزونه اچوي لکه په ټوله نړۍ یې چې عربي فتحه کړې وي، هی ستاسې جخاتونه غئ هی ستاسې دیني خرتوبونه غئ هی ستاسې شهادتونه غئ ههههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب