شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد عليپور د وسلو ۳ زېرمې نیول شوي

د عليپور د وسلو ۳ زېرمې نیول شوي

تاند:( چار شنبه، د جدي لومړۍ)‏ طالبان وايي، چې د استخباراتو ځانګړې قطعې یې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د نا مسووله وسله والو د قومندان علیپور د وسلو درې زېرمې کشف کړې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ وويل، چې له دغو زېرمو یې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې، د شپې او ورځې دوربينونه، لاسي بمونه او زرګونه ګولۍ او نور مهمات ترلاسه کړي دي.

معلومه نه ده، چې دغه وسلې له پخوا څخه پاتې وې او که عليپور تازه د طالبانو خلاف د جګړې لپاره چمتو کړې وې.

عبدالغني عليپور د هزاره قوم اړوند له مشهورو جنګسالارانو څخه ګڼل کیده، چې لومړی د طالبانو پر ضد د سیمه ییزو پاڅونوالو مشر و او بيا د ولسمشر غني د حکومت پر وړاندې يې بغاوتونه کول.

عليپور څو ځله د افغان ځواکونو له لوري نیول شوی و، خو د ولسمشر غني د دویم مرستیال سرور دانش په منځګړتوب او ضمانت بیرته خوشې شوی و.

نوموړي تېر کال د افغانستان د هوايي ځواک يو هليکوپتر هم، د هغه پر ضد د عملياتو پر مهال وېشتې وه، چې څو پیلوټانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

عليپور په دې تورن و، چې له ایران څخه تمويلېږي او د افغانستان د بې ثباتۍ لپاره کار کوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان په غونډه کې وويل، چې د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د قدرت جزيرې له منځه وړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب