Homeخبرونهد مولانا عبدالعزیز ګيله، متقي هېر کړی يم، مدرسې ته بايد...

د مولانا عبدالعزیز ګيله، متقي هېر کړی يم، مدرسې ته بايد راغلی وای

تاند:( چار شنبه، د جدي لومړۍ)‏ ‏د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د لال جومات او مدرسې مشر مولانا عبدالعزیز د طالبانو اسلامي امارت ته په یوه لیک کې پر طالبانو نیوکه او د دوی د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي څخه ګیله کړې ده.

هغه ويلي، چې طالبان د پاکستان حکومت سره ښې اړیکې پالي خو پاکستاني مدرسې او مجاهدین چې د امریکا او ناټو د اشغال په مقابل کې یې ددوي ملاتړ کړی

و هیر کړي دي.

‏مولانا عبدالعزیز وایي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د مولانا فضل الرحمن سره تر لیدو وروسته کولای شویعل، چې جامعه حفصه، لال مسجد او جامعه فریدیه ته ورشي، خپله خواخوږي ورسره شریکه کړي او پر هغوی د لګول شویو بندیزونو په اړه خبرې وکړي او د هغوی ستونزې واوري.

طالبانو او د بهرنيو چارو وزير یې مولوي امیر خان متقي، چې ممکن پاکستان کې د ديني زده کړو پر وخت د مولانا عبدالعزیز شاګرد هم پاتې شوی وي، په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

واک ته له رسېدو او په افغانستان کې د حکومت تر اعلانولو وروسته، په لنډه موده کې د طالبانو ډېر لوړپوړي مشران پاکستان ته په سفر ځي، چې له هغې ډلې د دوی د لوړو زده کړو وزير عبدالباقي حقاني له نيږدې يوې مياشتې راهيسې په پاکستان کې دی.

عبدالباقي حقاني د خپل روزنتون ( حقانيه مدرسې) په ګډون د پاکستان مختلفو مدرسو او د طالبانو په معنوي پلار مشهور ديني عالم مولانا فضل الرحمن ته د ملاقات لپاره ورغلی.

د طالبانو د عامې روغتيا وزير ډاکټر عباد هم څه موده مخکې پاکستان ته د سفر پر مهال د کراچۍ ښار له هغې مدرسې لیدنه کړې وه، چې ده پکې زده کړې کړی وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...