شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهم.م. د امریکا په وړاندیز افغانستان ته د مرستو رسولو پرېکړه لیک...

م.م. د امریکا په وړاندیز افغانستان ته د مرستو رسولو پرېکړه لیک تصویب کړ

تاند(پنجشنبه، د جدي ۲مه) د ملګروملتو امنیت شورا پرون (چهارشنبه) یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې پر اساس یې په افغانستان کې د مرستو لپاره پر طالبانو بندیزونه استثنا ګرځول کېږي.

دا پرېکړه لیک، چې د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري وړاندې شوی و، د امنیت شورا د ۱۵ غړیو له لوري په یوه خوله تصویب شو.

له پرېکړه لیک سره سم، بشري مرستو او نورو هغه فعالیتونو ته چې په افغانستان کې د لومړنیو بشري اړتیاوو لپاره کېږي، همداراز هغو پیسې ته، چې د طالبانو پر ضد د بندیزونو سرغړونه نه ګڼل کېږي، اجازه ورکول کېږي.

په ملګروملتو کې د امریکا دایمي استازې لیندا توماس ګرینفیلډ د امنیت شورا د پرېکړه لیک د تصویب کېدو هرکلی وکړ، ویې ویل «دا پرېکړه لیک افغانستان ته د بشري مرستو او هغو فعالیتونو لپاره چې د لومړنیو بشري اړتیاوو د ملاتړ لپاره کېږي، د ملګروملتو په بندیزونو کې استثنا قایلېږي.»

دې همداراز ویلي «زه د ملګروملتو د امنیت شورا له لوري په یوه خوله د دغه پرېکړه لیک، چې په افغانستان کې د خلکو لپاره خورا ضروري دی، د تصویب په خاطر ستاینه کوم.»

په ملګروملتو کې د بریتانیا سفیرې باربرا ووډوارډ وویل، دا پرېکړه لیک به د هغو بندیزونو له کبله چې په ۱۸۸۸ کې لګول شوي وو، له خلکو سره د مرستې لار هواره کړي.

د ملګروملتو پر اساس، په افغانستان کې ۲۴ ملیون تنه ژوندژغورونکو مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب