یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د اسلامي همکارۍ ټولنه/ احسان الله ارینزی

د اسلامي همکارۍ ټولنه/ احسان الله ارینزی

Organization for Islamic Conference(OIC)

په اسلامي ځمکو او هېوادونو کې، د 19 پېړۍ له دوهمې نیمایي څخه د ویښتیا او خوځیدا یوه څپه راغله چې مذهبي ایدیالوژي پرې زوروره وه. ښکاره خبره ده چې هغه وخت په لویدیځ کې اقتصادي او تکنالوژیکي پرمختګونو، اسلامي هېوادونه له راز – راز ستونزو سره مخامخ کړل او د دوي پخوانی برم ته یی د پای ټکی کېښود.

د کال 1967 د هغه 6 ورځنې جګړې په پای کې، چې عربي هېوادونو پکې ماته وخوړه، عربي دولتونه دې ته اړ شول چې د خپلو خلکو د احساساتو د قابو کولو له پاره، د اسلامي کنفرانس جوړېدو ته مټې ونغاړي. د کنفرانس د جوړېدو له پاره د سعودي ، مصر (جمال عدالناصر) او ایران جلا – جلا تګلارو او دریځونو په کارونو کې لږ ځنډ او خڼډ پېښ کړ؛ خو په کال 1969 کې، په الاقصی جومات باندې د اسراییلو برید، سعودي ته لار اواره کړه چې د صهیونیزم په ضد، د مسلمانانو له احساساتو څخه ګټه پورته او د اسلامي کنفرانس د جوړولو نوښت په لاس کې واخلي.

په هغه غونډه کې چې د همدې کال د سپتمبر په 25، په رباط (مراکش) کې د اسلامي هېوادونو د مشرانو په ګډون جوړه شوه، په دریو خبرو بحث وشو: په الاقصی جومات برید چې یو وخت د مسالمانانو لومړنې قبله وه، د اسراییلو له خوا د عربي ځمکو نیول او د بیت المقدس ښارګوتی څرنګوالی. غونډې په عین وخت کې د اسلامي هېوادونو کنفرانس بنسټ هم کېښود .

د دی ټولنی نوم په لومړی سر کی د اسلامی هیوادونو کنفرانس و؛ خو په کال ۲۰۱۱ کی د اسلامی همکاری ټولنه شوه او جده یی د پلازمینی په توګه وټاکل شوه

اهداف:

OIC  د دې له پاره جوړ شو چې د اسلامي هېوادونو تر منځ هر اړخیزه همکاري پیاوړې کړي، بیت المقدس خوندي کړي او د فلسطین او نورو اسلامي هېوادونو د خپلواکئ او برم ساتلو ته پام وساتی:

·         د اسلامي هېوادونو د غږ اوچتول او د ګټو ساتنه او د دې هېوادونو تر منځ ورورولي، همغږي او پیوستون او په اقتصادي، ټولنیزو او علمي برخو کې د اسلامي هېوادونو همکاري،

·         د هر راز نژادي تبعیض او استعمار په ضد مبارزه او د هر راز قانوني کړنو ملاتړ،

·         د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت له پاره هڅې،

·         د اسلامي سپېڅلو ځایونو د ساتنې له پاره ګډې هڅې،

·         د اسلامي هېوادونو په مخکې د پرتو ستونزو د له منځه وړلو له پاره کار او د فلسطینیانو د حقونو او خپلواکئ ملاتړ،

·         د یو بل خپلواکي ته درناوی، د نورو په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه او د اسلامي هېوادونو د ځمکنې بشپړتیا خونديتوب،

·         د OIC د عامه ګټو د ساتلو له پاره، په نړیوالو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه پرېکړو کې د اسلامي هېوادونو د ونډې او برخې کلک ملاتړ،

·         د ملګرو ملتونو له کړنلارو او نړیوالو قوانینو سره سم، د خلکو د حقوقو په ساتلو ټینګار،

·         د اسلامي ګډ سوداګریز مارکیټ د جوړولو له پاره، د اسلامي هېوادونو د خپلمنځي اقتصاد او سوداګرئ پراختیا او غښتلي کول،

·         د OIC د هر اړخیز او تلپاته بشري پرمختګ له پاره هلې ځلې،

·         له رښتیني اسلامي دین څخه دفاع او د مذاهبو او تمدنونو د ډیالوګ د هڅونې له پاره، له دین څخه د ناوړو تعابیرو په ضد مبارزه،

·         په OIC هېوادونو کې د ساینس او تکنالوژی د خورولوهڅی،

د OIC په کړنلاره کې راغلي چې غړي هېوادونه، دې اهدافو ته د رسېدو له پاره باید خپل کارونه داسې تنظیم کړي:

·         باید د ملګرو ملتونو کړنلارې ته ژمن وي،

·          باید د حقوقو او وجایبو له پلوه خپلواک او برابر وي،

·         باید خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې پای ته ورسوي او د زور له کارولو څخه ډډه وکړي،

·         یو د بل ملي حاکمیت، سیاسي خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وساتي او یو د بل په کورنیو چارو کې لاس ونه وهي،

·         باید په ملي او نړیوالو برخو کې، د اغیزمنې حکومتولۍ، ولسواکئ ، بشري حقونو، د قانون د واکمنۍ او پرمختګ ملاتړي وي او د همدې له پاره کار وکړي.

جوړښت:

1 – سرمشریزه: د اسلامي هېوادونو د مشرانو غونډه چې هر درې کاله وروسته یو ځل، او یا د اسلامي نړۍ د اقتصاډي مصالحو په غوښتنه، په ځانګړي توګه، د یو غړي هېواد په پلازمینه کې جوړېږي. په دې غونډو کې په هغه نړیوالو بدلونونو بحث کېږي چې د اسلامي هېوادونو په ګټو اغېز ولري.

OIC  له جوړېدو څخه تر 2020، پورې دا سرمشریزې جوړې شوې دي:

رباط 1969، لاهور 1974، طایف 1981، کازابلانکا 1984، کویټ 1987، ډاکه 1991، کازابلانکا 1994، تهران 1997، دوحه 2000، دوحه 2003، کوالالامپور 2003، مکه 2005، داکار 2008، مکه 2012 ، قاهره 2013 ( چی د سیاسی بدلونونو په توسن وځنډید) او استانبول 2017

2 – د بهرنیو چارو د وزیرانو کنفرانس: د OIC د بهرنیو چارو وزیران په کال کې یو ځل؛ خو د اړتیا په وخت کې څو ځلې غونډې جوړوي. په لومړنیو عادي غونډو کې، د بهرنیو چارو وزیران، هر کال د ولسمشرانو د سیاسي تګلارو په رڼا کې کې، پرېکړې کوي او سرمنشي او دارالانشا ته دندې سپاري. دا وزیران کولای شي چې په نړیوالو چارو کې د خپلو دولتونو د غوره دریځ او د ملګرو ملتونو د عمومي ټولنې د غونډو د اجنډا د څېړلو له پاره هم، هملته په نیویارک کې سره وویني او ځانګړې غونډې جوړې کړي.

3 – دارالانشا: دارالانشا یو سرمنشي، څلور مرستیالانه او یو شمېر کارکوونکي لري. دارالانشا د OIC اداري چارې مخ ته وړي . د OIC سرمنشي د ټولو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا د رایو په اکثریت ټاکل کېږي، 4 کاله کار کوي او یو ځلې بیا هم ټاکل کېدای شي. د سرمنشي څلور مرستیالانه په سیاسي، فرهنګي، مالي او اداري څانګو کې، د سرمنشي په وړاندیز، د OIC د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا د یو ځل له پاره ټاکل کېږي. دارالانشا د هغه پرېکړو د عملي کولو مسوولیت په غاړه لري چې په سرمشریزو یا د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډو کې شوې وي.

د OIC  سرمنشي 4 دنده لري چې:

·         د OIC د سرمشریزو، د بهرنیو چارو یا نورو وزیرانو غونډې جوړې کړي، وړاندیزونه برابر کاندي او پرېکړو عملي کړي او د OIC کارونه همغږي کړي،

·       د OIC بودجې جوړه کړي، منظوري واخلي او لګښتونه تنظیم کړي،

·      د OIC د غړو هېوادونو تر منځ اړیکې ټینګې او پیاوړي کړي او د سلا مشوره لارې اوارې کړي،

·      غړو هېوادونو ته د OIC په هکله معلومات او اطلاعات ورسوي او د هغوی وړاندیزونه وګوري او وارزوي.

د OIC له جوړېدو څخه را پدیخوا، لاندې کسانو د دې ټولنې د سرمنشي په توګه کار کړی:

1971 – 1973-، تانګو عبدالرحمن د مالیزیا، 1974 – 1975، حسن التهامي د مصر، 1975 – 1979، داکتر عمادو کریم ګای د سنیګال، 1979 – 1984، حبیب چاتی د تونس، 1985 – 1988، سید شریف الدین پیرزاده د پاکستان، 1989 – 1996، داکتر حمید الکابید د نایجیر، 1997 – 2000، داکتر عزیزالدین لاراکي د مراکش، 2000 – 2004، داکتر عبدالوحید بیلکیزیز د مراکش، 2005 –2014 ، داکتر اکمال الدین احسان اوغلو د ترکیې، 2014 –،  2016ایاد بن امین مدانی؛ 20162020، یوسف الوطیمین؛ 2020  تر اوسه، حسین براهیم طحا د چاد.

4 – نړیواله اسلامي محکمه: دا محکمه په کال 1987 کې د OIC په پنځمه سرمشریزه غونډه کې جوړه شوه. په هغه غونډه کې د OIC د کړنلارې درېیمه ماده داسې بدله شوه چې نړیواله محکمه د دې ټولنې د څلورم ارګان په توګه ومنل شوه. دا محکمه ۷ قاضیان لری چی د اسلامی هیادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا د څلورو کلونو د پاره ټاکل کیږی او دنده لری چی د  دی ټولنی د د اساسنامی له مخی پریکړی وکړی. دا محکمه تر اوسه پوری په اساسنامه کی د د متضادو موادو د شتون په توسن نه ده جوړه شوی

د سوداګرئ د پراختیا اسلامي مرکز (مراکش)؛ د اسلامي تاریخ، — فرعی څانګی:5

کلتور او هنرونو د مطالعې او څېړنې مرکز(ترکیه) او د تکنالوژۍ او علومو

اسلامي موسسه (بنګله دیش).

— کمیټی: دا کمیټی د سرمشریزو او د بهرنیو چارو وزیرانو د پریکړو6

د عملی کولو د پاره جوړی شوی ، چی په دریو برخو ویشل کیږی: دایمی،

لنډمهاله او ځانګړی.

دایمی کمیټی: د اطلاعاتی او فرهنګی ګډ کار کمیټه (سنیګال)، د بیت المقدس کمیټه

(مراکش)، د اقتصادی او سوداګریز ګد کار او مرستو کمیټه (ترکیه) او د علمی او

تکنالوژیکی ګډ کار او مرستو کمیټه (پاکستان)، چی ټولی د دی ټولنی د اساسنامی له مخی

جوړی شوی دی.

لنډمهاله کمیتی: چی د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا جوړیږی. لکه د جنوبی

افریقا او نامیبیا کمیټه او د صحرا د خلکو سره د اسلامی پیوستون کمیته، چی د

کار د خلاصون وروسته بیرته ړنګیږی

ځانګړی کمیټی: لکه د افغانستان کمیټه او د فلسطین کمیټه

تخصصي څانګې: دا څانګه پنځه تخصصی کمیټی لری:  اسلامي پراختیا بانک (جده)؛ علمي، فرهنګي او روزنیزه اسلامي ټولنه ( جده) ، د نړیوالو اسلامي خبري اژانسونو ټولنه( جده)، د اسلامی دولتونو  خبری اژانس او د نړیوالی سری میاشتی اسلامی کمیټه. اسلامی پراختیا بانک د دی ټولنی یو تخصصی بنسټ دی چی ۵ بلیون دالر پانګه لری.

وړې څانګې: چی د اسلامی هیوادونو تر مینځ د ګډ کار او مرستو، د ډیریدو له پاره —

جوړیږی، لکه د اسلامي پلازمېنو او ښارونو ټولنه، د اسلامي بانکونو

نړیواله ټولنه، د سوداګرئ او صنایعو نړیواله خونه، د اسلامی پیوستون فدراسیون،

د اسلامی او عربی ښوونځیو نړیوال فدراسیون، د ځوانانو ټولنه، اسلامی هیوادونو

ته د مشاورینو فدراسیون؛ د اسلامی علونو نړیواله اکاډمی، د اسلامی هیوادونو د

ستندردونو جوړولو او مترولوژی انستتیوت؛ د مالیزیا، نایجیر او یوګندا

پوهنتونونه او داسی نور.

دا کنفرانس له ملګرو ملتونو وروسته د نړئ تر ټولو لوی بین الحکومتی جوړښت دی چی ۶ تخصصی بنسټونه، ۱۸ تړلی ارګانونه، ۴ پوهنتونونه او ۶ دایمی استازولی لری او په ټولو هغه برخو کی کار کوی چی د افغانستان غوندی جنګ ځپلی او وروسته پاته هیوادونه ورته اړتیا لری.

افغانستان او د اسلامی همکارئ ټولنه: افغانستان له همغه لومړی پیله د دی ټولنی غړی هیواد دی.. دا ټولنه په لومړی سر کی ډیره په سیاسی چارو لګیا وه؛ خو د وخت په تیریدو سره اقتصاد، ټولنه، فرهنګ، بشری حقونه، له بنسټ پالنی او ترهګذی سره مبارزه، بشری چاری او له اسلام څخه د ویری مخنیوی هم د دی ټولنی په کارونو کی راغلل.

د کال ۱۹۸۱- ۱۹۲۲ تر مینځ د شوروی یرغل په توسن، په دی ټولنه کی د افغانستان غړیتوب و ځنډول شو. دا غړیتوب په ۱۹۹۲ کی بیرته اعاده شو. په کال ۲۰۱۱ کی پریکړه وشوه چی د افغانستان غړیتوب له دایمی استازیتوب څخه سفارت ته جګ شی. د کال ۲۰۲۱ د دسمیر په ۱۹ دی ټولنی د افغانستان د وضعیت د څیړلو د پاره، د سعودی به غوښتنه په اسلام اباد کی د بهرنیو چارو وزیرانو غونده جوړه کړه چی عواقب او نتایج به یی وروسته معلومیږی.

که افغانستان د سم لابی ظرفیت ومومی؛ نو د خپلو اوږدمهاله ستونزو او کړاوونو د پای ته زسولو د پاره، د اسلامی همکاری ټولنی له بالقوه او بالمثل مرستو څخه  ګټه ترلاسه کولای شی.  .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب