د سهار وړانګو په ځليدو سره په لارو او سړکونو د چټکو قدمونو لښکرې ور ماتې شي او هر کس د خپلو هيلو په پوره کولو پسې لالهانده مسير طی کوي.
څوک په تازه لباس او نوې نيکټايۍ سره د دفتر تر مېزه ځان رسوي.
څوک خپل ماشومان د زده کړو پر لور بيايي او څوک د نورو دپاره د خرڅلاو کارځای ته ځي.
خو ځينې بيا داسې دي، چې مسير يې نامعلوم دی، کار يې په نورو پسې تړلی، د ساړه او ګرمۍ لباس يې يو دی، ښادۍ او غم ته يو ډول جامې اغوندي، خو غوښتنې يې بېلې دي.
ورځ هماغه ده.
وخت يې هماغه ټاکل شوي ساعتونه دي.
لمر په هماغه وخت خيږي او ډوبيږي.
لارې هماغسې پرتې دي.
خو د خلکو ارزوګانې جلا دي، څوک ډک لاسونه کور ته ستانه شي، خو څوک بيا تش لاسونه، ستړې هيلې او سرې سترګې په وره ننوځي او د ماشومانو هيله مندو سترګو ته راتلونکو وعدو باندې دوکه ورکوي.