یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهزاخېلوال: ملا ماتوونکي اقتصادي وضعیت ته اندیښمن او پوره همکارۍ ته چمتو...

زاخېلوال: ملا ماتوونکي اقتصادي وضعیت ته اندیښمن او پوره همکارۍ ته چمتو یم

تاند:(چهارشنبه ، د قوس څلور ویشتمه)‏‏‏‏ د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال، چې د طالبانو له واکمنیدو سره بیرته کابل ته ګرځیدلی، د هېواد د روان او راتلونکي وضعیت او په ځانګړي ډول اقتصادي ستونزو ته اندیښنه ښودلې ده.

هغه له یو شمېر افغان ځوانانو سره په ناسته کې دغه اقتصادي ستونزې ملا ماتوونکې ګڼلي او هیله یې ښودلې، چې طالب چارواکي به ورته مناسبه حل لاره پيدا کړي.

زاخېلوال خپله هم چمتووالی ښودلی، چې په دې برخه کې سلا مشورې وړاندې کړي.

د ده په وینا، خپل دا تیاری یې هم د مخامخو لیدنو او هم پرانیستو لیکونو په وسیله طالب مشرانو سره شریک کړی.

د زاخېلوال له خپرې کړې لنډې اعلامیې ښکاري، چې په دې برخه کې د طالب مشرانو مثبت ځواب نه ورکول کیدو خواشینی کړی دی.

هغه دا هم ویلي، چې د ټول شموله فورم د رامنځته کولو او د نړیوال مشروعیت او نورو ستونزو د حل لپاره د طالبانو مشران او نور سیاستوال ګډو هڅو ته هڅوي.

عمر زاخېلوال له ټول شموله فورم څخه خپل هدف نه دی روښانه کړی او هم یې د طالب واکمنۍ د ملي مشروعیت په اړه څه نه دي ویلي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی، چې عمر زاخېلوال یې له نیږدې ملاتړو څخه دی، له طالبانو غوښتي چې لومړی د لویې جرګې له رابللو سره خپل حکومت ته ملي مشروعیت پيدا کړي، چې دا مشروعیت یې د نړیوال مشروعیت برابریدو سبب شي.

طالبانو د کرزي او زاخېلوال غوښتنو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

تمه کیږي، چې طالب مشران به په نیږدې راتلونکي کې د علماوو یوه لویه غونډه جوړه او د هېواد د وضعیت په اړه ترې مشورې وغواړي.

د دوی منتقدینو بیا ویلي، چې د علماوو مشورې به هم طالبانو ته داسې وي، لکه خپله د طالبانو حکومتولي، ځکه د دوی په وینا حکومتولي د علماوو او ملایانو کار نه دی او دا موضوع پخپله شاوخوا ۴ میاشتینۍ واکمنۍ کې طالبانو بیا ښه روښانه کړه.

د طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان ۲۴ میلیونه خلک سخت وږي دي، میلیونونه ماشومان خوارځواکۍ ځپلي او د مرګ خطر یې رامنځته شوی او هم روانه اونۍ د اقتصادي سقوط په درشل کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه ۳۰ سلنه کمه شوې، چې ورسره د خوراکي او نورو توکیو بیې خورا لوړې شوي او وږی ملت یې نور هم بد وضعیت سره مخ کړی.

د طالبانو یوه مخکښ سیاسي غړي انس حقاني بیا د بحران تر حده د فقر د وضعیت رسیدو ادعا رد کړې او ویلي، چې ټولو ته لوی خدای ډوډۍ رسوي او انسان په وښو خوړلو هم ژوندی ساتي.

4 COMMENTS

  1. اوسنی اقتصادي کړکیچ د زاخیلوال صاحب د ناکام او فاسد مدیریت پایله ده، ښاغلیه! لطفا خپله همکاري او انرژي مو صرف لکه د پخوا په ځیر د خپلو شخصي اغراضو لپاره وکاروي.

  2. شکل کاله د دغو جنابانو په موجودیت او د ټولی نړی له مرستو سره سره افغانستان د ۴ میاشتو لپاره عواید او ذخیره هم نلری ، که چیری دا کومکونه او مرستی په همدوی بندی شوی وای نو بیا به دوی څه کول

  3. د زاخیلوال غوندی د مړضمیرو او پردی پالو له لاسه تالبان تر ارګ راورسیدل او د افغان ولس په مرۍ يی داسی پخه کیښوده چی ساه تری نه شی اخستلی.
    افغان ولس که خوله بیرته کړی نو تالبان ورته ستاسو د مړضمیرو خاینانو او پردیپالو طعنی ورکوی

    ستا او ستا په شان په نورو مړضمیرو خاینانو او بی کفایته خلکو دی اسمانی تندر راولویږی چی افغان ولس ورنه د تل لپاره بی غمه شی.
    تاسو د شرم او حیا په نوم هیڅ کوم شی نه پیژنۍ.
    رښتیا وايی چی څوک شرم نه لری نو څوک به يی وشرموی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب