جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر، حسینه ساپۍ د ښځو چارو وزارت لپاره ونوموله

ولسمشر، حسینه ساپۍ د ښځو چارو وزارت لپاره ونوموله

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۹مه: ولسمشر غني له سیاسي هوکړې وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزیره حسینه ساپۍ د ښځو چارو وزارت سرپرسته ټاکلې ده.

ولسمشر د یو حکم په ترڅ کې د ښځو چارو وزارت لپاره نوماند وزیره هم ټاکلې او له پارلماني چارو وزارت یې غوښتي چې نوموړې د باور د رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.

دا له عبدالله سره تر سیاسي هوکړې وروسته لومړۍ ګمارنه ده چې د ولسمشر لخوا ترسره کېږي.

ولسمشر تر دې وړاندې حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت، احمد ضیا سراج د ملي امنیت عمومي ریاست، عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت او ظاهر ظهېر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره سرپرستان او نوماند وزیران ټاکلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب