Homeخبرونهافغانستان هند ته د هوا له لارې ۱۵۰ ټنه وچه مېوه صادروي

افغانستان هند ته د هوا له لارې ۱۵۰ ټنه وچه مېوه صادروي

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۹مه: د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، افغانستان به د کورونا بحران له کبله هند ته د وچې مېوې ځنډېدلي صادرات څو ورځو کې بیا پیل کړي.

د دغې خونې مرستیال یونس مومند تاند ته وايي، ټاکل شوې چې ۱۵۰ ټنه وچه میوه یو وار بیا د هوايي دهلېز له لارې هند ته واستول شي.

نوموړی وايي، په همدې کورونايي وضعیت کې يې تر دې وړاندې چین ته هم د ۱۱۰ ټنه جلغوزې یوه محموله د هوا له لارې استول شوېده: (( هڅه کوو چې نړۍ ته د افغانستان صادرات بیا پیل او عادي حالت ته راوګرځي.))

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا د بحران له پیل وروسته ټولې نړۍ هر ډول راکړې ورکړې لپاره پولې سره وتړلې او هوايي دهلېزونه هم ورسره بند شول چې له کبله یې د افغانستان د بڼوالو او سوداګرو مېوې د خوسا کېدو له ګواښ سره مخ شوې.

همدا راز په ټول هېواد کې ۸۰ سلنه فابریکې هم وتړل شوې چې د ټول اقتصادي څرخ په درېدو افغانستان ته یو نیم میلیارد ډالره تاوان واوښت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...