جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکايي کمپنۍ وايي، د کورونا لپاره یې درمل جوړ کړي

امریکايي کمپنۍ وايي، د کورونا لپاره یې درمل جوړ کړي

تاند (دوشنبه، د ثور۲۹) د امریکا د متحدو ایالتونو په کلیفورنیا کې د بیایو ټیک (بیوټکنالوژۍ) د کمپنۍ ساینسپوهانو داسې انټي باډي موندلې چې د دوی په وینا د کورونا وایرس بشپړه مخه نیسي.

د فاکس نیوز چاینل د راپور له مخې، د کلیفورنیا په سن دييګو کې (Sorrento Therapeutics) کمپنۍ ادعا کوي د دوی (STI-1499) انټي باډي سل په سلو کې کورونا وایرس نه پرېږدي چې د انسان روغو حجرو ته ننوځي.

دا کمپنۍ د نیویارک د (Mt Sinai School of Medicine) له طب پوهنځي سره په ګډه کار کوي چې دا انټي باډي له ګڼو نورو سره یوځای کړي او د ټولو له ګډولې درمل جوړ کړي.

سورنیتو (Sorrento) کمپنۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل، په میاشت کې تر ۲ لکه ډوزه پورې انټي باډي جوړولی شي.

دا درمل له دې کبله مهم دي چې د کوویډ ۱۹ لپاره تر واکسین ژر جوړېږي او بازار ته راوځي.

ګومان نه کېږي چې واکسین دې په یوه کال یا یوه نیم کال کې جوړ شي. که څه هم راپورونه وايي چې کاناډا د واکسین په جوړولو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

سورنیتو کمپنۍ وايي چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې ته یې غوښتنلیک استولی چې د دوی له لوري جوړه شوې دوا ژر تایید کړي خو دې ادارې تراوسه پورې جواز نه دی ورکړی.

په امریکا کې هر درمل لومړی باید د متحدو ایالتونو د خوړو او درملو د ادارې له لوري تایید شي.

دا اداره هر درمل له دې نظره ازمويي چې جانبي عوارض ونه لري.

د سورنیتو اجراییه رييس ډاکتر هینري جې آی فاکس نیوز ته وویل«موږ په دې تاکید کوو چې دا درمل د کووید نولس لپاره اکسیر دي. په دې درملو د دې وایرس سل په سلو کې مخه نیول کېږي.»

ده همداراز وویل، کله چې په بدن کې دا انټي باډي وي، دې ته بیا هیڅ اړتیا نه پیدا کېږي چې څوک له کورونا یا له هغه چا چې کورونا وایرس لري، وبېرېږي.

فکس نیوز وايي، سره له دې چې دا ډېر ستر پرمختګ دی خو تراوسه پورې دا انټي باډي په انسانانو ازمویل شوې نه ده او دا هم څرګنده نه ده چې د انسان پر بدن نور څه اغېز لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب