Homeخبرونهعبدالباقي حقاني له خپل روزنتون ( حقانیه مدرسې) څخه لیدنه وکړه

عبدالباقي حقاني له خپل روزنتون ( حقانیه مدرسې) څخه لیدنه وکړه

تاند:( یکشنبه ، د قوس يو ويشتمه)‏‏‏ ‏د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني، چې د اکوړه خټک له حقانيه مدرسې څخه فارغ دی، پاکستان ته د سفر پر مهال له نوموړې‌ مدرسې لیدنه وکړه.

د‌ دغې لیدنې په اړه طالبانو رسنيو ته ډېر جزییات نه دي ورکړي.

ياده مدرسه د پاکستان مشهور ديني عالم مولوي سميع الحق د پاکستاني استخباراتو په همکارۍ څو لسیزې مخکې تاسيس کړی و.

سمیع الحق، له دې کبله چې ګڼ طالب مشران يې له مدرسې څخه فارغ دي، د طالبانو معنوي پلار ګڼل کېږي.

دغه مدرسه نه يوازې افغانستان، بلکې ټولې سيمې ته د ترهګرۍ د صادرولو يوه اصلي مرجع ګڼل کېږي.

د دغې مدرسې مشر او د سمیع الحق زوی څه موده مخکې وويل، په دې وياړي چې د دوی روزلي کسان پر افغانستان حاکم شوي او اسلامي شريعت نافذوي.

د افغانستان جمهوري نظام له پاکستاني حکومت څخه د يادې مدرسې د تړلو غوښتنه کړې وه او ټينګار يې درلود، چې افغانستان او سيمې ته په دغه مدرسه کې ترهګر روزل کيږي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير عبدالباقي حقاني، چې مدرسې نه فارغ دی او عصري زده کړې يې نه دي کړي، د دغو زده کړو پر ضد د سختو څرګندونو له کبله د لوړو زده کړو پر وړاندې د مبارزې په وزیر مشهور شوی.

نوموړي د دندې په لومړيو ورځو کې يې وويل، چې لوړې زده کړې مهمې نه دي، ځکه طالبانو د زده کړو نه، بلکې د کفر خلاف جګړه کې عزت او قدرت ترلاسه کړی.

هغه دا هم ويلي و، چې د افغانستان د تېرو شلو کلونو له تعليم کړو څه نه جوړېږي او دی ترې د ښو تمه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...