د دنیا په اړه زموږ پخوانی تصور دا دی، چې تېرېدونکې ده، بقا نه لري، ښه ده، چې په ټیټه سترګه ورته وګورو او چندانې اهمیت ورنه کړو. د دنیا په اړه زموږ اوسنی فکر هم له پخواني تصوره متاثره دی. پښتانه وایي، دوه ورځې دنیا ده. دنیا ته په ښه سترګه نه ګوري؛ خو له سهاره تر ماښامه په دې پسې سرګردانه وي، چې یوه روپۍ ډېره وګټي. دنیا ګټل ښه ده؛ خو دومره هم نه، چې له نور ژونده پسې ووځو.
د دنیا په اړه زموږ منفي تصور هم له نادرست دیني پوهې دی. موږ دې دنیا ته ځکه په ښه سترګه نه ګورو، چې ګنې هغه دنیا به رانه پاتې شي. د پیغمبر علیه السلام صحیح حدیث دی، چې: “الدنیاءُ مزرعة الآخره.” دنیا د اخرت کښت دی. دین دا نه وایي، چې ډېره دنیا مه ګټه، بلکې له فقر څخه باید ځان وژغورو. ځکه په هستۍ کې د خدای عبادت تر نېستۍ ښه کېږي.
تصوف هم د دنیا په اړه منفي تصور ورکړی و. پخوا چې عموماً پیسې کمې وې او د پیسو او دنیا ګټل سخت وو؛ نو صوفیانو دنیا ته په ښه سترګه نه کتل. مولانا جلال الدین محمد بلخي وایي:
دنیا همه هیچ و اهل دنیا همه هیچ
ای هیچ برای هیچ و بر هیچ مه پیچ
د غني خان د دنیا کمه موده نه خوښېږي؛ وایي، چې:
د بېغمۍ لږ خوب، لږه خندا ښه ده
نېټه یې لږه ده، ګنې دنیا ښه ده
د همدې غزل په بل بیت کې وایي:
دنیا هغه ښه ده، که دنیا دا ښه ده؟
چاله هغه ښه او چاله دا ښه ده
زموږ په پخوا شاعرۍ کې رحمان بابا د دنیا پر اهمیت پوه و او د دنیا په اړه وایي:
ښه ده ښه ده دا دنیا
چې توښه ده د عقبا
په دنیا کې بدي نشته
که بدي نه وي له تا
خو ځینې وخت داسې هم شوي، چې د رحمان بابا غوندې د دنیا پر اهمیت باندې پوه انسان هم له دنیا څخه شکایت کړی دی.
دا دنیا په احمقانو ده ودانه
دانا نه کا په دنیا باندې غرض
رحمان بابا، چې صوفي مشربه شاعر و، غالباً په دې بیت کې هغه دنیا یادوي، چې ښه دې پرې ونه شي.
زموږ په معاصره شاعرۍ کې دنیا د پخواني تصور پر خلاف ستایل شوې ده. د مولانا بسمل لاندې بیت د دنیا اهمیت ته اشاره کوي:
په دنیا کې که خوږ شی وي ای بسمله
یا به علم وي او یا به عاشقي وي
د ژوند د ښه کولو لپاره پکار ده، چې د پخوانو پر خبرو فکر وکړو. هغه دنیا، چې ځان او نورو ته یې ګټه ورسېږي، بې له شکه ښه ده.
د ۱۴۰۰کال د قوس ۲۱مه