یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال د عدليې وزارت ساختماني پروژې پرانيستې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال د عدليې وزارت ساختماني پروژې پرانيستې

تاند:( یکشنبه ، د قوس يو ويشتمه)‏‏‏ ‌د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال ذبيح الله مجاهد، چې د دوی د ادارې وياند هم دی، نن يې د عدليې وزارت د ساختماني پروژو د بنسټ ډبره کيښوده.

د طالبانو د وياند مرستيال بلال کريمي په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د ذبيح الله مجاهد د وینا ځینې برخې پر خپلې ټویټر پاڼې خپرې کړي.

کريمي دا هم ويلي، چې په ياده غونډه کې د چین سفیر هم ګډون درلود.

دغې غونډې ته د وينا پر وخت ذبيح الله مجاهد له چین څخه غوښتي، چې د دوی د حکومت د په رسميت پېژندلو لپاره همکاري ورسره وکړي.

طالبانو په دې غونډه کې د خپل وياند او چینايي سفير د ګډون او ويناوو دليل نه دی ښودلی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تر دې مخکې له افغانستان سره د يو شمېر هېوادونو د مرستو د ترلاسه کولو د پلاويو مشري هم کړې ده.

پر طالبانو نيوکه ده، چې په حکومتولۍ او د‌ دندو په تفکيک نه پوهېږي، لازم ظرفيتونه نه ورته لري او د واک له انحصارولو او متخصصينو له څنډې ته کولو سره ورځ تر بلې د افغانستان د اداري نظام ريښې له منځه وړي.

دوی بيا دغه تورونه ردوي او وايي،‌ چې مناسب خلک یې پر لوړ پوړو دندو ټاکلي او حکومت يې ټول شموله دی.

3 COMMENTS

  1. دلته عجیبه خبره دا ده چې طالبانو د عدلیی وزارت په انګړ کې د یو جومات د پرانستلو په مراسو کې د یو کمونبستی هیواد یعنی چین چې یو ملیون ایغوری مسلمانان یې بی له کوم جرم او ګناه په جیلونو کی ساتلي هغه ته د جومات د پرانستلو په مراسمو کې بلنه ورکړی، دا دی د طالبانو اسلام، او د اسلامي امارت اصلي څیره .
    په مراسمو کې د هیڅ کوم مسلمان هیواد سفیر او استازی غیر د چین د سفیر نه ګډون نه درلود ، حتی د پاکستان او ایران سفیران هم موجود نه و، ذبیح الله خان مجاهد خپل ټول تقریر د اول نه تر آخره پوری د چین کمونبستی هیواد تعریف او تمجید ته ځانکړی کړی و، نني محفل یو ځل بیا ښیي چی طالبانو ته اسلامی اصول هیڅ ارزښت نه لري ، په کوم کتاب کی راغلی چې د یو جومات د پرانستلو په مراسمو کې په عوض د دی چې د اسلامي هیوادونو سفیران او استازي بلل شوي وای یواځی د یو بی دین کمونبستي هیواد سفیر رابلل شوی
    او د غونډی تقریر هم په عوص د دی چی د خدای د کور توصیف وشي د یو کمونیستي هیواد ستاینه وشي ، نن سبا د نړي ډیرو حتی غیر مسلمان هیوادونه ایغوری مسلمانو سره د چینائي چارواکو د ناسم او ظالمانه سلوک له وجی خپل اړیکی ځنډولي مګر اسلامی امارت او د هغوی پنجالي بادار ته چین د ټولو نه نږدی دوست ده، الله پاک مو تباه کړه د پنجاب نوکرانو.اسلام مو وشرموه .

  2. ثابت صیب سلامونه هیله ده رانه خفه نشۍ
    څه وکړو د وطن او خلکو درد ده ، طالبان له یوی خواه د اسلام په نوم زموږ ملیونونه نجونی له خپل ذاتي حق يعنی زده کړی نه محروم کړي، افغان میرمنی یی له کار نه چې د هر انسان طبیعی حق ده د همدی اسلامی اصولو په پلمه محروم ساتلي او …..خو دلته بیا یو بی دینه کمونیستی هیواد سره داسی دوستي پالي او د جومات د پرانستلو پخاطر چې د اسلامي اصولو پرخلاف عمل ده یواځی هغه ته بلنه ورکوي او د هغه کمونبستي هیواد ستاینه کوي.
    آیا تاسو ته دا عمل ښه ښکاري؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب