Homeسپورتد ویسټ انډیز ۳ لوبغاړي کورونا لري

د ویسټ انډیز ۳ لوبغاړي کورونا لري

تاند- د ویسټ انډیز د کرکټ ټیم د مسابقو لپاره پرون پاکستان ته ورسېد خو د درو لوبغاړو د کرونا ټیست یې مثبت و.

د ویسټ انډیز د کرکټ ادارې وویل، دا درې لوبغاړي به د پاکستان له لوبډلې سره په سیالۍ کې ګډون نه کوي.

ویل شوي چې دغو لوبغاړو د کورونا ضد بشپړ واکسین کړی او د ناروغۍ هیڅ نښه نه لري.

خو دوی به لس ورځې تر هغو قرنطین وي چې د بل ټیست نتیجه یې منفي راووځي.

ټاکل شوې ده چې د ویسټ انډیز او پاکستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوره سیالي سبا (دوشنبې) پیل شي.

دواړه لوبډلې به درې شل اوره او درې یو ورځینۍ مسابقې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...