Homeخبرونهملا ضعیف: د روزۍ وعده خدای کړې، خو حاکم یې مسوول او...

ملا ضعیف: د روزۍ وعده خدای کړې، خو حاکم یې مسوول او وسیله دی

تاند:( شنبه ، د قوس شلمه)‏‏‏ ‏د طالبانو د تېرې واکمنۍ پرمهال په پاکستان کې د دوی سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف له طالبانو غواړي، چې په بهرنیو تعاملاتو کې ملي ګټې اساس وګرځوي.

نوموړي په یوه مرکه کې د پاکستان او طالبانو د اړیکو په اړه له ځواب ویلو ډډه وکړه، خو په همدې سپارښتنې یې اکتفا وکړه، چې افغانان باید له خوشباورۍ ځان وساتي او ملي ګټې د بهرنیو تعاملاتو اساس وګرځوي.

سلام ضعیف په دې مرکه کې د جمهوري نظام د سقوط او کابل ته د طالبانو د راتلو د ورځې کیسه هم وکړه او ویې ویل: په دې ورځ قطر کې وم، پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت د سقوط او کابل کې د امنیتي خلا په اړه خبر کړم، د طالبانو ملافاضل او خیرالله خیرخواه سره مې وغږول او د کرزي په غوښتنه طالبان په دې خاطر کابل ته ننوتل، چې د واک د خلا له کبله کوم چورچپاول ونه شي.

سلام ضعیف په دې مرکه کې دا هم وویل، چې طالب مشرانو له حامد کرزي وغوښتل چې که د پرځول شوي نظام امنیتي رهبري موجوده وي، کابل دې د طالبانو د نه راتلو له ډاډ سره خوندي وساتي، څو دوی د تفاهم په وسیله د واک لېږد بهیر ترسره کړي.

دغه پخواني طالب مقام د طالبانو د حکومتولۍ په اړه هم خبرې لرلې او ویې ویل، چې د دوی واکمنیدو ښه امنیت تامین کړی، خلک په دې خوشاله دي، خو خلکو ته د کار روزګار او ډوډۍ غم په کار دی.

ملا ضعیف په دې مرکه کې د ځان په اړه وویل، چې حکومت کې د شاملیدو لېواله نه دی،خو د پنجشېر جبهې په ګډون ټولو سیاسي لوریو او افغانانو ته یې په حکومت کې په سیاسي مشارکت ټينګار وکړ.

 د هغه څرګندونې په داسې مهال دي، چې څه موده مخکې د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند ملت ته له ملي ټلویزون څخه پخپله خپریدونکې لومړنۍ غږیزه وینا کې وویل، چې د روزۍ وعده یې طالبانو نه، بلکې خدای تعالی کړې ده او دوی باید خدای ته د هغه په ټکیو «بغارې» ووهي.

د حسن اخوند دغه څرګندونې د خلکو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې.

د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د بشري ناورین او وژونکي ژمي له کبله ممکن په روان ژمي کې تر یو میلیون پورې افغانان تلف شي.

د ملګرو ملتونو په حواله، په افغانستان کې ۲۴ ميليونه خلک چې له نیمایي ډېر نفوس کیږي، فقر ځپلي او د خوراک کافي ډوډۍ نه لري.

نړیوال سازمانونه وېره لري، چې د بشري مرستو له ځنډ سره به په روان ژمي کې لږ تر لږه يو ميليون افغانان د فقر له کبله تلف شي.

2 COMMENTS

  1. این را با صراحت تام باید گفت: ملت ما ، ملت مسلمان است؛اما نه اسلام تنظیمی یا اسلام
    که استخبارات همسایه خاین، به ما می خواهد بلکی اسلام محمدی صلی الله علیه و سلم ۰
    ما منتظر پیام ها،تحلیل ها و ترمیمات سالم و مزید مولانا ضعیف صاحب و دیگر برادران
    دلسوز به اسلام و ملت هستیم ۰

  2. Afghan Pal ته سلامونه او نیکی هیلی
    ستاسو د نطر سره همغږی یو او زمونږ د زړه خبره دی کړیده.
    د ملا ضعیف صیب په څیر د هر یو رښتینی افغان ملاتړی یو چی په ګران هیواد افغانستان او افغانانو دردیږی.
    ملا ضعیف صییب تاسو او ستاسو په څیر نور په هیواد مین او رښتینی افغانان باید د ظلم وحشت او تور جهالت په خلاف خپل غږ راپورته کړی او د افغانستان د تباهۍ او تیارو کندی ته له لویدو وژغوری. او هیڅ یو افغان څوک په یوه او بله پلمه د تعلیم او کار د حق څخه محروم نه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...