یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسمنګان کې ۴ تنه د موسیقۍ اوریدو په تور نیول شوي

سمنګان کې ۴ تنه د موسیقۍ اوریدو په تور نیول شوي

تاند:( شنبه ، د قوس شلمه)‏‏‏ ‏راپورونه وایي، چې طالبانو په سمنګان کې ۴ تنه د موسیقۍ اوریدلو په تور نیولي دي.

په سمنګان کې د طالبانو امنیه قومندان حبیب الله حماس ویلي، چې دغه کسان د ښار د لومړۍ او څلورمې امنیتي حوزې سرتېرو نیولي.

 ویل شوي، چې په نیول شویو کې یو تن نارینه او درې تنه ښځینه دي.

د هغه په خبره، دغه کسان په بالفعله توګه په داسې مهال نیول شوي، چې موسیقي یې اوریده او نڅیدل.

د حماس په خبره، یاد شوي کسان د اوسیدو په یوه کور کې نیول شوي دي.

دغه طالب مقام نه ده روښانه کړې، چې یاد شوی نارینه او ښځې د یو بل څه کیږي او که سره پردي دي؟

 د نیول شویو کسانو او ځایي خلکو نظر په دې اړه نه دی ترلاسه شوی؟

د طالبانو ځینې مشران په خپلو ویناوو کې خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کوي، چې د خلکو په خصوصي ژوند او چارو کې مداخله ونه کړي.

د سمنګان چارواکو نه ده روښانه کړې، چې هلته نیول شوی نارینه او ښځینه یې څنګه کشف کړي او د خپلمنځیو اړیکو موضوع یې روښانه ده کنه؟

1 COMMENT

  1. امریکائیانو زموږ هیواد پر چینایانو خرڅ کړ ( البته د پورونو په بدل کی ) ، دا د مسئلې یو اړخ دئ،
    بل اړخ ئې دا دئ چی:
    عام وولس به د طالب ددې احمقانه او خودسرانه کړنو له کبله دین او مذهب ته بَبَر سی او د افغانی مائوئیسټانو او مارکسیسټانو په ملاتړ به داسی فرهنګی غوبل ( د چین فرهنګی غوبل یا انقلاب! غوندی) خلګ هم د دین څخه فرار! وکړی او هم د غربی لیبرال دموکراسۍ څخه.
    نو
    مکوئ! طالبانو د ګوزی زامنو دا کارونه مکوئ!
    تاسی د قهرمانۍ! په تقلبی مډال خوښ یاست خو د استعمارګرانو او توطئه ګرانو، د هغو پلیدو نقشو څخه بې خبره یاستئ کومی چی ستاسی او وولس د دین او فرهنګ او حتی جغرافیا د تباهی لپاره جوړی سوی او د عملی کېدو په حال کی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب