Homeخبرونهحکمتيار: دولتي کارکوونکو ۴ مياشتې معاش نه دی اخیستی، د کور لوښي...

حکمتيار: دولتي کارکوونکو ۴ مياشتې معاش نه دی اخیستی، د کور لوښي پلوري

تاند:( شنبه ، د قوس شلمه)‏‏‏ ‏په داسې حال کې چې يو شمېر طالب وياندويان دولتي کارکوونکو ته د درې او دوه مياشتې معاشونو د ورکړې ادعاوې کوي، د دوی یوه سرسخته ملاتړي او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ويلي،‌ چې دولتي کارکوونکو له ۴ مياشتو راهيسې خپل معاشونه نه دي تر لاسه کړي.

ښاغلي حکمتيار پرون د جمعې ورځې د لمانځه په خطبه کې دا هم وويل، چې دغه دولتي کارکوونکي د خپلو لګښتونو لپاره اړ شوي چې د کور بړستنې ظرفونه او نور لوښي وپلوري.

هغه امريکا متحده ايالات او متحدین یې په افغانستان کې د دغه وضعيت مسوول وګڼل او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان د بانکي زېرمو کنګلول د‌ دغه اقتصادي ناورين اصلي دلیل دی.

د هغه په وينا، د بهرنيو بندیزونو بیه اوسني چارواکي نه، بلکې عام خلک پرې کوي.

حکمتيار دا هم وويل،‌ چې امريکا په کابل کې د خپل سفارت د پرانيستلو لپاره د په افغانستان کې د دوو زرو امريکايي سرتېرو حضور شرط کړی.

طالبانو او امریکایانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دولتي کارکوونکو د معاشونو په اړه د حکمتیار څرګندونې په داسې مهال دي، چې طالب چارواکي په دې اړه ضد و نقيضې ادعاوې کوي.

تېره مياشت د طالبانو ماليې وزارت مامورينو ته د ۳ مياشتې معاشونو د ورکړې خبر ورکړی و.

دوه اونۍ مخکې همدې وزارت د درې میاشتو پر ځای د دوه مياشتو د معاشونو د ورکړې اعلان وکړ.

تېره پنجشنبه د ماليې وزارت یوې سرچينې تاند ته وويل، چې خپله د‌ دغه وزارت کارکوونکو ته يوازې د يوې مياشتې معاش، هغه هم د نوي نورم له مخې ورکړل شوی، چې د پخواني معاش نيږدې نيمايي هومره کم و.

د ځینو دولتي کارکوونکو په وینا، چې ان د تېرې اسد میاشتې معاشونه نه دي ورکړل شوي، چې په دې حساب یې د بې معاشۍ ۴ مياشتې کيږي او پینځمه مياشت په پوره کیدو ده.

د هغوی په وینا، طالبانو د واکمنۍ پيل يې خلکو ته په دروغ ويلو کړی او ژر یې خپل باور د لاسه ورکړی.

د طالبانو يوه مقام سهیل شاهین تېره چهارشنبه ادعا وکړه، چې دولتي کارکوونکو ته د ۳ مياشتو معاشونه ورکړل شوي دي.

1 COMMENT

  1. دجنګی ډلو مشران ځکه د بی معاشی بغاری وهی چی د غنی له خوا دوی او د دوی ۸۰۰ تنه باډیګاردانو او په دارالامان کی یی دقصر په کارکوونکو هغه پخوانی پیسی ودریدی دوی په حقیقیت کی هغه یادوی د ولس غم ورسره ندی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...