تاند:( پنجشنبه ، د قوس اتلسمه) د پاکستاني طالبانو تحریک يا ټي ټي پي، چې په وروستيو کې يې د افغانستان د طالبانو په منځګړتوب له پاکستاني حکومت سره د خبرو هڅې روانې وې، ځان د افغانستان د طالبانو د امارت اړوند ګڼلي دي.
د دوی يوه مشر نورولي مسید په یوه تازه ويډيي پیغام کې ویلي، چې پاکستان کې به د کفري نظام تر راچپه کولو او اسلامي نظام راوستلو پورې به مبارزه کوي.
دا ويډيي پیغام په داسې مهال خپور شوی، چې ويل کيږي د طالبانو د کورنيو چارو د وزير او حقاني شبکې د مشر سراج الدين حقاني رپه منځګړتوب د طالبانو د تحریک طالبان او حکومت د مذاکراتو او اوربند په پایله کې ۱۲ پاکستاني طالبان د پاکستان د حکومت له بنده خوشې شوي او په خوست کې د حقاني شبکې ته سپارل شوي.
په ورته وخت کې د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې يو شمېر پښتنو ملتپالو دغې ويډيو ته غبرګون ښودلی.
مشهور پښتون ملتپال مشر افراسياب خټک له پاکستاني حکومت او دفاعي شنونکو څخه په مانا داره انداز پوښتلي، چې له ۲۰۰۷ څخه تر اوسه يې ولې د افغان او پاکستاني طالبانو د بېلتون په اړه په زرګونه ساعته ټلویزیوني بحثونه کول؟
د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ هم د ښاغلي خټک همدا پوښتنه پر خپلې ټویټر پاڼې شریکه کړې او د هغه دغه نظر يې تایید کړی.
د پاکستان حکومت او د افغانستان د طالبانو امارت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.