یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهمجاهد: داعش ډله ځپل شوې او ۶۷۰ جنګيالي يې نیول شوي

مجاهد: داعش ډله ځپل شوې او ۶۷۰ جنګيالي يې نیول شوي

تاند:( پنجشنبه ، د قوس اتلسمه)‏‏‏ ‏د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې له تېرو درېيو مياشتو راهسې دوی په افغانستان کې د داعش ډلې ۶۷۰ جنګيالي نيولي دي.

نوموړي د ترکیې اناتولي خبري اژانس ته ويلي، چې داعش يوه کوچنۍ ډله وه، چې تر ډېره دوی په کابل او جلال اباد کې ځپلې ده.

ذبیح الله مجاهد دا هم وويل، چې ياده ډله په افغانستان کې کوم لوی ګواښ نه دی.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې نن د روسیې د پوځ لوی درستیز جنرال والري ګراسيموف په افغانستان کې د داعش او القاعدې ډلو د پلویانو د زياتيدو او په ولايتونو کې یې د پراختيا خبر ورکړی دی.

هغه د دغه وضعيت دليل په افغانستان کې د طالبانو واکمنيدل ګڼلي.

‏په وروستيو کې د داعش ډلې د فعالیتونو خبر نه دی ورکړل شوی، خو شنونکي وړاندوينه کوي چې که طالبان په مسوولانه او عاجل ډول د بشري ناورين د ختمولو، ګډ او په متخصصو کادرونو سمبال حکومت جوړولو او نړۍ سره د پخلاينې اقدام ونه کړي، وېره شته چې افغانستان کې به د داعش په ګډون نورې ترهګرې ډلې هم زر پیاوړې شي.

1 COMMENT

  1. درواغ وايي دغه خبيثان دوۍ اوس د پاڼ او پړانګ تر منځ بند پاته دي. دوۍ نسي کولای هغه طالبان سي ددوۍ خبره نه مني قتلونه جنايتو کوي له خپلو ليکو لري کړي. که چيرې دوۍ هغه لري کړي داعيش له کونجه ورته نارې وهي راسه زما خوا ته زه تر ده ډيرې پيسې درکووو. دغه مرتدان تل درواغ وايي دوۍ ذليله او شرميدلي غلامان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب