یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+نیوزیلنډ پر ځوانانو د سیګرېټو پلورل منع کړل

نیوزیلنډ پر ځوانانو د سیګرېټو پلورل منع کړل

تاند (جمعه، د قوس ۱۹مه) نیوزیلنډ د پنجشنبې په ورځ / دسمبر ۹مه/ اعلان وکړ د ځوانانو له لوري د سېګرېټو رانیول منع کوي.

دا د نیوزیلنډ د هغه پلان یوه برخه ده چې غواړي تر ۲۰۲۵ پورې خپل هیواد په بشپړ ډول د سیګرېټو له شره خلاص کړي.

د نیوزیلنډ د حکومت د نوي اعلان پر اساس به هغه کسان، چې له ۲۰۰۸ م کال وروسته زېږېدلي دي، اجازه نه لري چې په خپل ټول عمر کې سیګرېټ او تمباکو په بیه واخلي.

همداراز په پام کې ده چې د لویانو د سیګرېټو د نیکوتن اندازه کمه شي.

خو ټاکل شوې ده چې دا قانوني لایحه له راتلونکي کاله، چې یوازې ۲۰ ورځې ورته پاتې دي، عملي شي.

روغتیايي چارواکو او د تمباکو ضد کمپاینرانو د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا به په نړۍ کې د تمباکو د صنعت پر ضد تر ټولو سخته کاروايي وي.

نیوزیلنډ له وړاندې څخه لا د سیګرېټو لپاره خورا لوړه مالیه ایښې وه، خو د روغتیا وزارت یې ویل چې په مالیو یې هیواد له سیګرېټو پاکېدای نه شي.

د نیوزیلنډ د روغتیا وزیرې ډاکترې عایشې ویرال د سیګرېټو په اړه د حکومت پرېکړې ته په اشارې ویلي:»«دا زموږ د خلکو د روغتیا لپاره یوه تاریخي ورځ ده.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب